حمید مایار

پنجاب حکومت! پښتون قام له خپل حق څخه محروم ساتلی، کورونه یې د ترهګرو په پلمه ورانوي، د سر سړي یې په راز راز پلمو شهیدانوي او لس نورې نارواوې یې ورسره کړې او لا یې هم کوي.

دا کار د تصادف له مخې نه بلکې پنجاب حکومت یې د هغې ترسیم شوي پلان په اساس کوي، کوم چې د پښتنو د تباهۍ لپاره یې جوړ او د عملي کېدو په درشل کې یې دی.

په پاکستان کې پنجاب حکومت لږ تر لږه څلویښت میلیونه پښتانه له صحنې لېرې ساتلي او له هیڅ ډول ظلم څخه خوندي هم نه دي.

د مالوماتو په اساس هلته لږ تر لږه لس زره داسې پښتانه چې د سر سړي بلل کیږي او د لوی افغانستان داعیان دي په مرموز ډول په لوی لاس شهیدان کړي، او لاهم د لوی افغانستان داعیان داسې ځپل کیږي چې د بیا سر پورته کېدو توان ونلري.

په دې وروستیو کې د لوی افغانستان داعيي نقیب الله محسود شهادت هلته پښتنو ته د ویښتابه لوی ټکان ورکړ، د پښتنو تر مینځ را پنځول شوی فکر اوس دا دی چې هر پښتون به د نقیب الله محسود په برخلیک اخته کیږي.

په دري کې یو متل دی چې په تنګ امد په جنګ آمد!

پښتانه او بلوڅان اوس په پاکستان کې له ورته حالت سره مخ دي، خو پښتنو تر بلوڅو یو قدم مخکې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره میدانونو ته را ودانګل.

د وزیرستان له وروسته پاتې سیمو راپورته شوی احتجاجي حرکت، پېښور، کراچۍ شاته پرېښودل او د حق غوښتنې خیمه یې په اسلام آباد کې تم کړې ده.

هلته لږ تر لږه څلویښت میلیونه پښتانه ژوند کا، په کافي شمېر پښتانه د نقیب الله محسود د حق غوښتنه او د پنجاب حکومت د ظلم او ستم په ضد شعارونه ورکوي.

د پښتنو دغه بې ساري احتجاجي حرکت، د پنجاب حکومت کلکې ستنې سستې کړې.

محمود خان اڅکزی، اسفندیار ولي خان، عثمان کاکړ او یو شمېر نورې مطرح څېرې د راپورته شوي حرکت سر لاري دي او د پنجاب حکومت څخه د منطق په ژبه د خپلو حقه حقوقو او د روان ظلم د بندیدو غوښتنه کوي.

پاکستان حکومت چې د کابل په خاطر د نړیوالو له جدي خطر سره مخ دی، اوس راپورته شوي خود جوشه لاریونوال د پاکستان د پاشل کېدو فرضیه، په حقیقت بدلوئ شي.

نړیوالو هم د پښتنو ملاتړ کړی او بلوڅان یې هم له ورته برخلیک سره مخ ګڼلي دي، د پنجاب حکومت مالي ملاتړ کوونکي د پاکستان ظلم ته ګوت نیونه کړې.

د امریکا د کانګرس غړو ویلي، پاکستان پښتانه او بلوڅان وژني او په بشپړ ډول یې د هغوی ازادۍ سلب کړې ده.

اوس په کار دا ده چې احتجاج جاري وساتل شي او په نړیوالو باید فشار راوړل شي چې د حقه غوښتنو لاریون ملاتړ وکړي .

د دې سربېره په کار دا ده چې د پښتنو تر څنګ بلوڅان هم دې ته ور تشویق شي، محروم بلوڅان هم په دې دایره کې ځان موندلی شي او د خپلې بقا چې لویه غوښتنه یې ازادي ده خپلې موخې ته ځان نیږدې او ان رسولی شي.

د ډیورنډ فرضي کرښه چې د حکومتونه نه بلکې د ولسونو پریکړه ده، اوس یې د له مینځه تلو لپاره ښه جانس محیا شوی دی.

هلته چې میشت پښتانه د خپل برخلیک لپاره راپورته شوي نو د پاکستان دوښمنان هم باید موقع له لاس ورنکړي.

کابل چې اوس اسلام آباد خپل منل شوی دوښمن ګڼي، له پاکستان سره دې دوښمنې زباد کړي او د لوی پښتون ولس ملا دې ور وتړي، د هغوی د احتجاج د جاري ساتلو لپاره باید کارنده ګامونه پورته او لابي دې وکړي چې نړیوال هم دې ستونزې ته را دننه کړي.

څومره چې د پاکستان حکومت ضد هڅې وشي، هومره د افغانستان، آرامۍ او د لوی افغانستان د رامینځته کېدو لپاره فرصت زیاتیږي.

د کابل او ډهلي کوچنی تکتیک پاکستان داسې حالت ته رسولی شي چې کلونه کلونه ځان راټول نشي کړای.

اوس چې نړۍ د پاکستان په دومخۍ پوه شوې، پاکستان د امریکا له اقتصادي بندیزونو سره مخ دی او د کابل او ډهلۍ لپاره ګډ دوښمن دی نو په اسانۍ کېدای شي چې له قوت څخه ډک پاکستان تر وروستي حده کمزوری او ان وپاشل شي.

One thought on “ځپل شوی پښتون، د ظالم پنجاب په وړاندې| حامد مایار”
  1. پښتانه د فرنګیانو د دښمنی په اور کی سوزی ، د ډيورنډ کرښه په اصل کی د دی غیور ملت د تدریجی مرګ او ورکولو نقشه وه ، دی کرښی په وسیله کوزه پښنونخوا د ستر روښا ن او ستر خوشحال ټاټوبی د انګریزانو د دښمنی او د جاهله امیرانو د ناپوهی له وجهی له مونږ څخه بیله شوه ، وروسته د بزدلو، عیاشو او ډارنو پاچاهانو په بی پامی او د کوزی پښتونخوا د مزبذبو او دوه مخی مشرانو له لوری یی داعیه له پرمختګه پاتی شوه خو له نیکه مرغه ختمه یی نشوه کړای .نن هم د انګریزانو لاټیان او مزدوران شته چه د د کرښی د تحقق لپاره دسیسی جوړوی . د ډیورنډ کرښی، د دواړو خوا پښتانه د مجبوریت ژوند تیرولو ته اړایستلی اوهم د پښتنو د تدریجی ورکی شرایط برابروی ، نو ځکه اصیل پښتانه به دا داعیه هیڅکله نه پریږدی او یو خت به یی که خدای ج کول په لاس راوړی ، انګریزان او لاټیان به ضرور یو وخت ماتی وخوری.

ځواب ورکول Suliman Zahid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *