مخامخ د هدف پر لور——-←
فکر وکړئ د موټر سرعت مو ۱۲۰ کیلومتره په یوسه ساعت کې دی، نا څاپه مو د موټر کنټرول له لاسه ورکوئ او مخامخ درته یو دیوال راځي. څه فکر کوئ، چې په دې وخت کې به مو پرېکړه څه وي؟ کېدای شي و وایئ، خپلې سترګې پټوم څه چې وشول وبه شي په داسې حال کې، چې دا خبره سمه نه ده.
د موټر ځغلونې تکړه لوبغاړو دغه څه ښه زده کړي وي، چې باید د عادي چلوونکو هم زده وي.
کله، چې د موټر کنټرول له لاسه ورکوئ، فکر او سترګې مو باید یوازې هغه ځای ته وي، چې غواړئ ووځئ؛ نه هغه ځای ته، چې ترې راغلي یئ او یا هم اوس په کې موقیت لرئ! یوازې په هغه ځای تمرکز وکړئ، چې غواړی ورته ورسېږئ.
اوس داسې فکر وکړئ، چې د ژوند کنټرول مو له لاسه ورکړی، څه باید وکړئ؟
ژوند هم له دغه څه څخه مستثنی نه دی.
سترګې باید یوازې په هغه ځای کې خښې کړئ، چې غواړئ ځان ورته ورسوئ.
که مو په همدې نېږدې وختونو کې ټولې پیسې له لاسه ورکړې وي، د تېر په اړه هېڅ فکر مه کوئ او د ځان یا نورو د ځورونې سبب هم مه ګرځئ.
خپلې هیلې او غوښتنې مو په ذهن کې وساتئ او یوازې د موخې په اړه فکر وکړئ.
څه مو چې خوښ وي تمرکز پرې وکړئ:
اصلي «تمرکز کول» پر یوې یوې موضوع په کار دی ان څېړنو هم دغه څه تایید کړي دي، چې که د یوه څه په اړه په خپل ذهن کې تصویر جوړ نه کړئ ورته رسېدلای هم نه شئ.
کله، چې تاسو ورزش کوئ په ذهن کې مو کټ مټ هغه الکترو شمیایي تغیرات راځي، لکه د تمرین پر وخت کې چې ستاسو په وجود او غړو کې راځي.
دا په دې مانا ده، چې کله انسان په خپل ذهن کې تجسم سازي کوي داسې ده، لکه خپل ذهن، چې پروګرام کوي.
ماشومان ولې زر شی زده کوي؟
ماشومان ځکه زر شی زده کوي، چې د دوی په طبعي ډول له تجسم سازۍ څخه ګټه اخلي.
دوی په خپلو تخیلي ذهني فلمونو کې نقش لوبوي، خو ستونزه یوازې دلته وي، چې دوی یوازې د ذکاوت له مخې پرېکړه نه کوی او بس!.
دمطلوبو پایلو لاسته راوړل:
تاسو کولای شئ د خپل ذهن په فلمونو کې د رول لوبلو په وسیله ښه عادتونه د بدو هغو پر ځای وټاکئ او یې ځای ناستي کړئ. خو پام مو وي، چې د دې کارونو په کولو سره کېدای شي له ځینو ستونزو سره هم مخ شي، ځکه مقابله حتمي ده.
ډېری کسان په داسې شیانو فکر کوي، چې ورته مهم نه وي، همدا لامل دی، چې بیا مطلوبه نتجه هم لاسته نه شي را وړلای.
د بېلګې په توګه غواړئ سلو کسانو ته وینا وکړئ، تر شروع مخکې ځان ته وایئ: (لړزېږه مه!،عصبي کېږه مه!، جملې هیرې نه کړې!، ))
له ځان سره وایئ ما خو ځان ته ویلي و ، چې «جملې درنه هېرې نه شي» نو بیا ولې داسې وشول؟
دا چې وایۍ چې داسې باید ونه شي په دې سره تاسو خپل ذهن ته منفي ذهنیت ورکړی، ښه خبره داده، چې د دې پر ځان ته وایي چې نن غواړم د نورو ورځو په نسبت په جرآت سره خبرې وکړم او مخکې له مخکې درته یو مثبت ذهنیت جوړ کړئ.
یو ډېر مهم او اړین قانون.
هغه قانون، چې د هرې مور او پلار باید زده وي او هر ښوونکي یې باید خپلو زده کوونکو ته ور زده کړي او په درشت خط د خپل زړه پر اسمان ولیکل شي دا دی، چې (( تاسو نه شئ کولای خپل ذهن ته د یوه کار د نه کولو دستور ورکړی بلکې ستاسو ذهن یوازې د هغې موضوع په اړه له تاسو څخه یوازې تصویر غواړي او بس))
که تاسو ټول ژوند په دې ډول خبرو سره تېر کړئ، چې ((نه غواړم یوازې اوسم، نه غواړم چاغ شم او نه غواړم چې ماتې وخورم…)) دلته ده، چې تاسو یوازې په خپل ذهن کې منفي تصویرونه حک کړي. په دې ډول سره به ستاسو په قسمت کې یوازېتوب، چاغي او ماتې ضرور راځي. نو له دې کبله تاسو باید تل د هغه شیانو په اړه فکر وکړئ، چې غواړی یې. نه د هغه شیانو په اړه، چې نه یې غواړئ.

2 thoughts on “څه مو چې خوښ وي تمرکز پرې وکړئ/ژباړن: حمیدالله حمیدي”

ځواب ورکول Zarghoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *