تاند- هغه محکمه چې د غدارۍ یا خیانت په تور د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف دوسیه څېړي، وايي چې د مشرف د نیولو حکم تر هغو نه ورکوي چې د پاکستان د وسله وال پوځ د زړه د نارغیو د انستیتیوت ريیس د مشرف د روغتیايي وضعیت په اړه راپور نه وي ورلېږلی.
محکمې ویلي، د دې لپاره چې د مشرف وکیلان شته او له بلې خوا نوموړي خپل هستوګنځی نه دی بدل کړی نو د ده د نیولو حکم نه صادروي.
د مشرف د دوسیې څارنوال اکرم شېخ ویلي چې د ناروغۍ په پلمه نه شي کېدای چې د مشرف قضیه وځنډول شي. د ده په وینا ناروغي د دې سبب کېدای نه شي چې محکمه دې د ده د نیولو حکم صادر نه کړي.
د څارنوال شیخ په وینا، مشرف تر دې مخکې هم دوه څلي د محکمې د جلب امر ته اعتنا نه ده کړې او محکمې ته نه دی حاضر شوی.
ده وویل د ځانګړې محکمې د واک له مخې او د قانون پراساس هیڅ تورن استثنا نه دی چې محکمې ته حاضر نه شي.
څارنوال شیخ وویل، مشرف د جنورۍ په دوهمه د دې پرځای چې محکمې ته راشي د پوځ د زړه ناروغیو په روغتون (انستیتویت) کې پټ شو.
ده له محکمې وغوښتل چې مشرف پلمه کوي، پټ شوی او د نیولو حکم یې صادر کړي.
دا یی د اردو سر لښکر وه چی د بندی خانی نوم یی واوریده نو دزړه دوره پری راغله د
عادی عسکر به یی څه حال وی