محمد هارون مومند –
خپله وينا مخ کې ناستو خلکو ته سمه توګه ورسوو او کله چې مخاطب لوری د ويناوال له خبرو مفهوم واخلي د پرارنټیشن په نامه يادیږي. د ښه پرازنټېشن د وړاندې کولو لپاره اړين دی چې لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ.
۱. د پیل څخه مخکې د دريځ مخې ته د يوې دقيقې په اندازه درېدل او راغلي اورېدونکي په ښه توګه ازمايي.
۲. پيل په سلام او ښه راغلاست چې ورپسې خپله لنډه پېژندنه اړينه ده.
۳. د پرېزنټېشن د عمومي موضوع په اړه لنډ معلومات، هغه متن چې وړاندې کیږي بايد په درېوو برخو وېشل شوی وي. ـــ پېژندنه: اړينه ده چې پېژندنه په ښه ډول سره پیل شي ـــ منځنی متن ډېرې اړينې او ارزښتمنې خبرې دي چې معنا ولري ـــ لنډيز: چې لنډ او مفهوم درلودونکی وي.
۴. هغه پرزنټېشن ډېر په زړه پورې دی چې په پوانټس کې لیکل شوی وي. ـــ نوموړی پوانټس اړين دی چې بېل بېل تشريح شي. ـــ د هر پوانټس په بیانولو سره ورته مثال روښانه شي, تر څو اورېدونکي په ښه توګه وکولای شي چې په هغه پوانټس ځان پوه کړي.
۵. د ګرامري تېروتنو مخه بايد ونيول شی، کوښښ وکړای شي چې پرزنټېشن له دارنګه خاميو څخه لرې وساتل شي.
۶. د مهمو الفاظو په سمه توګه کارول او هر لفظ په خپل ځای راوړل د پرزنټېشن د بيانولو مهارت لا پیاوړی کوي.
۷. هڅه باید وشي چې د عمومياتو پر ځای اړوند يوه ژوندۍ بېلګه راوړل شي، اسانه به وي, ترڅو اورېدونکي پرې ښه وپوهيږي.
۸. د پرزينټېشن په دوران کې د شخصي نومونو د يادولو څخه بايد ډډه وشي.
۹. پرزنټېشن بايد په روانه او ولسي ژبه ترسره شي. ترڅو د ژبې په ویلو کې کومه ستونزه نه وي.
۱۰. د پرزنټېشن په وخت کې بايد له سختو کلمو، ګونګو اصطلاحاتو او هم د پوهنتوني لغتونو څخه ډډه وشي.
۱۱. د پرزينټېشن په وخت کې اړينه ده چې په خپل مخ مسکا ولرو. ۱۲. که د پرزينټېشن په منځ کې د وېرې او هم بی زړه کېدو ښکار شوئ، نو د يوې دقيقې په کچه ساه اخيستل او له خپل ځای څخه لږ خوځېدل.
۱۳. د پرزينټېشن په وخت کې د خپل غږ لوړوالي, کموالي ته ښه پاملرنه وکړئ, تر څو راغلي اورېدونکو او بهر خلکو ته بې ځايه مزاحمت ونشي.
۱۴. د پرزينټېشن د متن پای ته رسېدو سره سم له خپل ځای څخه خوځېدل او د وړاندې شوي پرزنټېشن په اړه د راغلو اورېدونکو پوښتنو ته وخت وکول او د هغوی پوښنې ځوابول.
۱۵. په پای کې له ټولو راغلو, ښاغلو او اغلو اورېدونکو څخه مننه کول.
One thought on “څنګه کولاې شو چې د ویلو او پرازنټیشن مهارت پياوړی کړو؟”
  1. ولی لا زوریږو!!!!
    د ما پښین لمونځ می په لوی جامع جومات کښی وکړ تقریبآ په سلهاو کسان لمانځه ته راغلي وه او د جماعت څخه را ووتل یوه ښځه دمسجد ومخ ته ناسته وه او یو زوی یی اپریشن کړی و او بل یی په غیښ کښي کښینولی و او خلکو ته په زاری وه چي دخدای دپازه کمک راسره وکړی خو ټولو داسي فکر کوي چي موږ هیڅ نه وینو او نه یی اورو یو او دوه استثنا دی اې خلکو ! ځان ته مسلمانا ن وایو او لمونځ هم کو چي دا داسلام بنا ده نو زکات خو هم داسلام دبناو څخه دی ولی یی نه ورکو یو لس افغانې خو دهر یوه په وس کي شته چی ور یی کړي که نشته نو ماښام هر یو وخپل کور ته رنګا رنګ میوي وړي او ډول ډول مصرفونه کوي که یی نه یوسو دستي به درته ووایی چي ولی دی نه دی راوړي دبنده خبره منو دخدای ج دا نه منو او دځان نه بغیر بل څوک نه پیژنو او نه همکاري ورسره کو ايا دا ښځه خور ورور نه لري؟ایا پردې اولاد نه دی کران ، ایا دا کور نه لري؟ ایا دا زړه نه لري! ایا د دي په زړه کښي ارمان نشته اي شتمنو نور څه که مو په وس نه دي پوره دا لس اوشل افغانی خو مو په وس کي شته اي خاینانو وکیلانو او مشرانو تا سو خو ویل موږ د ملت غم خور یو او هیڅ کله چیبونه نه ډکو خو افسوس چی دا هر څه برعکس شول او ټول دکونډو او یتیمو په حق خوړلو بوخت دي بس ده نور نو بس ده لږ خو داغریبانو ته نظر ور واړوۍ تاسو هم اولاد لری پرخپل او لا د مو هم دا پیرزو دي ، بله ورځ یو ښایسته ځوان د مسجد نه چمپلان یو وړل خو خلکو ونیوی او پر راوایی چول کالي یی پرڅیري وري کړه چا ویل لاس به یی پرې کړو چا ویل مړ به یی کړو هر یوه نظر پر ورکوی هغه ډیري زاری ورته وکړي چي مجبوره وم بیا به نه کوم نو اوسپوښتنه دا ده چي موږ دحق غوښتونکي یو او دا ځوان مو پریوه جوړه چمبلانو داسی ووهی نو پر دا خبره ولی چوپ یاست چي دا مشرانو مو دکونډو اویتیمو حق وخوړی بیت المال یی ټوله لوټ کړ هلته ولي څه نه وایو که حق غواړو نو ولي هلته چوپ پاته یو دبنده څخه بیریږو او دخدای نه نه ویریږو بس ده اې ویده ولسه نور دي دغفلت خوبونه بس کړه او دخپل حق غوښتنه وکړه . د اولس بی غوري.
    غني ته خو دنړی دوهم متفکر وې او انتخابي نښان دي هم قرآن شریف دی ټول اولس تا ته په هیله و څه کم یو کال په پوره کیدو دی شپږ میاشتي د انتخاباتو سرطان و او تر اوسه کابینه نه ده اعلان شوي قانون اول تا مات کړ دنورو نه څه ګیله ده دځوانانو پّ زړه کښی خوشالی وې چي یو ویشتمه پیړی ده وطن به ګل و ګلزارشي وطن به جوړ شی خو افسوس هغه ټول ناهیلي شوه بیکاره بیکاري ده یو دولتي بست ته مي ځان کاندید کړی دی نهه میاشتي کیږی چی تر اوسه یی دامتحان درک نه شته هغه کامیابي او ناکامی خو هلته پریږده دټولو په زړه کښی ډار دی چاودني سړی تښتوني په عامه کیږی ټول حقیقت اوس هم ټول پټ دي څوک دویري څه نشي ویلای زما په فکر کارونه خو ټول الهي دی خو الله ج وایی ته حرکت کړه زه به برکت کړم حالات مخ په ورانیدو روان دي چي ماښام ویدیږو په زړه کښي مو داوي چی صبا به څه کیږی داسي غریبان شته چي دماښام دپاره ډوډی نشی پیداکولای اې ع غ تا سو خپل اولادونه خارج ته استولي او په هیڅ هم نه دي د یوي ورځی مصرف یی په لکها و افغانیو ته رسیږی دیو ځوان په صفت بس ده دایو یو کور مو په دوبی لندن او امریکا کښي بس ده یو څه خو د دي خوار اولس دپاره وکړی نږدې ده چی تا سو به د دې کارونو جزا و وینی. دمشرانو بی غوری
    په ډير درنښت
    عبدالتواب (بارک)
    کندهار

ځواب ورکول Abdul Tawb (barak) ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *