د بشر د پرمختګ تر ټولو مخکښه او حیرانوونکې وسیله انټرنیټ دی، فاصلې یې رالنډې کړي دي، خلګ سره نژدې شوي، سوداګرۍ سرعت موندلی، طبابت او جراحي عملیات کامیابه شوي، تکنالوژیکي پرمختګ د تجارتي مالونو، پیسو، معلوماتو، خلګو او مفکورو د انتقال سرعت زیات کړی دی، تقریبا د تاریخ په سلو کي۹۰ مهم تکنالوجیکي پرمختګ د اتلسمي پیړۍ راهیسی منځته راغلي لهذا نړۍ د یو لوی تغیر وخوا ته روانه ده. انسانانو هر یوه د خپل ذوق له مخي ځان ته کار غوره کړی دئ، ډیری انسانان اوس په کمپیوټري دنیا کې بوخت دي.

سږ کال د جون پر نهم تاریخ د تاند ویب سایټ یو خبر نشر کړ چې په روان کال کې د هندوستان ان لاین سوداګري درې سوه پنځلس ملیارده ډالره ته ورسیده، مګر متاسفانه افغانان تر اوسه هم د انټرنیټ له سهولت څخه په کافي اندازه محرومه دي او له بله پلوه نابلدتیا یوه بله ستونزه ورته جوړه کړې ده.

تاسو ته معلومه ده نن د فیسبوک ټول کاروونکي یو اعشاریه یو بیلیون نفرو ته رسیږي، د فیسبوک ټولټال خالصه ګټه د دوه زره شپاړسم کال د لومړۍ ربعي تر اخره پوری یو اعشاریه پنځه بیلیونه اټکل شوې ده. د بله پلوه ګوګل دوه اعشاریه پنځه بیلیونه کاروونکي لري چي تر فیسبوک مخکښ دی، همداسي وټس اپ، وایبر….. نورو په زرهاوو ډالر وګټل. دا پیسې یوازي د دغه کمپنیو مالکان نه خوري بلکې د یوې او بلي لارې څخه مختلف خلګ پکې دخیل وي. مثلا که مو کله په یوټیوب کې یوه ویډیو راخلاصه کړې وي مخکي تر دې چې ویډیو وګورئ هلته بل اعلان ستاسو مخته تیر شي شاید اوس فکر وکړئ هو رشتیا هم دا څوک دي ولي زما د مطلوب ويډیو په شروع کې یو اعلان راغلي ځواب دا دی چې ستا پر ویډیو کتلو باندي هلته دوه کسه پیسي لاسته راوړي.

Online Businessاصلي موضوع ته به راشم، څنګه ان لاین پیسي پیدا کړو یا په بل عبارت آیا ان لاین پیسي پیدا کولی شو؟

ځواب: هو، سل فیصده !

سوال: د آن لاین پیسو موندولو معنا څه شي ده او ولي یو ویب سایټ چا ته پیسې ورکوي؟

ځواب: که چیرته تاسو په یوه ویب سایټ کې چي لاندي یې نوم ذکر شوی ځان راجسټر کړئ یعني ځانته اکاونټ پکې جوړ کړئ تاسو د هغه ویب سایټ غړي (عضوه) شوئ، دا ویب سایټونه د دریم نفر، یا په بله معنا د غټو کمپنیو څخه اعلانونه د پیسو په بدل کې نشروي او د هغوی سره یې تعهد کړی چي که چیرته ستا اعلانونه زما په ویب سایټ کې خلګو وکتل د هغه پرهر کلیک باندي به تاسو زما او زما د ویب سایټ غړي ته ټاکلې اندازه پیسي راکوې. نو کله چي تاسو هلته اکاونټ جوړ کړی وي او هره ورځ په هغه ویب سایټ کې چي تاسو يې عضویت کسب کړی دي پرمختلفو اعلاناتو باندي کلیکونه وکړي په اُتومات ډول ستاسو په جوړ شوي اکاونټ کې پیسي جمع کیږي. د اعلان ورکوونکي ګټه په څه شي کې ده؟ د هغه ګټه دا ده چي شاید په ناظرینو کې مشتری پیدا کړي.

د دا ډول ویب سایټونو سره تاسود دو طریقو څخه پیسي لاسته راوړلای سي. لومړي طریقه دا چي ځان ور سره راجسټر کړئ او د دوی پر اعلاناتو باندی روزمره کلیکونه وکړئ چي دا کار هیڅ سرمایه ګذارۍ ته ضرورت نه لري. دوهمه طریقه: تاسو کولای سئ چي د ځان راجسټرکولو وروسته له دوی سره سرمایه ګذاری وکړئ، خو دا کاراعتماد ته ضرورت لري، دلته سوال پیدا کیږي چي څنګه پر پردیو خلګو باندي اعتماد وکړو؟

 ښه ځواب دا دی چې مخکي له دې نه چي تاسو له یو چا سره (ان لاین) یا پرلیکه د پیسو راکړه ورکړه شروع کړئ، اول کار مو دا دی چي پرهغه کمپني باندي خپل ریسیرچ یا پلټنه وکړئ. په ګوګل(Google) کې يي نوم سیرچ کړئ. یوټیوب (YouTube) ته ولاړسئ هلته مختلفې ویډیوګانې شته هغه تاسو ته حقیقت په ګوته کوي، که په خارج کې دوستان او ملګري ولرئ البته باخبره سړي وي او په انګلیسي کې مهارت ولري د هغه څخه کومک وغواړئ چي په پلټنه کې همکاري در سره وکړي که مو اطمینان حاصل شو بیا مخته ولاړ سئ. موږ باید د اوس زمانې حقیقت ومنو هغه دا چې تجارتي راکړې ورکړې تغیر کړی، اکثریت پرمختللې ټولنې او هیوادونه هغه دي چي نن ورځ انټرنیټ ته لاس رسی لري او د هغه څخه مثبته ګټه پورته کوي. خو زموږ خلګ بل رقم دي کله چي په دې نه شي پوه چي څنګه اعتماد لاسته راوړم نو د پوره نړۍ سره بایکاټ اعلان کړي چي یوازی د ده په تاوان تمامه شي او د پوره نړۍ سره بایکاټ کول د حل لاره نه ده.

هغه ویب سایټونه چي ما پوره ریسیرچ ورباندي کړی دی تر ټولو بهتره یې ټرافیک مونسون(Traffic monsoon) دي، او زه هم عملا پیسې ورڅخه ترلاسه کوم. د ټرافیک مونسون سره ځان راجسټر کول یو لړ شرایط لري که چیری تاسو هغه شرایط پوره کولای سي نو بې له ځنډه کولای سئ چې ځان ورسره ثبت کړي.

د ټرافیک مونسون سره د راجسټریشن شرایط:

اول:  تاسو باید د اتلس کلنۍ عمر پوره کړی وي.

دوهم:  په ټرافیک مونسون کې د راجستریشن په وخت کې یوازي Gmail یا هم Yahoo mail  کار کوي بل ادرس نه مني.

دریم: د راجسټریشن په وخت کې خپل نوم حقیقي ولیکئ داسي چي د اسنادو او د خپل بانکي حساب سره مو سر وخوري.

څلورم: خپله تذکره البته چي په انګلیسي وي یا هم خپل د پاسپورټ کاپي باید سکن کړئ او په خپل اکاونټ کې یې اپ لوډ کړئ.

پنځم: تاسو نه شي کولای چي خپل اکاونټ ته په یوه ورځ کې د مختلفو IP ادرسونو څخه ور داخل شئ.

شپږم: په ټرافیک مونسون کې باید یو نفریو اکاونټ ولري.

اووم: په ټرافیک مونسون کې د ځان راجسټر کولو لپاره دغه لینک کښیکاږي:https://trafficmonsoon.com/?ref=Hewad

اتم: کله چي تاسو پورته لینک خلاص کړئ د ټرافیک مونسون ویبپاڼه درته خلاصیږي په لوړه برخه کې د راسته لاس سره دوه ایکنونه شته یویې Sign in او بل یې Register نومیږي، تاسو پر رجسټر باندي کلیک وکړئ بیا به یو فورم درته راشي ټول غوښتل شوي معلومات ورکړئ، کوښښ وکړئ چي خپل پاسورډونه مو هیر نه شي، بیا به مو بریښنالیک ته دوی ایمیل درولیږي خپل ایمیل خلاص کړئ د هغه لینک له لارې به خپل پیج خلاص کړئ او د sing in پر بټن به کلیک وکړئ خپل یوزر نیم او پاسورډ به ورکړئ دا وخت به تاسو خپل ځانته اکاونټ جوړ کړی وي او په پروفایل کې به خپل پاسپورډ اپ لوډ کړئ.

ممکن تاسو ته یو سوال پیدا شوی وي چي که زه په ټرافیک مونسون کې پیسې لاسته راوړم څنګه دغه پیسې خپل بانک ته له دغه ځایه انتقال کړم ؟ د دې سوال ځواب په لاندي ډول دی:

ځواب:

په نړۍ کې د(ان لاین) پیسو د لیږد لپاره ځیني کمپنۍ شته که چیرته څوک ان لاین پیسې ګټي باید د هغه کمپنېو سره ځان راجسټر کړي او راجسټریشن یې مفت دی خو د پیسو پر استولو رااستولو باندی دوی خپل کمیشن اخلي، لهذا که تاسو چیرته د ټرافیک مونسون سره کار شروع کوئ نومخکي تر راجسټریشن  باید اول د پیسو د لیږد له یوې نړیوالې کمپنۍ سره ځان راجسټرکړی وي که چیري تاسو په افغانستان کې یاست او غواړئ د ټرافیک مونسون سره کار وکړئ باید په سالیډټرسټ کې ځان راجسټرکړئ. http://www.solidtrustpay.com او که چیرته په بهر کې یاست کولای سي چي د سالیډ ټرسټ ترڅنګ چي ټرافیک مونسون ته د قبول وړ ده د پیزه په نامه (Payza) باندي یوه بله کمپنۍ ده چي لاندي یئ لینک در کړل شویدي دي ځان ثبت کړي.

https://secure.payza.com/?VgYsewz8PmoIbWrirnwcnphPFFvhN55OMAgh9hk50Gk%3d

نوټ: پورته ذکرشوي معلومات زما کاري تجربه ده او د دغه ویب سایټونو څخه عملا پیسې تر لاسه کوم نو ځکه مي له ستاسو سره د افغاني احساس له مخې شریک کړل. زه په هندوستان کې ماسټری کوم دا کمپنۍ ټولې امریکایې دي زه نه د دوی ماموریم نه کوم دلال، زما او د دوی ترمنځ زیاتې فاصلي دي، یو ځل یې بیا تکراروم هرڅه چي کوئ لومړی خپله سروې پرې وکړئ بیا مخته ولاړ شئ. بیا هم که تاسو ته کوم سوال موجود ؤ او یا مو هر ډول مرستې ته ضرورت درلود زه مو په خدمت کې یم.

مننه

نجیب الله علیزی، هندوستان، نوی ډیلی

15 thoughts on “څنګه ان لاین پیسې پیدا کړو؟/ نجیب الله علیزی”
  1. سلامونه
    کوم خلګ چي پاسپورټ نه لري نو هغه خو به تذکره ورکوي او تذکرې خو نو ټولي په پښتو يا دري دي، انګريزي نه دي نو ايا په دې صورت کي به خامخا پاسپورټ ورته جمع کوو؟

  2. Asalam AWW,

    Dear Najibullah,
    First of all thank you very much for the given information may Allah run you in Janah. Could you tell us how much will we get per day or per hour?

    Second , dear brother, you shared with us good idea and I respect your feeling heartily, let me share with you one good idea too. You know better that one major reason of destruction of AFGHANISTAN is disunity and the crucial factor which brought this miserable adventure to our country is tribele discrimination. I know you are Inshaa Allah a great person, if you do not mind please substitute your second name ( Alizia) with something else rather than Alizia, moreover it is right there prominent well known personalities of the world that they have trible second name but the case for us in this hot and flammable condition is is different. Any way, once again thank you brother have good days of Ramazan.

    Per ALLAH pak mo sparam

  3. علیزی صیبه، خو دا هم ورسره ولیکه چی دغه دری ځلور میاشتی کیږی چی د ترفیک مونسن نه ځوک هغه خپلی پیسی هم نشی ویستلی،

  4. علیزی صیب ستاسو د معلوماتو سخه یو جهان مننه خو که د دی خبری لیژ وضاحت راکر دیره مهربانی به دی وی ! هغه دا چی محترمه که کوم کس بینکی اکاونت ونلری نو دا پیسی ده سره په کوم زای کی جمع کیژی او بل دوهم دا چی که چا سره پاسپورت نوی نو ایا تذکره یوازی اکتفا کیژی

  5. هغه څوک چي غواړي خپل ځان ته په ټرافیک مونسون کښي اکونټ جوړ کړي او که دمشکل سره مخ وی زه مو په خدمت کښي یم تاسو کولای شي چي زما د ایمیل دلاری تماس راسره ونیسي.
    [email protected]
    مننه
    نجیب الله علیزی

  6. Dear Alizai!
    thanks for your useful instructions!

    i have open user with traffic monsoon including payaz and solid trust pay user. it means that my resgisteration process is completed. for now i need more information to go straight more in case i need your kind help.

    i will send you the request in skype.
    hope you shall not distrub with me.
    Best Regard,

    1. ښاغلي الفت الله مومند صیب ته
      زما سکایپ ته زنګ را ووهه لوړ لیکل سوي یا هم ایمیل را وکړه زه مو په خدمت کښي یم:
      [email protected]

      مننه

  7. علیزی صیب حقیقت خو بل کل لري ځکه چي د ټرافک مونسون له شروع کیدو څخه آن تر اوسه په کار پکښي لګیا یم تر اوسمهاله مي پکښي ۴۰۰۰۰۰ کالداري ترلاسه کړي دي خو له دې نه سیوا هم نور سایټونه شته چي تر ټرافیک موسون هم ښه امدني ورکوي دغه یې لینک ده که هرڅوک پکښي داخلیدل غواړي کلیک دي پر وکړي طریقه یې علیزي صیب ټوله ذکر کړې ده http://myadstory.com/ref/abdullah123

    1. زه هم هندوستان کی یم سنگه کولی شم دلته یعنی هندوستان کی بانکی اکونت خلاص کم د هندوستان قانون خو لگ سخت دی بحرنیو له پار اگرچه زه ملل متحد سره نی زان راجستر کری ده خو تر اوسه کارد می ندی اخیستی لطفا که معلومات راکری

ځواب ورکول بت شکن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *