سرچینه: صید الفواید
لیکنه او راټولونه: محمد خالد ملکزی
ګرانې او مسلمانې خورې!
دا یوازې ته نه يې چې په ګډ ژوندانه کې له دې ډول پوښتنې سره مخامخ کیږې، بلکې ستا په څېر ډېرې داسې مېرمنې شته چې غواړي له خپل خاوند سره د میني او محبت کنګل شوې دنیا د انس او الفت په ځاله بدله کړي، او ډېر ځله له دوی سره دا پوښتنه را پیدا کیږي:
ولې تر اوسه پورې دوی په دې نه دي توانیدلي چې له خپل خاوند سره د ژوندنیزو ستونزو او سختیو له ګاللو سره بیا هم د هغه زړه ته لار ومومي؟.
دا ډول مېرمنې تل داسې انګیري چې په مشترک ژوندانه کې د خپل خاوند زړه لاس ته راوړل ډېر ستونزمن کار دی، دتخیل په نړۍ کې دوی داسې فکر کوي چې زمونږ دا کار د هغه ستونزمن سفر په څېر دی چې په مخکې ډېرې لوړې او ژورې لري.
خو مخکې له دې چې د خاوند د زړه پټولو 5 مهمو فنونو او مهارتونو ته لنډه کتنه وکړو، څو مهمو پوښتنو ته د لوستونکو پام را اړوو.
(1): په ګډ ژوندانه کې ولې ډېري مېرمنې د خپل خاوند څخه ګیلی اوشکوې کوي، او د هغه زړه ته لارې نشي موندلای ؟
(2): آیا د خپل خاوند د زړه لاس ته راوړلو لپاره هاند او هڅه کول عبادت نه دی ؟
(3): مسلمانه او هوښیاره مېرمن کوم 5 مهارتونه باید په پام کې ونیسي تر څو د خپل خاوند په زړه کې د محبت ځاله جوړه کړي ؟
(۴): آیاد خپل خاوند سره په نرمۍ او ملاطفت سره د خوږو خبرو تبادله او د هغه د غوسې پر مهال له بشپړې چوپتیا څخه کار اخیستل د کامیابۍ ستر راز نه دی ؟
مسلمانې خورې!
د خاوند د هډوکو په قفسچه کې د رابند زړه پټول ( Heart thieving ) یو لړځانګړیو فنونو او مهارتونو ته اړتیا لري، چې په
همدې مقاله کې به په هغو مهمو لارو چارو او ژوندنیزه اسلوبو باندی رڼا واچوو کوم چې د هرې مسلمانې مېرمنې سره ډېره مرسته کوي، تر څو د همدغو طریقو په پام کې نیولو سره په ډېرې آسانۍ سره وکولای شي د خپل خاوند زړه لاس ته راوړي، د هغه څخه د هډوکو په قفسچه کې رابند زړګی پټ کړي، د کرکې او نفرت، د بدبینۍ پر ځای د أنس او الفت په باغچه کې د ځان لپاره ځاله جوړه کړي، او یو سوکاله او نېکمرغه ژوند پر مخ بوځي.
پوهان وائي: د خاوند زړه د یو داسې کور په څېر دی چې بندې دروازې او اوسپنیز قلفونه ولري، یو داسې کور چې د هر چا لپاره ورته د ننوتلو اجازه نه وي.
درنې خورې!
په ټولنیز ژوند کې مونږ او تاسې دشپې پرمهال دکور دروازې بندې ساتو، د کور د ښه تأمین په موخه خپل ټول احتیاطي او أمنیتي تدابیر په پام کې نیسو، یا هم د سفر پر مهال خپلې پیسې په جیبونو کې خوندي ساتو، دا ټول د همدې په خاطر تر څو غله مو مال تالا تر غه نه کړي، سرمایه او شتمني مو لوټ نه کړي.
خو ددې ټولو اقداماتو سربیره بیا هم یو لړ مجرب او ماهره غله د خپلو تېرو تجاربو او یو لړ اسبابو په کارولو سره د ملت کورونه لوټوي، او د پردیو مالونه تر خپلې واکمنۍ لا ندی راولي. دغه شیطان صفته غله دا کارونه ځکه تر سره کوي چې یو لړ کلیانې لري،اود خپلو مهارتونو څخه په استفادې په ډیره آسانۍ سره د نورو مالونه خپلو جیبونو ته داخلوي.
خو دا څه د تعجب خبره نه ده، بلکې د حیرانتیا خبره دا ده چې څوک څنګه له چا زړه پټوي؟
د ځینو ارواپوهانو په آند په لنډه توګه د خاوند زړه د لاس ته راوړلو لپاره باید لاندې مثلث په پام کې ونیسو:
(( مینه + صبر+ عادت )) = د نیوي او أخروي ثواب او سعادت.
ای عاقلې او هوښیاری خورې!
هوښیاره مېرمن هغه ده چې په ګډ ژوندانه کې د خپل ځان لپاره هغه څه خوښ کړي کوم چې خاوند ته ئې ډېر زیات خوښ وي، خپله خوښي د خاوند په خوښۍ کې باید انځورکړي، او په دې باورمنده وي چې دا کار زما او زما د خاوند د ګډ ژوندانه په استقرار او خوندي ساتلو کې خورا اغیزمنه ونډه لري.
مسلمانه مېرمن د خپل خاوند د ظلم او ناروا پر وړاندې نه خفه کیږي، په ګډ ژوندانه کې د خاوند ترخې ناخوالې پر ځان مني، او په ډېر وقار او سړه سینه دا ټولې زغمي، او په دې لړ کې د خپل خوږ پیغمبر(صلى الله عليه وسلم) دا حدیث راپه زړه کوي چې فرمايي: ‘ألا أخبركم بنسائكم من أهل الجنة: الودود الولود, التي إذا ظلمت قالت: هذه يدي في يدك, لا أذوق غمضًا حتى ترضى’.
ترجمه: آیا تاسې د جنتي مېرمنو څخه خبر نه کړم، دا هغه مېرمنې دي چې ډېرې رومانتیکه ( مینه پالی دي) او زیات اولاد راوړونکي دي، او هر کله چې پرې ظلم وشي، نو( خپل خاوند ته ) وايي: زه خپل لاس ستا په لاس کې ږدم،تر هغې به خوب ونه کړم تر څو ته له ماڅخه راضي نشې)).
نو که غواړې چې ته هم جنتي میرمن شې، نو بیا ولې یو لړ توهماتو او شیطاني وسوسو ستا له ژوند څخه مسکا لرې کړېده، او د څه لپاره تل د شیطان په لمسه د قهر او انتقام اخیستلو په انتظار د خپل عمر ارزښتناکې شپې او ورځې بې ګټې تېروې ؟
د خاوند زړه د پټولو لپاره څو مهمې لارې :
د ښځې او خاوند تر منځ په ګډ ژوندانه کې 5 مهم څيزونه دي چې باید هره مسلمانه مېرمن ورته ځیرنه او پاملرنه وکړي.
(۱): نرمې خبرې:
خوږې خبرې د زړونو د لاس ته راوړلو په لړ کې کلیدي رول لري، له همدې کبله مسلمانه مېرمن باید له خپل خاوند سره په نرمښت سره خبرې پیل کړي، له خندا نه په ډکه څېره دې ورسره روغبړ وکړي، د خبرو پر مهال دې پر خپل غږ کې له منظومتیا څخه کار واخلي، او په نرمۍ او ملاطفت سره دې دخپل خاوندڅخه د ژوندنيزو چارو او د صحت په اړه د معلوماتو مطالبه وکړي، خو د یادولو ده چې د خاوند په شخصي چارو کې دې د مداخلې څخه ځان وژغوري.
یوه بله خبره چې دپام وړ ده هغه داده چې: د خبرو پر مهال په ښو او زړه خوښوونکو اړخونو باندې باید تمرکز وشي، په داسې حال کې چې پر زیانمنو خبرو او په زړه بوګنونکو اړخونو باندې باید پرده واچول شي.
عاقله مېرمن د خاوند خبرې نه پرېکوي، په ډېره توجه او غوږ نیونې سره يې خبرو ته ځیر وي، زړه راښکونکي خبرې ورسره تبادله کوي،او د خپل خاوند لپاره د زړه په صندوق کې رومانتیکو او خیالي افسانو ته ځای ورکوي، چې وخت ناوخته دغسې د محبت کیسې او افسانې ورسره شریکوي او په دې توګه په ګډ ژوندانه کې د سکوت چوپه فضاء پرې ماتوي.
که کله له خاوند څخه يې خطاء او تېروتنه وشي، نو له توبیخ او ملامتولو څخه ئې ډ ډه کوي.
مسلمانه مېرمن هر کله که د خپل خاوند څخه د یو څه غوښتنه او مطالبه کوي، او هغه يې اوس مهال ترسره نشي کړلای،نو ورسره په کینه او حسد لاس نه پوری کوي، ناندرۍ نه ورسره پیلوي، د خاوند ددې ضعف پر وړاندې د کلک غبرګون ښکارندوینه نه کوي، بلکې د خپل خاوند ددې کار لپاره راز راز عذرونه او پلمې لټوي، او د (( التمس لأخیک سبعین عذرا)) وینا مخې ته ږدي، او په مناسبو توجیهاتو سره ځان ته قناعت ورکوي.
د بشریت ستر معلم او لارښود پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) په یو حدیث شریف کې فرمايي:
(( إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها و أطاعت زوجها ـــ قیل لها: أدخلي من أی الأبواب شئت )).
ترجمه: هر کله که یوه مېرمن خپل 5 وخته لمونځ تر سره کړي، او د روژې په میاشت کې خپله روژه ونیسي، دخپل عورت ساتنه وکړي، او د خپل خاوند خبره ومني، نو به ورته وویل شي: له هر هغې دروازې نه چې ته غواړې جنت ته داخله شه.
دویم: د راز ساتل:
د خپل خاوند د رازونو خزانه واوسه، د کور هېڅ مهمه خبره د نورو په وړاندې مه په ډاګه کوه، د هغه توقیر او درناوی کوه، او هر کله که مو تر منځ اختلاف او نزاع رامنځ ته شوــ نو مه ورته وایه چې زه به دې رسواء کړم، ځکه په دې کار سره به خاوند تا ته دخپلو رازونو په ویلو سره ندیم او پښیمانه شي.
مسلمانې خورې!
دا هم له یاده مه باسه چې د خاوند د کور او مال ساتنه هم ستا دنده او وجیبه ده ــ که کله هم د کور نه د بهر وځې، نو دخاوند په استئذان او اجازې سره له کوره بهر ولاړه شه، په دې توګه ژوند به دې خوندي شي.
پر دې برسیره د کور په منظم ساتلو کې هڅانده اوسه، او د لوی پروردګار دغه وینا یاده ساته:
لوی پروردګار د سورة النساء په 34 آیت کې فرمايي:(( فالصالحات قانتات حافظات للغیب بما حفظه الله )).
ترجمه: او نېکې مېرمنې ( هغه چې د اسلامي شریعت په احکاماتو باندی التزام او پابنده وي) د (خپل پرودګار او ) خپل خاوند خبره منونکې وي، په ټولو هغو څيزونو باندې چې د خاوند له لوري دوی ته سپارل شوي وي، او خاوندان يي پرې ناخبره وي، دوي يې په کلکه سره ساتونکي وي.
(۳): د تقوی او حیاء خیال ساتل:
د لوی پروردګار ذکر او یادونه په پټه او ښکاره سره له یاده مه باسه، او پر دې پوهه شه چې که چیرې خاوند دی له تا نه ناراضه شي، نو ته له هغه پر ته په ژوند کې بل د رحمت سیوری نه لرې.
خاوند ته دی هېر شوی لمونځ را په یاد کړه، او د خپل خاوند پر وړاندې لمونځ تر سره کړه، تر څو ستا په تقوی او دیانت له تا څخه راضي شي، په خپلو 5 وخته لمونځونو ملتزمه او پابنده اوسه.
د خپل خاوند د پرون ورځې غوښتنې او متطلبات مه هېروه، او دا هم په یاد ولره چې د خپل پروردګار او دخپل خاوند د رغباتو او غوښتنو تر منځ توازن باید په پام کې ونیسې.
(۴): ښه عطر او زړه راښکوونکی لباس:
د خاوند پر وړاندی تر ټولو نه ښایسته لباس واغونده، د خپل نظافت خیال وساته او ښکلي عطر دې استعمال کړه.
هر خاونددا خوښ ګڼي چې خپله مېرمن په ښکلي څېره او مظهر کې وګوري، نو په کورني ژوند کې هره ورځ رنګارنګ لباس دې وکاروه، تر څو په دې تګلارې سره ستا عاطفي تنده خړوبه شي.
ګرانې خورې:
د یو څه په اړه درته نصیحت کوم او هغه دا چې په کور کې یوازې د خاوند پر وړاندې لنډې او تنګې جامې وکاروه، هغه لباس چې ستا وجود ترې ښکاره شي، د خاوند پر وړاندې د بلبلې په څېر په خورا زړه راښکوونکو اوازونو او لباسونو سره راڅرګندېږه. او تل هڅه کوه هغه لباس زیات وکاروې کوم چې ستا خاوند ته ډېر خوښ دی، او که چېرې دې خپله خوښي د خپل خاوند په خوښۍ کې انځور کړه، نو نېکمرغي به ډېر ژر ستاسې د کورمیلمنه شي.
(۵): د ښوخوړو برابرول:
خاوند ته د یوې میرمنې د ګرانښت د مهمو اسبابو څخه یو هم د ښو خوړو برابرول دي، نو ته هم د یوې ښې اشپزې په څېر خپل خاوند ته ښه په زړه پورې او د ځینو په اصطلاح هوسانه غذا برابره کړه.
که غواړې چې دخپل خاوند زړه لاس ته راوړې، نو د ژِوندنیزو پالیسیو په لړ کې لا ندی غوره تګلارې په پام کې ونیسه:
(۱): د چوپتیا او تبسم تګلاره.
(۲): د اصلاح تګلاره.
(۳): د باور تګلاره.
(۴): د احترام تګلاره.
(۵): د بښنې د غوښتلوتګلاره.
ګرانې خورې!
د خاوند دغضب او قهر پر وړاندی د تبسم او چوپتیا تګلاره او پالیسي غوره کړه، بیا لږه شېبه وروسته په نرمه لهجه او په مبتسمه څېره کې ورڅخه وپوښته : نن ولې دومره غوسه وې ؟
په خورا مینه او لیوالتیا سره ترې پوښتنه وکړه چې: ستاد غوسې مهم لاملونه څه وو؟
هر کله که دې ولیدل چې ستا خاوند په عبادت کې له تقصیر څخه کار اخلي، په خپلو ورځنیو عباداتو کې سستي کوي، نو باید په حکمت سره ورته د دې نقیصي د ازالې لپاره لنډه یادونه وکړه، او ورڅخه وپوښته!
آیا د واده په لومړیو ورځو شپو کې دې د قرآني تلاوت غونډې په یادیږي ؟
څومره خوږې شېبې او بختورې شپې وې چې تېرې شوې !!!
هوښیاره مېرمن هغه ده چې خپل خاوند نیکیو ته راوبولي، او ورته ووايي:
ګرانه خاونده: د آذان په اورېدلو سره د لمانځه په لوري ستا منډې زما لپاره ډېرې د خوښۍ وړ دي، او ستا دا کار ما هم نیکیو او لمانځه ته هڅوي، ستا دا دمسؤولیت احساس په ما کې هم د غیرت ولولې را ژوندۍ کوي.
لوی پروردګار دې مونږ او تاسې ته د اخلاص او په حسناتو او الهي اطاعت باندې د مداومت توفیق راکړي.
مسلمانې مېرمنې ته ښايي چې د خپلو زامنو او لورګانو پر وړاندی د خپل خاوند ډېر توقیر او درناوی وکړي، او تل اولاد ته دا انګیرنه ورکړي چې دپلار د بې احترامۍ څخه ډ ډه وکړي، د بېلګې په ډول:
مېرمن کولای شي چې خپل اولاد ته ووايي: نن به تاسې ټول تر هغې پورې یوه مړۍ هم له دستر خوان څخه نه اوچتوۍ تر څو پورې چې مو پلار په ډوډۍ نه وي شروع کړې …. او داسې نور.
بله د پام وړ خبره دا ده چې په کورني ژوند کې د ماشوم خوب خونه باید د خاوند د استراحت له خونې څخه جلاوي، تر څو په چیغو او لوړو غږونو سره اذیت ورته ونه رسوي.
د خاوند سره د اختلاف او مخاصمې پر مهال هڅه وکړه تر څو د هغه د براءت لپاره عذورنه او بهانې ولټوې، مه پرېږده چې شیطان مو د أنس او محبت څخه ډکه ځاله د بدګمانۍ پر بادونو ړنګه او ویجاړه کړي.
ګرانې خورې!
په پای کې د یادولو وړ بولم چې که چېرې غواړې ګډ ژوند مو د خوښیو په باران سره رنګین او سمسور شي، نو پر دې ټینګ باور ولره چې ډېر ژر به د مقتدر خدای جل جلاله په مرسته د هرې بندې دروازې کلي ومومې، او که چېرې ستا خاوند څومره هم خپلسرې، او د ځان پالنې په وایروس مبتلا وي، نو پر دې پوهه شه چې ستا نرم اخلاق او د شاتو په څیر خوږې خبرې به د هغه د تیږې په څیر کلک زړه نرم کړي، او زه په پوره ډاډ سره ویلای شم چې ته ددې لیاقت لرې چې دهغه زړه پټ کړې.
دا کار خپل کسب او کار وګرځوه، اودې کار ته د عبادت په سترګه وګوره، مه پرېږده چې د زړونو په بازار کې خدای نخواسته بل څوک دا زړه درنه پټ کړي، او پوهه شه چې ته په دې کار کې په حقه يې، دمینې، پخلاینې او همغږۍ په پراخه چاپیریال کې دا هلې ځلې تر سره کړه، تر څو په دنیا او آخرت کې نېکمرغي ستاسې په برخه شي.
ستاسې د نېکمرغه ژوند په هیله!
Salamoonah;
Zma pa fikir sarryan(mirronah) hem bayed d khpalo Bibyano(maermano) sara a`yni chaland wakrri. Khususen pa Pashtano ki.(Afghanano).
Ve minnel Allahi el-tevfiqq.
شایسته موضوع او شایسته معلومات دی کور دی اباد