ښايي ډیر ځله مو احساس کړی وي چې سخته او کړونکې ورځ مو درلودلې ده، او ډیرې ورځې داسې وي چې سړی اندیښمن او وارخطا هم وي، په اوسني ژوند کې به کم داسې کسان وي چې ذهني سکون ته اړتیا ونه لري؟ او هر څوک په دې لټه کې وي چې ارام ژوند ولري. خلک ارواپوهانو ته ورځي او یا بیلابیلې رودې کاروي چې ذهني سکون ته ورسیږي، ډیرې نورې رودې هم ممکن درسره مرسته وکړي خو دلته لومړی په څو ټکو کې د ساه اخیستلو له لارې د ذهني سکون لارې در وښیم او بیا پر ځینو نورو ټولنیزو مسلو هم خبرې کوم البته لکه چې وویل شول دا پوره نسخه نه ده او نورې ډیرې لارې هم شته خو که بله در معلومه نه وي دغه روده هم درسره مرسته کولی شي.

کله چې ذهني پریشاني لرئ او انديښمن یاست نو لومړی کار چې درسره مرسته کوي دا دی چې ټول پام ساه اخیستلو ته متوجه کړئ، په عادي توګه ساه اخلئ یعني نه ډیر ارامه او نه ډیره ژوره بلکه له معمول سره سم خو یوازینی توپير به دا وي چې د ساه اخیستلو پر څرنګوالي تمرکز وکړئ.

ښايي د ساه اخیستلو په وخت مو فکر بل لوري ته شي ، فرق نه کوي په کراره بیرته خپل پام خپلې ساه ته متوجه کړئ او وګورئ څرنګه ساه اخلئ، خپله هر ساه چې راکاږئ ېې یا بیرته له سږو راباسئ په دقت ېې تعقیب کړئ ښايي څو ځله مو پام په بله شي خو بیا بیرته د ساه اخیستلو په هکله فکر وکړئ.

ساه اخیستل ارام او ملایم کار دی هوا په کراره وجود ته داخلیږي او بیرته په ارامي سږي تشیږي دغه کار تل دوام لري حتي که مو نارامه هم یو ساه مو ارامه ده نو کله چې د ساه اخیستلو په دغه سکون تمرکز وکړئ ستاسو ټول وجود ته ارامښت او کرار ستنیږي.

کله چې خپلې ساه ته ځیر کیږي او فکر پرې کوئ اوسنی زمان احساسوئ او له دې سره سره دغه فکر کوئ چې هر څه ارامه دي، په دې خاصه شیبه کې ناکراري او پریشاني ځاي نه لري.

له ځان سره داسې فکر وکړئ چې کله نا کراري او پریشاني ستنیږي موقتي دي او د وریېځو په شان بیرته لیرې کیږي که لږ تمرکز وکړئ چې دغه پریشانۍ له ځانه لیرې کړئ بیرته نه شي ستنیداي.

دا خبره د ارواپوهنې په علم کې ثابته شوې ښايي څو ځله نهیلي شئ او کړاونه او پریشانۍ بیرته ستاسو ذهني سکون ګډوډ کړي خو د ساه اخیستلو په دې اسانه رودې بیرته ذهني سکون پيدا کولئ شئ.

افغانان له کلونو یا غوره ده ووایم له کله چې نړۍ ته سترګې رڼې کړي له پریشانۍ او اندیښنو سره مل وي نو دغسې یو انسان ته چې کله وایو ستا دغه ستونزې یوازې په ساه اخیستلو سره اواریږي نو هرڅه ورته مبالغه ښکاري علت ېې دا دی چې کلونه کلونه موږ د ستونزو په جذب او د خپل سکون په نارامولو کې ونډه اخیستې او شرایط مو ورته برابر کړي دي نو په دې وړو وړو خبرو او نسخو باور نه شو کولی.

کله چې په هیواد کې هره ورځ جګړه ، لوږه او بیلابیلې ستونزې ګورو او بیا یو ډاکټر راته ووايي چې په ستونزو فکر مه کوه دا خبره راته ممکن احمقانه وبریښي . ممکن موږ داسې وسیلو ته اړتیا پيدا کړو چې له جرړو او ریشو مو ستونزه حل کړي راځئ همدا اوس د څو شیبو لپاره یوه بله حل لاره دروښیم لوستل بند کړئ او د پنځو دقیقو لپاره سترګې پټې کړئ په همدې شیبو کې پریکړه وکړئ چې چوپتیا او سکون غوره کړئ اجازه مه ورکوئ ستاسو افکار له دې سکون او سکوته بهر شي همدا اوس دغه کار وکړئ…..

اوس نو وګورئ چې څه پيښ شول؟ که لږ خواري وکړئ پوه به شئ چې نور فکرونه درنه لیرې شوي دي دا یوازې یو ازمیښت ؤ او د دې ښودنه کوي چې هره ورځ زموږ ذهن له داسې فکرونو او مسلو ډک وي نو په دې ډول له خپل باطن سره تماس نه شو ټینګولی هغه باطن چې سپیڅلی، ارام اومنطقي دی.

په دې مصروف ژوند کې ډیر ځله خپل سکون ته پام نه کوو ټوله ورځ ناسم خبرونه اورو، رسنیو مو له تاوتریخولي ډک فلمونه او انځورونه راښيي، فیس بوک او ټولنیزې رسنۍ مو له وحشته ډکې وي او مثبته خبره پکې کمه اوریدل کیږي ټول دغه شیان تاسو وروسته بیايي او سکون درنه اخلي او له هغو شیانو مو راګرځوي چې د نورمال ژوند لپاره مهم دي که دغه شیان درک کړئ یا ېې درک نه کړئ ستاسو ذهن او افکار ېې دومره ډک کړي وي چې ستاسو پر احساساتو او غوښتنو هم اغیز شیندي.

که پام ونه کړو ژوند به مو داسې تیر شي چې هیڅ به ترې بود نه کړو او نا څاپه به له ځان سره ووایئ چې ژوند مو څه شو او په څه کې تیر شو؟

که تر اوسه پورې دغه مطلب لولئ نو فکر وکړئ چې خداي پاک درسره مرسته کړې او دا یو نعمت وبولئ چې اوس راويښ شوي یاست او په دې ډول د خپل ژوند کنټرول تر لاسه کړئ.

لومړی خپل باطن پاک کړئ موږ هر یو ډیرې ستونزې لرو ، غیبت ، دروغ، ناسم قضاوت، په اسانه پر یو چا ټاپه لګول او نورې ډیرې مسلې شته چې زموږ ذهنونه ېې بوخت او زهرجن کړي دي د دې لپاره چې باطن پاک کړئ دغه څو سپارښتنې ترسره کړئ :

۱- د زړه خبره وکړئ او هغه څه له خولې وباسئ چې په زړه ېې لرئ او په هغه څه چې وايئ ېې باور او عقیده ولرئ.

۲-داسې څه له خولې مه راباسئ چې ټولو ته ېې نه شئ ویلئ په بله وینا داسې څه یو کس ته مه وایئ چې ټولو ته ېې نه شئ ویلۍ .

۳-هغه څه چې بهر او نورو ته ېې نه شئ ویلئ په زړه کې ېې هم مه ساتئ.

۴- له سمې ، ګټورې، او مینه ناکې خبرې پرته هڅه وکړئ بل څه ونه وایئ.

ښايي دغه څلور کرښې درته څرګندې نه وي لږ به ېې وسپړو:

لومړی د زړه خبره وکړئ :

ډیر ځله داسې شوي دي چې یو چا ته «نه » نه شو ویلی د مثال په توګه یو ملګری راته وایي چې میلمستیا ته ورشو خو زړه مو نه غواړي ، ددې لپاره چې هغه خپه نه کړو پلمې کوو ‌ډیر دغسې حالتونه شته چې دروغ وایو یا پلمې کوو په دې توګه په خپل باطن کې یوه ستونزه جوړو او ددغو پلمو او درغو د ساتلو لپاره انرژي لګوو ددې په ځاي چې سکون ومومو تل د درغو او یا پلمو د پټولو هڅه کوو دا کار له موږ ډیره انرژي اخلي. نو رښتیا ووايئ او هغه څه وایئ چې زړه مو غواړي . دا کار اسانه دی او ژر ېې زده کولی شئ.

حقیقت هر وخت تریخ نه وي دغه متل چې وايي حقیقت چیچل کوي ډیر ځله سم نه وي که سمه او د زړه خبره په مهربانۍ او ارامۍ خو په قاطعیت سره وشي هیڅ ستونزه نه جوړوي.

ډیر ځله موږ ددې لپاره چې مسولیت له ځانه لیرې کړو او یا دعادت له مخې داسې خبره کوو چې باور او عقیده پرې نه لرو د مثال په توګه ډیرځله په خبرو په تیره بیا د روغبړ او خداي پامانۍ په وخت دعادت له مخې خاصې کلمې له خولې راباسو چې مقابل لوری ورته غوږ هم نه نیسي دا ښايي ستونزوه جوړه نه کړي خو دغسې نورعادتونه په سړي کې رامنځته کیږي چې په لا شعوري توګه درته ستونزه جوړولی شي د مثال په توګه کله چې یو ملګری ګورو ورته وایو چې زه درته زنګ وهم او یا ورته وایو چې سبا درته ټلفون کوم اویا له یو چا سره د مرستې ژمنه کوئ له دې پرته چې خپل وس مو ارزولی وي ، ددې لپاره دغه کار کوو چې مقابل لوری خوشاله کړو.

ښايي ډیر کسان ووایي چې دا ناسم عادت نه دی او کوم تاوان نه لري خو دغسې واړه دروغ او بې فکره خبرې د لویو دروغو لپاره لاره اواروي او له تاسو سکون او ارامښت اخلي.

نو له همدا اوسه دا زده کړئ چې هره هغه خبره چې کوئ پرې باور او عقیده ولرئ داسې خبره مه کوئ چې بیا ېې د عملي کولو وس نه لرئ.

دویم قانون یا مسله دا وه چې یو کس ته داسې خبره مه کوئ چې ټولو ته ېې نه شئ کولئ:

د غیبت کولو په برخه کې افغانان تر هیچا کم نه دي د نورو عیبونه ډیر ژر موندلی شو او ډیر ژر له ملګري او یا خپلوانو سره پرې خبرې کولی شو، یا دا چې د یو چا عیب مو که پيدا کړ نو زړه مو غواړي چې نور هم پرې خبر کړو.

د مثال په توګه د یو چا غیبت کو خو کله چې هغه سړی راشي نو ټول چوپ شو یا مسله بدله کړو دا ددې ښودنه کوي چې دغه خبره ټولو ته نه شو کولی په تیره بیا هغه کس ته چې غیبت ېې کوودغه خبره نه شو کولی.

نو په ټولیزه توګه هغه څه چې ټولو ته ېې نه شئ ویلۍ یو کس یا یوې ډلې ته ېې هم مه وایئ.

همدا اوس دا ژمنه وکړئ چې کله کومه خبره ټولې نړۍ ته نه شئ کولۍ بل چا ته ېې هم مه کوئ.

 

هغه څه چې نورو ته ېې نه شئ کولئ په زړه کې ېې هم مه کوئ دا دریم قانون یا اصل دی:

موږ ډیر ځله په خپلو فکرونو او په خپل باطن کې پر ځان نیوکه کو، هغه څه چې زموږ په ذهن کې ګرځي نورو ته ېې نه شو ویلی، ډیر ځله چې کله کومه ستونزه پیښه شي په باطن کې لومړی پر ځان نیوکه کوي او ځان ملامتوو، موږ ټول له ځان سره خبرې کوو خو کله چې ستونزه پيدا شي له ځان سره پر دغو خبرو ایمان او عقیده پیدا کوو په دغه حالت کې د ځان په هکله ناسم قضاوت پیدا کوو. دا چل زده کړئ چې د ځان په هکله دغه قضاوت ژر هیر کړئ.

د مثال په توګه کله چې تیروتنه کوو او یا ناکامه کیږو نو له ځان سره وایو چې زه تکړه نه یم ، زه کمزوری یم ، او یا زه ډیر احمق یم که چیرته بل ځل مو د یوې تیروتنې په وخت دغه کلمې بیا واوریدې یا درپه ژړه شوې نو په لوړ غږ ووایئ دا زه نه یم دا زما ناسم قضاوت او فکر ؤ او دغه فکر له سره وباسئ.

په ټول کې دغه قانون یا اصل وايي کله چې دغسې قضاوت د نورو په هکله دهغوي په مخکې نه شي کولئ او هغوي ته ېې نه شئ ویلی دځان په هکله ېې هم مه کوئ.

څلورم قانون دا دی چې له ګټورې ، مینه ناکې او سمې خبرې پرته بله خبره مه کوئ:

ډیر کسان له ځان سره بیځایه خبرې کوو زموږ ډیرې کمې خبرې مثبتې او ګټورې نه وي که هغو کسانو ته پام وکړئ چې له ځان سره خبرې کوي دغه سودايي کسان تعقیب کړئ په سلو کې یوه خبره ېې هم مثبته او ګټوره نه وي، زموږ ډیری خبرې بې ځایه دی هیڅ مفهوم او محتوا هم نه لري یو وخت ما په یوې راډیو کې کار کاوه او د ځینو کارپوهانو مرکې به مې ژباړلې باور وکړئ هغه کسان چې په ټلویزونونو او راډیو ګانو کې خبرې کوې که ېې تاسو خبرې ولیکئ په سلو کې ممکن لس ېې ګټورې خبرې وي پاتې تکراري او بې ځايه دي چې یوازې انرژي پرې مصرفیږي، کله چې دوي داسې وي عام خلک حتماً بې ځایه خبرې ډیرې کوي دغه بې ځایه خبرې انرژي غواړي . یوه ورځ د سکوت روژه ونیسئ   که پوره ورځ ېې نه شئ کولئ څو ساعته یوازې له ځان سره خلوت وکړئ خپل افکار راټول کړئ او وګورئ څومره مثبت او ګټور شیان مو په ذهن کې شته ، ددغه کار په پاي کې به احساس وکړئ چې د سکون احساس کوئ کله چې خبرې کوئ په دغو شیانو فکر وکړئ:

کومه خبره چې زه ېې کوم ….

ایا سمه ده ؟ ایا د زړه له تله مې راوتلې دي؟

له یو چا او یا له یوه خاص موقیعت سره مرسته کولی شي او ایا چا ته ېې ګټه رسیږي؟

ایا دغه خبره مې مینه ناکه ده؟ د مثال په توګه څوک پکې ستایل شوي او یا له چا سره پکې مرسته شوې ده ؟

په پاي کې یاودنه کوم دغه لیکنه څلور قوانین لري ممکن په سره کې درته سخت وي خو که دغه کار درې ورځې تر سره کړئ او منظم ېې اجرا کړئ ژوند به مو اسانه او سکون به مو زیات وي. ما په خپله عملي کړي او مثبته نتیجه مې ترې اخیستې زه په مستعار نوم لیکنه کوم ځکه که د ځآن مثال ورکوم د ځان ستایل نه بلل کیږي خو هغه کسان چې ما پیژنې ښايي ډیر کم به رانه په ژوند کې خپه شوي وي او ژوند مې هم له سکونه ډک دی.

په هر حال لومړی ېې درې ورځې تر سره کړئ ، بیا ېې اوو ورځو ته وغځوئ او بیا ېې یو ویشت ورځو ته اوږد کړئ، وبه ګورئ چې ژوند مو څومره بدلیږي.

2 thoughts on “څنګه ذهني سکون ته ورسیږو؟/ ډاکټر سباوون”
  1. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاحب، زه ستاسو لیکنی همیشه لولم او ‌‌‌‌‌‌ډیری می خوښیږی، دا پورتنی لیکنه می تر یوه حده پوری ولوستله خو زړه یی راته سم تنګ کو. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاحب ښی موضوع ته دی اشاره کړی ده خو زما شخصی تجربه می دا ده چه هر کله داسی سټرس یا په ستړیا کښی واقع شم نو دی قران کریم تلاوت په کمپیوټر کښی راته شروع کم، نو دا ذهن سټړیا می بیخی ورسره رفع شی.
    اصلآ تلاوت د سټرس د رفع کولو لپاره نم اورم بلکه کله چه د ثواب په نیت یی اورو نو دا ستړیا مو هسی ور سره رفع شی. زما خو اوس بیخی عادت غوندی شوی هر کله چی کور ته راشم نو تلاوت را ته چالان کم نو ‌‌‌‌‌‌ډیر خوندکوی ماشاءلله.

ځواب ورکول Durry Durran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *