په اوسنۍ نړۍ کې د ژوند پرمختګ ډیر ګړندی دی او کله چې انسان غواړي ژر پر مختګ وکړي طبیعي خبره ده چې ارامښت ورسره له لاسه ورکوي دغه مسله په وروستیو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې هم ډیره احساسیږي او د پخوا په پرتله په خلکو کې مثبت فکرونه او ښه ژوند ته هیلي ډیرې شوي دي خوډیر داسې کسان هم شته چې لا هم منفي فکر لري او ارامښت ته د رسیدا په تکل کې دي له دې سره سره چې ظاهراً ادعا کوي چې مثبت کسان دي خو افکار ېې دومره منفي دي چې د مثبت ګام اخیستو ته ېې نه پریږدي په تیره بیا هغه کسان چې فکر ډیر او عمل کم لري او یا دا چې منفي افکارو ېې په ماغزو کې ځاله کړي وي په دې پرمختللي نړۍ کې هم ارامښت ته نه شي رسیداي .
اروا پوهان باوري دي چې له حده زیات تفکریا ډیر چورت وهل هم د انسان په اعمالو او کردار کې اساسي ستونزې پيدا کوي ، په تیره بیا هغه میرمنې چې سټرس لري او د ناهیلۍ احساس کوي هغوي په ډپرشن او بیلابیلو ناروغیو اخته کیداي شي.
ټول په دې پوهیږو چې مثبت فکر مو د ژوند لوری بدلولی شي خو ډیر ځله واړه منفي فکرونه هم زموږ د ژوند ښکلې شیبې له منځه وړلی شي.
ټولو په خپل ژوند کې تیروتنې کړي دي خو که دغه تیروتنې له ځان سره راتلونکې ته ولیږدوو نو ډیر ژر به ېې منفي نتایج په ژوند کې احساس کړو.
ارواپوهان وايي حتي زموږ ډیری ذهني بوختیاوي فزیکي شتون نه لري په دې معني چې ډیر ځله په داسې مسلو فکر کوو او ذهن مو بوخت ساتلی وي چې خارجي وجود نه لري او زموږ په ژوند هیڅ اغیز نه شي درلودلی خو په ورځو ورځو به پرې چورت وهو او ممکن زموږ ژوند ګډوډ کړي، ډیرځله کله چې یوه بده پیښه کیږي چې په موږ پورې اړونده هم نه وي خو دغه بده پيښه په اتومات ډول په خپل تیر ژوند کې له یوې بلې بدې پیښې سره تړو پيدا کوي او په دې ډول لږ ترلږه دوه درې ورځې مو په غم او خپګان تیریږي.
هغه فکریا غوره ده ووایم هغه چورت چې منفي وي او یا هغه فکر چې عملي او مثبته نتیجه مو په ژوند کې نه لري ستاسو ارامښت اخیستلی شي، غوره دا ده چې لږ چورتونه ووهئ او ډیر عمل وکړئ.
چورتي کسان په افغانانو کې ډیر زیات دي دغسې کسان هیڅ مثبت فکر نه لري د مثال په توګه دوي چورت وهي چې ولې کافي پيسې ، کور او با موټرنه لرم؟، ولې مې زوي یا میرمن ناروغه یا معیوبه ده؟، ولې څو کله پخوا له یوې پیښې سره مخامخ شوم؟ ولې فلاني راته داسې وویل ؟ هغه فلانی به زما په هکله څه فکر کوي؟ تربرونه به زما په هکله څه وايي؟او یا چورت وهي چې ولې د افغانستان مشکل نه حل کیږي؟ ولې ښاغلي اشرف غني په دو کلونو کې خپلې ټولې وعدې پوره نه کړئ؟ که دغسې چورتونه او فکرونه وشمارو شمیر ېې میلیونونو ته رسیږي خو یو ېې هم مثبت فکر نه دی او نتیجه نه لري او نه ېې موږ د اواري توان لرو نو په هغه شي فکر مه کوئ او وخت پرې مه ضایع کوئ چې ستاسو له وسه وتلی وي.
څنګه له چورت وهلو ځان خلاص کړو:
تر هرڅه وړاندې دا ومنئ چې له حده زیات چورت وهئ ، کله چې ډیر چورت یا له حده زیات فکر کول ستاسو خوښي کموي، یا ستاسو پر کارونو، پریکړو او یا عاطفي اړیکو اغیز کوي نو پوه شئ چې کومه ستونزه لرئ .
ډیری کسان دا نه مني چې دوي له حده زیات چورت وهي او یا بې ځایه فکر کوي کله چې مو دغه واقیعت ومانه چې چورتي یاست او بې ځایه فکر کوئ نو لږ تر لږه تشخیص مو کړی او دا لوي کار دی.
کله چې مو دا ومنله چې چورتي کس یاست یا له حده زیات بې ځایه فکر کوئ نو ځان وبخښئ ځکه چې د انسان مازغه په طبیعي توګه ډیر فکر کولو ته ګروهمن دی. اروا پوهان وايي زموږ ماغزه د ډیر تفکر لپاره جوړ شوي دي او زموږ خاطرې او افکار له یو بل سره ګنډل شوي دي په دې معني چې کله یوه ناوړه پیښه وشي نو ډیر نور منفي فکرونه هم په ماغزو کې راڅرګند شي داسې منفي فکرونه او چورتونه سړي ته ورپیدا شي چې له اصلي مسلې او یا له یو بل سره هیڅ ارتباط نه لري . د مثال په توګه ممکن یو څوک خپل کار له لاسه ورکړي او کله چې په دې پیښې غمجن شي نو ممکن د ترور د مرګ کیسه هم وریاده شي چې څو کاله مخکې وفات شوې ده.
د انسان د ماغزو طبیعي جوړښت په دې ډول دی چې کله یوه ناسم او ناوړه پیښه وشي نوټولې هغه منفي پیښې سړي ته ورپه زړه کیږي چې په ژوند کې ورسره مخامخ شوی وي هغه ممکن په داسې شیانو فکر وکړي چې هیڅکله نه وي پیښ شوي هرڅومره چې دغه فکرونه زیات شي ، منفي خاطرې هم هومره ډیرې دریادیږي نو اوس چې پوه شوئ ماغزه مو دغسې خصوصیت لري نو د چورت وهلو په ځاي په شعوري توګه د ستونزې د اوراې فکر وکړئ او حل لاره ورته پيدا کوئ.
کله چې ماغزه د بدو افکارو له دې نټورک یا جال سره وصل شو نو د منفي افکارو باران پیلیږي او یو په بل پسې را وریږي خو دغه جال یا نټ څه ډول شکولی یا ختمولی شئ؟
تر هرڅه وړاندې خپله ساه کنټرول کړئ او ژوره او ورو سا واخلئ دغه ساه اخیستل تاسو ته ارامښت در کوي او تاسو له اوسني حالت او طبیعت سره وصل کوي. دغه کار ډیر اسانه او بې ارزښته په نظر درځي خو ډیره اغیزمنه روده ده ځکه کله چې زموږ ذهن منفي شیان را کاږي او منفي فکرونه پیلیږي موږ د لیونیانو په شان کیږو او خپل کنټرول له لاسه ورکوي د دې لپاره چې دغه کنټرول بیرته ترلاسه کړو لومړنۍ وسیله ژوره او ارامه ساه اخیستل دي.
هغه کسان چې ډیر چورت وهي په تیره بیا میرمنې کله چې له سټرس سره مخامخ شي نو ډیرې خبرې کوي ډیر لږ داسې شوي دي چې د اندیښنې او ستونزې په وخت د مسلې په هکله خبرې کول له تاسوسره مرسته وکړي ډیرځله حالات نور هم خرابوي په تیره بیا که مقابل لوری مو هم داسې کس وي چې ډیر فکر کوي اویا ډیر چورت وهي نو ستونزه نوره هم سختیږي ځکه چې په خبرو سره تاسې بیا بیا دغه ستونزو څیړئ او بحث پرې کوئ ددې په ځاي چې حل لاره ورته پیدا کړئ.ډیری کسان د دغسې بحثونو په پاي کې نور هم غجمن کیږي ځکه چې د حل لارې په ځاي ېې په مسلې ډیر تمرکز کړی وي.
که فکر کوئ په ناوړه پيښو او ستونزو بحث کول درسره مرسته کوي غوره ده هغه ولیکئ او بیا خپله لیکنه ولولئ او تجزیه ېې کړئ که یو ځل دغه کار تجربه کړئ پوه به شئ چې ډیر دغسې فکرونه او چورتونو مو بې ځایه وو او دفکر کولو ارزښت ېې نه درلود.
اوس په دې پوه شوئ چې په ژورې ساه اخیستو او لږو خبرو سره ځان ارامولی شئ خو ممکن ځینې وخت دغه فورمول کار ونه کړي نو غوره ده یو فزیکي کار وکړئ باید ستاسو د بدن داخلي انرژي تشه شي د مثال په توګه منډې ووهئ، سایکل وځغلوئ، له ماشومانو سره مو لوبې وکړئ او یا لامبو ته لاړ شئ په هر حال هر ډول فزیکي حرکت درسره مرسته کولی شي.
پر دې سربیره فکري لوبې لکه شطرنج، د پازل حل کول، د موسیقي اوریدل او نورې بوختیاوې درسره مرسته کولی شي.
د چورت وهلو او ډیر فکر کولو یوه ګټوره لار دا ده چې زده کړئ په اوس وخت کې ژوند وکړئ ،تیر وخت له لاسه وتلی او پر پخوانیو تیروتنو زړه خوړل هیڅ ګټه نه لري، په تیر وخت فکر کول د راتلونکې لپاره ستاسو انرژي ختمولی شي اروا پوهان وايي که تاسو ډپرس یاست په تیر وخت کې ژوند کوئ، که ویره او اضطراب لرئ په راتلونکې کې ژوند کوئ او که ارامښت لرئ په اوسني وخت کې ژوند کوي اوس پوښتنه دا ده چې څنګه په اوسني وخت کې ژوند کولی شو؟
د ارامه ذهن لپاره پورتنیو حل لارو ته په پام سره په خپلو حواسو کنټرول ولرئ او له قضاوت او تفکر پرته خپل فکر راټول کړئ او پر اوسنیو حالاتو ېې متمرکزه کړئ که په دغه وخت کې ناسم فکرونه مو ذهن ته راغلل پام مه ورته کوئ او له ذهنه ېې لیرې کړئ لودیځووال دلته د مټیډیشن د طرحو وړاندیز کړی خو موږ او تاسو مسلمانان یو خپل فکر په دعا او له خداي سره په ذکر بوخت کړئ او یوازې په اوسنیو حالاتو فکر وکړئ او یا په مثبتو شیانو فکر وکړئ په مثبتو شیانو د فکر کولو یوه لاره په دې ډول دي:
سترګې پټې کړئ او په خپل ذهن کې یو کوټه جوړه کړه په همدې کوټې کې په خیالونو کې یوه المارۍ ودروه او دغه المارۍ په هغو شیانو ډکه کړه چې ستا په ژوند کې مهم او مثبت دي، د مثال په توګه ستا میرمن ، اولادونه ، ښه صحت او هره هغه شی چې تا ته مثبته انګیزه درکوي په خیالي المارۍ کې کیږده او بیا ورو ددې کوټې دروازه بنده کړه ، هره ورځ لس دقیقې په خپلې خیالي نړۍ کې دغې کوټې ته ورننوځه او هغو شیانو ته ګوره چې تا ته مثبت دي او انرژي درکوي او تا په المارۍ کې ځاي په ځاي کړي هڅه وکړه هره ورځ یو نوی او مثبت شي په دغې المارۍ کې ورزیات کړې که یوه میاشت دغه تمرین وکړئ سل په سلو کې یو مثبت کس درنه جوړیږي.
کله چې موږ اندیښمن یو یا ویره لرو په حقیقت کې د ژوند د بهیر کنټرول ته هیله لرو ځکه غواړو هرڅه زموږ په خوښه وي نو کله چې فکر کوو د خپلې خوښې نتیجه ممکن تر لاسه نه کړو نو اندیښمن کیږو خو حقیقت دا دی چې موږ پر خپل ژوند کنټرول نه لرو که مو دغه مسله درک کړه نو اندیښنه هم بې ځایه کیږي.نو غوره دا ده چې کایناتو او د خداي ارادې ته باید تسلیم شو.
البته تسلیم کیدل په دې معني نه وي چې له هلو ځلو لاسه واخلو او هرڅه تقدیر او قسمت ته پریږدو، بلکه دا په دې معني ده چې تاسو د دې په ځاي چې د ژوند له اوسني بهییر سره ډغرې ووهئ غوره ده ورسره غږمله شئ او ورسره یو ځاي حرکت وکړئ.
تسلیمیدل په حقیقت کې ازادي او ارامښت ته رسیدل دي او په دې معني ده چې تاسو یقین پیدا کوئ چې هر شی په خپل وخت کې او په مناسبو شرایطو کې رامنځته کیږي او تاسو به یو ورځ په هغه ځاي کې شتون ولرئ چې فکرېې کوئ.
دغه خبره اوس بیخي عملاً ثابته شوې چې زموږ افکار زموږ حقیقي نړۍ جوړوي هر هغه فکر چې لرئ په عملي ژوند کې هغه ته ورسیږئ.
لکه چې ومې ویل موږ د خپل ژوند د پیښو پر څرنګوالي کنټرول نه لرو خو زموږ شعور دا وړتیا لري چې ځینې پیښې راته دیکته کړي او دا زموږ افکار دي چې زموږ واقیعتونه جوړوي.
د راز په نامه په یوه کتاب کې هم دغه خبره راغلې او نورو ډیرو ارواپوهانو هم تائید کړې چې د جاذبې د قانون په اسان هر هغه شی موږ جذبو چې فکر پرې کوو که پر اندیښنو فکر کوو اندیښنې او ناسمې پیښې جذبو که مثبت فکر کو مثبت شیان خپلوو. نو غوره دا ده چې خپل افکار وپیژنو ځکه چې زموږ افکار ډیر قوي او پياوړي دي مثلاً که دا فکر کوو چې ناروغه کیږو په خپله دغه شی جذبو او که فکر کوو چې خپل کار له لاسه ورکوو دا موږ یو چې زمینه ورته برابروو، نو زموږ افکار او احساسات زموږ د ژوند لار ټاکي.
ارواپوهان وايي هیڅ انديښمن او مضطرب ذهن خلاقیت نه شي درلودلی.
نو د دې لپاره چې ارامه او هوسا ژوند ولرئ ټول منفي افکار مو له ذهنه لیرې کړئ، له همدا اوسه ېې پیل کړئ او مثبت شیان جذب کړئ.
په بله لیکنه کې به هڅه وکړم داسې لارې چارې در وښیم چې څنګه مثبت فکر کولی او څنګه بریالی ژوند درلودلی شئ.
شه مضمون الله مو نيكي او خوشحالي ستاسي اوزموژ په برخه كي مثبت خلك مثبت مطلب.