تاند- هر څومره چې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي موافقه جنجال زیاتېږي په هماغه اندازه امریکا له افغانستانه د ټولو پوځیانو ایستلو یا د صفر د انتخابولو نتیجې ته نژدې کولی شي.

کله چې د امریکا متحدو ایالتونو د لومړي ځل لپاره وویل چې له افغانستان سره د امنیتي موافقې پر سر د ټولو پوځیانو د ایستلو په شمول به پر ټولو انتخابونو غور وکړي، مبالغه وګڼل شوه.

خو چې خبرې اوږدې شوې، داسي ښکاري چې د صفر انتخاب یا له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ټولو قواوو د ایستلو پټکه په حقیقت بدلېدونکې ده.

د روان عقرب په وروستۍ ورځ به مشورتي لویه جرګه جوړه شي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اکتوبر په میاشت کې د امنیتي تړون د ترتیب شوې مسودې په اړه پرېکړه وکړي.

خو د امریکا او افغانستان په دوه اړخیزه امنیتي موافقه کې لا هم جدي ستونزې شته چې تر ټولو مهمه یې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايی پوځیانو د قضايي صلاحیت مسله ده.

اټکل کېږي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به د لویې جرګې پرېکړه ومني، خو ډېر دلایل شته چې د امریکا متحد ایالتونه ممکن ونه غواړي چې پر دې مسله نورې خبرې وکړي.

په امریکا کې د افغانستان د دوولس کلنې جګړې ملاتړ اوس له دې سره سره چې څه باندې (دوه زره یو نیم سل) امریکايي پوځیان پکې وژل شوي او شل زره نور ژوبل شوي، تر بل هر وخت لږ دی.

د واشنګټن پوسټ او اې بي سي تلویزیون له هغې نظرپوښتنې سره سم چې د جولای په میاشت کې یې کړې وه، په هرو څلورو امریکایانو کې نژدې درې په دې باور دي چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزي چې امریکایان دې د هغې لپاره خپلې وینې توی کړي.او د لومړي ځل لپاره تر نیمايي زیاتو ځواب ورکوونکو ویلي چې دا جګړه د امریکا د ملي امنیت په ساتلو کې ناکامه شوې ده.

د افغانستان په ختیځ کې د ناټو یو ملکي سلاکار او په واشنګټن کې د امریکا د امنیتي پروژې همکار ډیویډ یونګ وايي، له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکا د حضور د دوام د اړتیا په باب د امریکا د عامو خلکو قانع کول به سخت کار وي.

«که د افغانستان اقتصاد او امنیتي ځواکونه اوس په خپلو پښو نه شي درېدای، پنځه یا لس کاله وروسته هم نه شي درېدای. دا منظقي ده. موږ له افغانستان سره د حالاتو د ښه کولو لپاره هر څه کړي او که بیا هم دا مرستې ګټه نه کوي معنا یې دا ده چې هیڅ شی مرسته نه کوي.»

په کابل کې د نړیوالو بحرانونو د ډلې شناند ګرېم سمیت وايي، کابل له واشنګټن سره د امنیتي موافقې په ځنډولو خطرناکه لوبه کوي.

سمیت وايي، په افغانستان کې ناسم تصور موجود دی چې د دوی تر اړتیا د امریکا اړتیا زیاته ده یعني تر دې زیات چې افغانستان امریکا ته اړ وي، امریکا افغانستان ته زیاته اړتیا لري.

«نن سبا په واشنګټن کې چې څوک د افغانستان نوم واخلي ورسره سړه ساه وباسي.افغانان نه پوهېږي چې لوېدیځوال څومره لېواله دي چې له دغه هیواده وتلو ته پلمه جوړه شي او یو مخ ووځي. دا کار به امریکا ته په داسي حال کې چې د پیسو له درکه له ستونزو سره مخامخ ده د کال په ملیاردونو ډالر وسپموي.»

سمیت وايي، که امریکا د صفر انتخاب ونه کړي، د دې لپاره چې افغانستان بیا د القاعده پر ځالې بدل نه شي د خپلو اصلي ګټو د ساتنې لپاره به پر بې پېلوټه الوتکو اتکا وکړي

4 thoughts on “څارونکي: له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانود وتلو پټکه رښتیا کېږي”
  1. د تاند محترمې ادراې ته:
    تاسې ته ښه مالومه ده، چې دغه امضا کېدونکی تړون نه دفاعي تړون دی، او نه امنيتي تړون دی، بلکه د سوفا تړون دی،
    چې امريکايان يې د خپلو پوځيانو د لاحسابه او لا کتابه خوندي کولو لپاره امضا کوي، نو بيا ولې تاسې ورته د امنيتي يا دفاعي تړون نوم ورکوئ؟
    آيا دا کار د ملت په سترګو کې خاورې شيندل نه دي؟
    آيا دا درواغ نه دي، چې ستاسې د ژورناليزم مبادئ يې هم درباندې تحريموي؟
    آخر تاسې ولې حقيقت تحريفوئ؟
    څه چې حقيقت دی، هماغه ملت ته بيان کړئ، او بيا فيصله په ملت پرېږدئ، تر څو به مو امريکايان ساتي؟، که چېرې تېرو ۱۱ کلونو کې امريکايانو مونږ، او زمونږ ځمکنۍ بشپړتيا له پاکستانه او ايرانه ساتلي وي؛ نو له دې وروسته به هم ترې طمعه وکړو، خو که چېرې امريکايانو زمونږ لويې زمکې پاکستان او ايران ته ورکړي وي، نو د ځمکنۍ بشپړتيا طمعه څنګه ترې وکولی شو؟ پاکستان نږدې دی چې د کنړ سيند ته راورسيږي، دا هر څه د امريکايانو او ورسره ۴۰ ملکونو د فوځيانو تر سترګو لاندې تر سره کيږي، همدرانګه ايران نږدې دی چې هرات خپل کړي، د افغان ځمکې له بشپړتيا څخه به دفاع يواځې افغانان کوي، مخکې يې هم کړېده، تر دې وروسته به يې هم کوي.
    دا په مونږ را تپل شوي ميړونه چې د پيسو او د کومک رسمي معاهدې هم نه درسره کوي، نو بيا نور دلته پرې څه کوئ؟؟؟،
    د دوستانو د پام اړونې لپاره بايد وضاحت ورکړم، چې د امريکا سره معاهده هر هغه تړون نه دی، چې له ګانګرس څخه پرې موافقه کيږي، له کوم کار او تعهد څخه چې امريکايي حکومت تښتي، او په زغرده يې وايي چې په امضاء کيدونکي تړون کې هيڅ داسې ماده نشته چې د کانګرس موافقې ته اړتيا ولري، خو زمونږ افغانان پرې بيا هم غوږونه مړه اچوي.
    ځينې لا وايي چې امريکا د سوفا تړون له 100 ملکونو سره امضا کړی دی، خو سوفا تر سوفا توپير لري، تاسې د هغه نورو ملکونو د سوفا مواد رامخې ته کړئ، او بيا د هغه سوفا مواد چې امريکا يې له افغانستان سره امضا کوي، چې څومره توپير لري؟ دومره ذليل تړون والله که د عقل خاوند امضا کړي.

    مننه

  2. نور باید زمونږ غله او بې کفایته چارواکي او دهغوی لاسپوڅي مشران او خصوصاً بېسواده او جاهل ملکان د غلاو او لوټمار څخه لاس واخلي او لږ پدې ځوریدلي اوکړیدلي ملت رحم وکړي.همدومره غلا او لوټمار مو بس دی چې د امریکیانو په شتون کې مو وکړ. اوس.. تاسو باید پدې پوه شئ چې ملت خو هسې هم ستاسو له لاسه تباه دی خو که امریکا یان لاړل ډير زیان یې هم تاسو داړه مارانو ته رسیږي، نه به تاسو خوندي اوسئ او نه به ستاسو د غلا اولوټمار مال اودولت. خوندي وي. بس دی اوس ددې ربړیدلي ملت او د خپل حرام دولت په خاطر د امریکایانو سره سازش وکړئ. تر څو امن راشي او د داړه مارو ګاونډیانو سره چې تیرې چړې یې په لاس کې نیولي سیال شو.

  3. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    موږ بايد ملت ته د وېرې ډندوره جوړه نه کړو، بلکې د افغان ولس په دې پوه کړو، چې هېواپالنه، خپلواکي او افغاني واکمني يعنې څه! آيا موږ له ميرويس نېکه يا احمد شاه بابا نه هوښيار يو؟ يا د خوشال بابا د زړه کرېکې مو تر غوږونو نه رسېږي! کله چې دغه خاوره د افغان خاوره ونومول شوه او زموږ مشرانو، باباګانو او ميندو ګامونه پرې واخيستل او د ميوند ملالې الهام يې راته پرېښود، نو ننني نسلونه ولې دومره سپک ذهنه شول، چې د خپلې مور پوړنی بل ته ورکوي!
    په وروستيو څلورو لسيزو کې د افغان ولس د مري کولو هڅې روانې دي، چې ممثلين له شاشجاع نيولې تر بکوف او کرزي پورې يو شمېر اومه فکرونه دي، چې صرف خپله ښېرازي د افغانستان په بربادي کې ويني! زه د کرزي خېلو، فهيم خيلو، دوستم خېلو، محقق خېلو او ډېرو نورو سرمايې نه شمېرم، مګر د ملا ۱،۵ ميليونه په هيروينو روږدي، ۲۰ ميليونه وږي، تر يو ميليون دروېزه، تر څو ميلوينه معيوبين او معلولين شمېرم، چې د افغانستان تل پاتې غميزه ده، چې افغان ولس به د مريتوب ګودال ته وروغورځوي!
    امريکا له ډېرو ملکونو سره تړونونه کړي دي، چې د اسلام پلازمينه مکه يې هم په خپلو سرتېرو ډکه کړې، مګر په مکه کې ټولنيز سيستم د ۲۰۰۰۰ شاهي شهزاده او پيرزاده په لاس کې دی، نو ملت يې سرکوب دی، خو بيا هم د تيلو په زور خپل ټولنيز قمار وړي! چې هم روسيه ورته سپۍ سپۍ کېږي او هم امريکا سرته سپيمه ده! مګر افغانستان د امپراتوريو هديره ده! چې خپل پت يې په همت ساتلی دی، نو د خپل ملت د مريکولو قباله به ورکړی، مګر ملت به يې پرېنږدي، چې دا سپېڅلې خاوره ناولې شي! نن سبا هم د افغان په مقابل کې افغان درول شوی دی، چې يو ته يې د کمونيست او بل ته يې د اسلامېست توره په لاس ورکړې، چې يو اړخ ته فونډامېنټالسېست او بل پلو ته يې سيکولارېست ورته درولي دي، مګر په کت کې افغان هويت ځپل شوی!
    د رسنيو دنده ده، چې د افغان ولس افغاني، ولسي او هېوادپالنې او زيار اېستلو ذهنيت ورکړل شي، نه د شهوتراني او يا هم د مېکپ او يا نخک په کيسو کې روږدي کول! ځکه د پوه نسل دنده ده، چې افغان ولس د دا ډول د مريتوب تړونونو د وضاحت لپاره کار وکړي او خلک په دغو نيرنګونو او چلولونو پوه کړي! پرته له هغې به نو نننيو رسنيو باندې د افغاني رسنيو نوم اېښودل له خپل افغان ملت سره جفا وي!
    د ډيورند د کرښې هېڅ د قرارداد پاڼه ليا ميډيا ته نه ده ښودل شوې، مګر له ۱۲۰ کلونو راپه دېخوا يې تر ننه يو ستر ملت په دو برخو وېشلی دی، چې په خپل ملک او سيمه کې يو پښتون بل ته د پاکستاني خطاب کوي! په برېښنايي اخوډب کې يو پښتون بل د پاکي په نامې سپکوي او ځپي يې او همدا ډول يې په زيو او خيلونو پسې رااخيستې ده، نو امريکايي تړونونه هم د ملت د وېشلو او د افغانستان د ملي ذهنيت د ماتولو لپاره د تورو کرښو يوه بله دسيسه ده!
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

ځواب ورکول وهاج افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *