قدرمنو لوستونو له ډیرې مودې پس یو ځل بیا ستاسو په خدمت کې یم د سختو مصروفیاتو له امله یوه موده غیر حاضر وم په خپلې بزرګوارۍ ما وبخښئ له دې وروسته هیله کوم وکړاي شم ستاسو پوښتنې ځواب کړي شم.

پوښتنه :

یو قدرمن ورور چې خپل نوم ېې نه دی یاد کړی پوښتنه کړې چې څنګه کولاي شو خپله معده سالمه وساتو .

 ځواب :

لکه چې ګورو دغه پوښتنه ډیره جامع ده او پراخ ځواب غواړي خو په لنډه توګه به دا ووایو چې  دسالمې معدې راز په سالمو خوړو کې دی البته سالم خواړه په دو معناوو دي لومړی دا چې باید خواړه پاک وي دمعدې ډیرې ستونزې دناپاکو خواړو له امله پيدا کیږي  دمثال په توګه په افغانستان کې د جادریا او آمیب پرازیتونه دمعدې او کولمو لویه ستونزه ګڼل کیږي ډیری ناروغان چې په جاردیا اخته وي ممکنه ده ډیره موده د معدې د زخم یا ټب درمل وخوري چې هیڅ ګټه به نه لري په هر صورت حتي د معدې دزخم عامل هم ډیرځله د هیلي کوباکټرپیلور  په نامه یو میکروب دی .

دمعدې د سالم ساتلو لپاره بله مهمه دا ده چې خواړه ډیر او په  یو وار ونه خوړل شي ځکه که په یو ځل خواړه وخوړل شي معدې ېې هضمولی شي خو نورې ستونزې به له ځان سره ولري .

دغه راز سره کړي خواړي او مسالې هم  دمعدې لپاره ستونزې پيدا کولاي شي ډیر سور او ګرم چاي هم ویل کیږي دمری دسرطان یو عامل بلل شوی دی .

 له ډیرو غوړو خوړو پرهیز وکړئ میوه اوسبزیاني چې فایبرژ ولري ډیر استعمال کړئ اوس چې د روژې مبارکه میاشت ده هڅه وکړئ په روژه ماتي کې په یوځل ډوډۍ هغه هم غوړ او دمسالې درلودونکي خواړه ونه خورئ .

 د پروبیوتیک په نامه یو ډول مکمل خواړه پيدا کیږي چې د کوملو دښو او بد میکروبونو ترمنځ تعادل ساتی په نورو هیوادونو کې پریمانه پیدا کیږي خو ممکنه ده په افغانستان کې نه وي البته دغه مواد په مستو کې موندل کیږي که مستې وخورئ ښایي درسره مرسته وکړي .

سترس او روحي فشار له ځانه لیرې کړئ د معدې لوي مشکل د سترس له امله وي  د سترس دلیرې کولو ډیر طریقې شته دمثال په توګه یوه عام خبره چې په اروپا کې ډیر پرې عمل کیږي هغه دا چې ټول ډاکټران خپلو ناروغانو ته وايي پر هغو کارونو سر مه خوږوه چې ستا له وسه بهر وي او ته ېې نه شي کنټرولولی که په د غو کارونو فکر وکړې له ستونزو او سترس پرته بله نتیجه نه لري .

 دسپورت د نوروګټو ترڅنګ معدې ته هم ګټه لري، دمعدې تر ټولو لویه ستونزه د معدې زخم دی په دې هکله به لږ په تفصیل خبرې وکړو.

 دمعدې زخم هغه وخت رامنځته کیږي چې  د معدې دمخاط (داخلي پوښ ) د مقاومت او دتیزابي ترشحاتو ترمنځ انډول  یا تعادل خراب شي  په نیتجه کې دهاضمي سیسټم دفاعي عوامل ګډوډیږي  او دمعدې زخم یا ټپ رامنځته کیږي  دمعدې اسید ډیر قوي دي چې هرڅه هضمولاي شي خو د معدې مخاط هم دومره مقاومت لري چې په خپلې معدې دددغو تیزابو دناسم اغیز مخه نیسي  کله چې دغه دفاعي حالت خرابه شي  نو معده زخم شي .

نن سبا دمعدې په زخم کې دهیلیکوباکټر پيلور په نامه دیوه مکروب شتون  ثابت شوی دی  چې دمعدې  دزخم اتیا فیصده علت همدا میکروب دی  خو پردې سربیره ځینې درمل لکله بروفین ، اسپرین ، او نور التهاب ضد درمل  دغه راز سترس او روحي فشارونه  دمعدې په زخمونوکې اغیزمن دي هغه کسان چې دمعدې زخم لري باید حتماً ددغه میکروب پلټنه پکې وشي کله چې دغه میکروب ثابت شي او ناروغ ته انټي بیوټیک ورکړل شي  نو د معالجې په وړاند ې ډیرژر غبرګون ښيي او مثبته نتیجه ترې ترلاسه کیداي شي .البته دغه میکروب ښايي د ډیرو روغو کسانو په معده کې هم موجود وي خوله دې چې دهغوي د معدې د مخاط او اسید ترمنځ تعادل نه وي خراب شوی نو دمعدې زخم نه  پیدا کوي .

د معدې دزخم  نښې نښانې  ډیرې دي  د مثال په توګه  یوه عامه نښه درد دی دغه درد سوزنده وي اوموقیعت ېې د نس په پورتنۍ برخه کې د ټټر د منځنۍ هډوکي په ښکتنۍ برخه کې احساسیږي ډیر ځله دغه دردونه د زړه له دردونو سره  یو شان وي  ځکه خو په ځینو مواردو کې دمعدې ناروغانو ته په غلطۍ کې دزړه درمل هم ورکول  شوي وي  .

معمولاً د معدې درد له خوړو سره تړاو نه لري په دې معنې کله چې سړی  وږی شي درد نه لري خو له خوړو سمدستي وروسته درد احساسوي  او ممکنه له کانګو او د معدې له تشیدو وروسته  درد بیرته ښه شي .

د معدې زخم ممکنه ده د سوّهاضمې ،کانګو ،زړه بدوالي ، نفخ او باد او ارګیمي  سبب هم شي .

ځینې وخت د معدې زخم درلودونکي ناروغان ممکنه ده وزن بایلي  هغه ټکی چې نن سبا مطرح کیيږي اود سرطان په مخنیوي کې ډیر اغیزمن هم دی  دا دی چې دمعدې زخم په تیره بیا که دهیلي کوباکټر پيلور له امله وي دمعدې د مخاط دبیا بیا  التهاب سبب کیږي او دغه ګسټریټ ددې سبب کیږي چې دغه کسان د معدې په سرطان داخته کیدا ډیر چانس ولري  نو که تاسو هم په معده کې درد لرئ غوره ده ډیرژر ډاکټر ته ورشئ او دسرطان دمخنیوي لپاره دغو ټکوته هم پام کوئ :

که په معده کې هرډول درد لرئ ژر ترژره ډاکټر ته ورشئ او معاینات وکړئ او علاج پیل کړئ قطعي تشخیص ډیر مهم دی په تیره بیا دهیليکو باکټر پیلور په نامه دمیکروب شتون باید ثابت یا رد شي دغه چاره په علاج کې ډیر اهمیت لري .

 که د معدې زخم لرئ مناسب خواړه وخورئ دمثال په توګه  سره کړي خواړه ،اوومه سبزیانې او خامه میوه مه خورئ. ښايي تعجب وکړئ که درته ووایو چې که دمعدې زخم لرئ په اور کباب شوې غوښه په تیره بیا شامي کباب چې البته پاک وي ستاسو لپاره ډیره ګټه لري خولعاب داره خواړه په تیره بیا که مساله هم ولري ډیر تاوان رسوي .سره کړي پياز ،دکټوې مساله او خام پياز دمعدې ناروغانو ته تاوان  لري .غوره ده ګازرې او د ګازرو اوبه ډیرې استعمال کړئ .

سیګریټ او نصوار مه استعمالوئ  .

له سټرس ،هیجان او ویرې ځان ژغورئ که څه هم دغه کار دډیرو کسانو په باور سخت دی خو که وغواړو اوخپل ژوند منظم کړو ځان به له ډیرو اندیښنو او فشارونو وساتلی شو .

پرخوري یا ډیرخوراک او اوږده لوږه دواړه ښه نه دي  .

دغه راز دډاکټر له مشورې پرته درمل مه خورئ .

هیڅکله سبزیانې ناولې مه خورئ ښايي دا چاره ستاسو لپاره حیرانوونکې وي خو کله چې معده کې کوم پرازیت او میکروب لاره پیدا کړي دغه میکروب د معدې دزخم  سبب کیداي شي  .یوه خبره چې موږ  ورته توجه نه کوو دا ده چې ماشومان له ځمکې هرڅه خولې ته وړي  دهلیکوباکټر پيلور میکروب په همدې ډول ماشومانو اولویانو ته انتقالیږي خو د ماشومانوپه معده کې ډیره موده همداسې پاتې وي او کله چې زمینه برابره شوه  د معدې دزخم سبب کیداي شي .

د معدې پر زخم ډیر څه لیکل کیداي شي خو هغه مهم ټکي چې موږ ته مهم ښکاریدل په دې لیکنه کې راوړل شوي دي که تاسو د معدې زخم لرئ حتماً ېې باید علاج وکړئ په تیره بیا که ستاسو دغایطه موادو رنګ نصواري یا تور شو حتماً  باید ډاکټر ته ورشئ ځکه دا  د وینې نښه ده او دناروغ لپاره خطرناکه نښه ګڼل کیږي .

 په درناوي ډاکټر سباوون

28 thoughts on “څنګه معده سالمه وساتو/ د ډاکټر سباوون ځواب”
  1. سلام داكتر صاحب دير په زره پوري معلومات وو په لومري زل مي وولوستل ستاسو دلا برياوو په هيله
    ستاسو ورور روان

  2. سلامونه او نیګی هیلی می ومنی
    زه یو سوال لرم د معده په اړه

    څما مشکل د ډوډی نه هضمیده دی ډیر دارو می هم و خواړه خو هیڅ کټه راته و نکړه
    ډاکټرانو ته هم زیات ور غلی یم یو څو ورځی دوا سره ښه یم دوباره راته بیا دا مشکل پیدا کیږی

  3. ډاکتر صاحب کور دې ودان. د دغه د قدر وړ لوستونکي نه هم مننه چې زما د زړه پوښتنه یې کړې او ښه مرغه تاسو هم ځواب ورکړی دی.
    ډاکتر صاحب ځواب مو خورا جامع ، ګټور دی. زما قناعت یې حاصل کړ. خدای دې د روژې په دې مبارکه میاشت کې اجرونه او لوړ درجات درکړي.
    په ضمن کي هیله کوم چي بیا به د خپلو وطنوالو بوښتنو ته د پخوا په شان ځوابونه وایئ
    سلامت اوسئ
    عمرزی

  4. ډاکټر صاحب سلامونه او احترامات
    محترم ډاکپتر صاحب خدای د ستاسو عمر راته اوږد کړي ډیر ښه معلومات ؤ

  5. محترم داکتر صاحب له معلوماتو مو مننه ډیر کټور معلومات وو په ریښتیا هم پدی مرض ډیر خلک اخته دی . زهم یوه پوښتنه لرم که مو وخت درلود ځواب مو راکړ ډیره مهربانی به مو وی هغه دا : اکثره خلک د غوږونو د نه اوریدلو ستونزی لری یعنی په ځوانی کی د غوږونو د اعصابو ضعیفوالی باندی اخته دی ددی علت او تداوی ځه شی ده ؟

  6. ډيره زياته مننه ، ښاغلي ډاکټر صاحب ، په چارو کې بريالۍ او ګړندۍ اوسي ، او ددې خدمتونو عوض الله پاک درته په سل توله درکړي
    ښاغلي ډاکټر صاحب يو ناروغ لرم چې د معدې د درد ترڅنګ تل د ګيدې له درده او قبض څخه درديږي که ممکنه وي او تاسو هم په کابل کې شتون ولرئ غوښتل مې چې دا ناورغ يو ځل درولم او که دلته نه وي نو کيداي شي چې د يو متخصص ډاګټر راته راوښيئ ، منندوي به مو وم ،
    ستاسو ورور محمد صابر
    ٠٧٩٩٥٠٠٥٥٥
    [email protected]

  7. محترم داکتر صاحب له معلوماتو مو مننه ډیر کټور معلومات وو
    زهم یوه پوښتنه لرم که مو وخت درلود ځواب مو راکړ ډیره مهربانی به مو وی هغه دا : اکثره خلک د غوږونو د نه اوریدلو ستونزی لری یعنی په ځوانی کی د غوږونو د اعصابو ضعیفوالی باندی اخته دی ددی علت او تداوی ځه شی ده ؟

  8. ډیر ګټور معلومات دی. واقعاً په ډیرو شیانو مخکی نه پوهیدلو، الله پاک دی تاسو ته ډاکټر صاحب ښه، خوشحاله او اوږد ژوند درکړی چی تاسو خپل د ورونو او خویندو سره دغسی معلومات شریکوی

  9. محترم داکترصاحب په سلامونواونیکو هیلومو لمانځم اودالله پاک نه درته ددی خدمت اجراوثواب غواړم
    محترم ډاکترصاحب زه هم یومریض لرم چه دمعدی تکلیف لری ډیروډاکترانوته یی مراجعه کړیده خو ترڅویی درمل وی نسبتا ښه وی کله یی چه درمل ختم شی نو مثبت نتیجه نلری
    دمعدی شدید دردیی په لاندی حالاتوکی زیات وی
    کله چه پریشانه وی
    په معده یی شدید درد راځی اوهمدارنګه کله چه سره کړی خواړه اویا لوبیا غوښه وریجی بامیه ګندنه ناخود اوداسی نورڅیرونه

    وخوری نوپه معده یی شدید دردراڅی که یی دتداوی په هکله معلومات اولارښوونه وکړی ډیره مهربانی به مووی

  10. محترم ډاکتر صاحب زماپوښته داده چه کله ډوډی خورم نودی خوړلوپه وخت کی می کله ډوډی په ستونی کی بنده شی اوکه اوبه څښم په هم دی شکل باندی .مننه ستاسو دځواب په تمه

  11. داکتر صاحب له تاسو نه ډیره مننه به زړه بوری معلومات ول اوبله داچی به ښتوژبه کی دلیکلی دی

  12. سلامونه ډاکټر صاحب: ډیر په زړه پورې او ګټور معلومات دی ستاسو دهمیشه همکاری او کومک نه نړی مننه کوم چې تل دخپلو هیوداوالو سره مرسته کوې الله دپه عمر او ځوانی برکت کړه چې سره له ډیرو مصروفیاتو سره بیا هم له مونږ سره همکاری کوی.
    زما یو پوښتنه ده دمعدې په اړوند:
    زما معده دوه کاله پخوا ډیره خرابه وه چې هر وخت به زما په معده کښي ګړبړ وو هضیمه به سمه نه وه او په نس کښي به مي ګیس زیات پیدا کیده او کله کله به مې چي سړه مړی او یا هم کیک ، کلچه، مټایی او نور شیان وخوړل نوبیا به مې معدې جوش کولو. ډیر شیان به مې نشوای خوړلی لکه هګی، لوبیا، مشروبات، غټه غوښه، مرچ، خامه سبزی، او داسی نورو سختوشیانو سره به هر وخت په مشکل کښي وومه. خو یو ملا راته وویل چې چې داسې وکړه چې ته ځانته (توره هلیله) او په دری کښي ورته (هیلیه سیاه) وایی دغه واخله او بیا یی میده کړه او په کورنی غوړو کښی یی سره کړه او بیا یی دیو نسوار په اندازه له ډوډی نه وروسته له اوبو سره خوره. نوماهمداسی وکړل او تقریبآ ۱۸ میاشتی می همداشان له ډوډی نه وروسته خوړل او زه ورسره ډیر ښه شوم بغیر له مرچو نه مې هرشی خوړل او کوم مشکل می نه درلود. خو چې کله ښه شوم بیا مې خوراک پریږود او ماویل چي ماته کوم مشکل جوړ نه کړی دایمی خوراک دتورې هلیلی او اوس تقریبآ یوه میاشت کیږی چې بیا راته دمعدې تلکیف پیدا شوی ده او زه له تانه دغه مشوره غواړم چې ایا ددغه تورې هلیلی خوراک دایمی خوراک ماته تاون رسوی او کنه مګر ماته یی په اوله کښي ډیره زیاته فایده وکړه نوزه نه پوهیږم چې ایا کوم منفی تاثیر لری او که یی نه لری زیات استعمال یی. هیله کوم چې زما دغه پوښتنی ته ځواب راکړی او ډیرزیات منندوی به مویمه. وسلام صدیق الله (صدیق)

  13. سلام داکترصاحب خدای دی وکړی چی ښه واوسی
    محترم داکترصیب شفیق احمدزی یم ۲۳کاله عمر لرم او قد می ۱۶۲سانتی متره دی ۸۰ کیلو وزن لرم نو پدی عمر او دی قد کی د ۸۰د کیلو وزن سره ‌ډیر په عذاب یم هیله ده یو لاره راته وښایی چی وکولای شم دهغی په مرسته خپل وزن کړم
    مننه

  14. motaram daktar sahib salam,sehat wa salamat basheed
    az shoma yak jahan tashakor wa ba omede hamkari haye beshtare shoma
    ba ehteram.
    Z.Sidiki

  15. سلامونه می ومنی داکتر صاحب ددکومتیازو سره وینه راتلل علت سه ده او علاج یی سه ده

  16. سلام داکتر صاحب اجمل خان يم !
    داکتر صیب زه دا معدی ګیس لړم په یښورکی دوا هم واخیسته خو یو دوه میاشتی خه اوس لږ بیا مشکل پیدا شودی نس می پرسیږی ره سه وکوم داکترصیب ماته مشوره راکړه او دازما اول زی دی چی دا مشکل راته پیدا شوی دی مننه؟

  17. داکتر صاحب مننه زما دا تکلیف ده زره می رادکیزی تیغونه دیر رازی نس می باد اخلی پری درد وی غتی میتیازی می هم سمی نه وی کله قبض اوکله اسهال یم داسه وخت کیزی چه دغتوبولو رنگ هم توغوندی وی دزره ضربان می هم کله کله دیر شی که معلومات راکری دیره مهربانی به دی وی داکتر ته دیر جله ورغلم خو فرق نه کوی

  18. اسلام علیکم
    ډاکتر صاحب د معلوماتو له وړاندی کولو څخه دی نړۍ مننه او الله ج دی ستاسو په علم او زندګۍ کی نوره هم ترقی راولی
    د بحث اړوند یوه پوښتنه لرم هیله ده چی ځواب یی کړی
    زمونږ یو مریض چی شکر او د وینی غوړ یی زیات شوی وو او له امله یی چپ اړخ کار پریخی وو او د درد احساس یی کاوه خو د معالجی څخه وروسته اوس یی حالت بیرته لږ عادی شوی خو تر غالبا لسمی ورځی پوری یی هيټکي نه دریدل او بیا یی کانګی کولی او ټسټ څخه وروسته معلومه شوه چی د معدی زخم لری خو اوس یی هم کله کله هيټکی راځی او سر یی ګرزی
    نو محترم ډاکتر صاحب د علاج لپاره یوه مشوره راکړی
    ډيره مننه

  19. داکترصاحب زه دمعدی سخت تکلیف لرم کلچی درمل خورم روغ وم خو چی لس ورځی یی ونه خورم بیا تکلیف می زیات شی کچیری تاسی په کابل او یاکوم بل ولایت کی وی نو پته دی راکړه چی یوځل درشم دازما ایمل ادرس دی [email protected]

ځواب ورکول منصور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *