تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لوري د تروریزم ملاتړ ته په اشارې وویل، څوک چې د تروریستانو ملاتړ کوي، په نړۍ کې رټل کېږي.

ولسمشر غني، چې هند ته په سفر تللی، د دغه هیواد له این ډي ټي وي سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په سیمه کې د تروریزم د پای ته رسېدو لپاره یوازینۍ لار دا نه ده چې پر پاکستان بندیزونه ولګول شي او که فکر کوي چې دا ډول اقدام به منفي عواقب ولري؟ وویل:

«که دوی د تروریزم ملاتړ کوي، لازمه ده د دولتي تروریزم نوم ورکړای شي. خو یوه مهمه او قانوني لاره شته چې باید لومړی اسناد او شواهد بشپړ شي، بیا قضاوت کېدای شي.»

له افغان ولسمشره بیا وپوښتل شول چې که قضاوت وشو او اسلام اباد خپل دریځ بدل نه کړ، نو ایا پاکستان د بندیزونو له خطر سره مخامخ دی.

غني وویل«هو، زه فکر کوم دی.»

د افغانستان ولسمشر همداراز وویل«ځیني مشران داسي لارې غوره کوي چې خپلو هیوادونو ته زیان اړوي، خپل خلک تاواني کوي. څه چې زه په مشخص ډول غواړم یاد کړم دا دي، څوک چې تروریستانو ته سترګک وهي او یا سترګې پرې پټوي، بالاخره منزوي کېږي.»

ده این ډي تلویزیون ته همداراز وویل، په کابل کې پر افغان امریکايي پوهنتون د حملې په مهال یې د پاکستان د صدراعظم نوازشریف په ځای د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز نوازشریف ته مستقیماً ټېلفون وکړ او له هغه یې وغوښتل چې د حمله کوونکو او په پاکستان کې د هغو د مشرانو ترمنځ د موبایل ټېلفون له لارې تماس روان دی، پر ضد یې اقدام وکړي.

پر افغان امریکايي پوهنتون په تروریستي برید کې د یوه استاد (خپلواک) په شمول ۱۶ تنه محصلان او امنیتي ځواکونه ووژل شول.

ښاغلي غني زیاته کړه:«د افغانستان د ملي امنیت ريیس او اجرايي رييس عبدالله حاضر ول او عملیات لا روان ول، چې ما د حملې د عاملانو نومونه جنرال شریف ته وښودل. پکار ده چې دا واضح کړو چې دا یوه مهمه شېبه ده او پکار ده چې انتخاب وکړو. له ښه مرغه، دوی ځیني کسان ونیول، خو پکار ده چې دې ته د لویې مسلې په سترګه وګوري. حمله له داسي ځایه تنظیم شوې وه چې هلته په ښکاره کسان جلب و جذب کېږي او د ملاتړ شبکه یې موجوده ده. دوی مسوولیت لري.»

په همدې حال کې تېره شپه په امنیت شورا کې پر افغانستان د بحث په مهال په ملګروملتو کې د پاکستان استازې ملیحې لودي له افغانستانه وغوښتل چې تروریستانه ته اجازه ورنه کړي چې له خاورې څخه یې د حملو لپاره پاکستان ته واوړي.

3 thoughts on “څوک چې ترهګرو ته سترګک وهي او یا سترګې پرې پټوي، منزوي کېږي”
  1. مونږتاسره موافق یو! چه ځنی مشران داسی لارغوره کوی چه خپلو هیوادونو ته زیان رسوی خپل خلك تاوانی کوی ،خوداسی به ووایو چه غلو امفسدینو ته سترګکونه وهی اوخپلی ګټی ګوری اونه هیواد پیژنی اونه خپل خلك ،اوخلك اوهیواد ئې لاس کی نشته خودروغ ،ډیر وائې اولاپی ډیری کوی ،اودمجرمانو تولید لپاره ئې،کورسونه جوړکړی ،اوولس واکی ،په ارګ واکۍ کی خلاصه کړی ده ؟ والسلام .

  2. Salamooona
    Mong de woolasmashar mlatar kawo bagher da fighlee taglari na monafiqan monafiqat na pregdi allah mehraban da yawa lar ba allah paida kri kashkai saqawyan e khpal dareez ta pregdi har sa ba joor she de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.

  3. زہ مڑہ دہ رزیل بچییہ تہ سوک یے چہ دومرہ غٹے خٹے خبرے کوے۔ ورک شہ چرتہ ہندوانہ تہ کونہ ورکڑہ چہ سوڑشے۔

ځواب ورکول alamoona gharkaweena ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *