سردار محمد ټوله ورځ د دنیاجهان خبرونه اوري او سرې ماښام  راډیوي او تلویزني خپرونو ته په ټیلیفونو سر کیږي.هرماښام ېې هم دا حال وي.خو نن یې هیچا  هم ټیلیفون نه اخیسته.زړه کې ېې  ډیرې خبرې وې او غوښتل ې چې نن دا زړه چرته تش کړي.اخر یوې خپرونې سره رخ شو.(السلام علیکم زه سردار محمد خبرې کوم) د خپرونې کوربه ورته وايي(سردار محمد صاحب مهرباني وکه که کوم نظر یاپوښتنه لرې نو وې کړئ) سردار محمد وايي (نظر او پوښتنه نه لرم بلکې شکایت لرم بلکې ګیله لرم بلکې غصه  لرم. اوله گیله خو تانه لرم . ای د دې خپرونې میزبانه. ستا غږ خپل دی خو بیان د بل ېې، ژبه ستا ده خو ترجمان د باطل ېې.هسې دروغ واېې چې ریښتیا وایم. د بل  تنخا اخلي ، د بل نه  وینا اخلې ،د دروغو ادا لرې ،مصنوعي خندا لرې.ته به ما څه خبر کړې ته پخپله ناخبره ،بې شجره  او در په دره ې. خپل وطن  د بل په سترګو وینې او ځانته سترګور واېې .خپله څهره شجره او هنجره خرڅوې او وايې چې مخور، منور او سخنور یم.بس دې نور خلک مه غوله .ډیره ګیله مې درنه کیږي.

بله ګیله مې ستا د  دې میلمنو نه کیږي. ډیر سخت منافق، دروغجن او کبرجن دي . دغه انقلابي چې سترګې ېې  کږې او بریت ېې اوږده دي .هر یو  د وهلودی ،د اعدامولو دی او د ځوړندولو دی.که څوک ېې د ځوړندولو نه وي نو لاړ دې شي  خپله دې ځان غرره کړي ،ورکه دې خپله دا څهره کړي .ختمه دې دا بې ننگه  ډرامه کړي. لاړ شئ ښخ شئ ،د هغو سره چې ژوندي مو ښخ کړیدي او ورک شئ د هغو پسې چې ژوندي مو  تري تم  کړیدي.دوي شرمیږي نه چې شین افغانستان ېې راته په وینو سور کړو.بیا د سرو سره ورپسې ، د تورو سره  او اوس  د سپین مخوو سره ودریدل او د یو بل مخونه ېې اول امو کې بیا راوي کې  او ورپسې د چاراسیاب  اوبو کې یو بل ته  ومینځل .

دا بل میلمه چې نن راته د بشر د حقوقو رباب غږوي، نه شرمیږي چې  پرونه پورې  ېې پیښور کې مړي په بوجو کې منډل .کوټه سنګي کې ېې میخونه  په سرو کې  ټومبل او قلعه جنګي کې ېې  مړي  په ادیرو کې ویشتل. نن ېې تور مخونه وینځلي ، په وینو سره لاسونه ېې  د ولس په مخونو را ښکلي  او وايي چې د افغان دپاره حق غواړو. بیخ دې ووځه ،زه درنه حق نه غواړم، حساب غواړم . د اووم ثور نه تر اتم پورې، د وویشتم  ستمبر نه تر یولسم پورې او تر ننه پورې د هرې قطرې ویني  جواب او د هرې بې پته او وژل شوې نیازبینې د سر حجاب غواړم.دا لکونه  قبرونه چې نن  وینې د دوي د  قاتلانو کتاب غواړم .څه شول په زمکه ښخ شول که اسمان  وخوړل. همدغه دي کنه چې یا به د تلویزون په مباحثه کې ناست وي. یا به کابینه کې ناست وي یا به کومه  جرګه کې ملاست وي او یا به دوبۍ ته ځغاستي.

والله که د هیچا په خبرو مې باور شي .ټول دروغ وايي.وګوره هغه غازي ته چې ټوله شپه همدا یو ګردان کوي چې( که چا یو انسان بې ګناه ووژلو هغه داسې دی لکه ټول انسانیت ېې چې وژلی وي). خو په  هم هغه شپه  بیا په سړک بم ښخوي ، ورا او جنازه په بم الوزوي. مکتب ته بارود وولي، قران او سیپاره  ورسره سم الوزوي.ولې د الله په نوم د الله  د حکم سره سم کارنه  کوئ  ؟.که بل څوک ېې ستاسو په نوم وژني نو ولې ترې انکار نه کوئ؟. هغه چې غورځولي ېې ، پرځولي ې  او شرمولي یاستی، هغو سره خو کیسې ، جرګې او مشورې کوئ او چا چې درته هیڅ هم نه دي  ویلي هغه قتلوئ،  پرځوئ او بې کوره کوئ.که  په دې مړو د امارت قایمولو دپاره جنگ  کوې نو ادیرې خو ډیرې دي او که ژوندي  دې  پکار وي نو پخپلې  خاورې، پخپل اختیار  شئ ، که جنرال مالک  سره معامله کولی شی نو جنرال امرخیل څه ګناه کړې ده ؟.

او ګوره چې ټیلفونه راباندې قطع نه کړې، سخته ګیله   خو مې د بي دوه پنځوس شاهسواره،  زما د باچا د یاره او د نړۍ د امن د ټیکداره کیږي.  د خر په ځای کولال داغول مه کوه .هر چا سره کوه خو افغان سره دا چل مه کوه . دښمن دې ایبټ اباد کې راووځي او ماشومان په اسعداباد کې وژنې. دا څنګه دیموکراسي ده چې زما د شلو ګلالیو سره خپل یو لیونی نه برابروې .ما ویل چې ته به د بوسنیاپه شان  زما جنګي مجرمان رانیسي تا خو ورته ګلونه اومیډالونه ورکړل.ما خو ویل چې ته به کنډوالې را ابادوي تا خو د شته کورونو  نه خلاص کړو.اوس مې نه په تا اعتبار شته ،نه ستا په یار. اوس ته خپل کار کوه .زه به خپل کار.

لویه گیله خومې پخپله د ځانه کیږي، د هر افغانه کیږي. دا چې رشوتخور ته رشوت ورکوي. دا چې هر چور ته فرصت ورکوي او دا چې مردارخور ته قدرت ورکوي. دا ټوله گناه زموږ خپله ده. که غل ته مو ځای نه ورکولی نو کورونه به ورانیدل څنګه؟ که موږ راېې نه ورکولې نو دا تاریخي ظالمان به وکیلان کیدل څنگه ؟ .دا که مو ورته زنده باد نه ویلې نو دا خاینان به وزیرانو سره کیښناستل څنگه؟ او دا چې موږ ورته لاسونه نه پړقول نو دا  مجرمان به قاضیان کیدل څنگه؟.  دا ټوله گناه زما خپله ده. اصل مجرم زه یم. ټول قصور زما دی. دا ټول دستور زما دی. د یوه سوري نه څو څو ځله خوړل شوی یمه. خپل لستونړي نه  خپله چیچل شوی یمه.

نور نه شکایت کوم نه گیله کومه. نه غم  او نه غصه کومه. بلکې یوه ساده عاجزه دعا به د خپل رب نه کوم چې پخپله زما لاس نیونه او د مجرمانو نه پوښتنه وکړي.

خدایه چا چې دا اور ماته بل کړی. هم هغه پکې غوټه کړې، ایره ایره کړې او لمبه لمبه کړې

زما جانان جانان وطنه ،افغان وطنه

ستا د وجود اورونه ستا په دښمن پورې شه

ستا گلالي گلالي گل گل ځوانان په وینو ولمبیدل

ستا گلغټۍ  تنکي تنکي ماشومان بې وخته ورژیدل

په گلدرو دې وریږي اور له اسمان وطنه

ستا دوه نسلونه. گلالي نسلونه  لوی په باردو کې شول

د درد او مینې د وفا رنگونونه توی په بارود کې شول

د هر ځیگر نه وینې څاڅي د خفگان وطنه

ای لر او بر په پښتنو مینو چغې مه اورئ که نه

د احمد شاه او خوشال خان زامنو چغې مې اورئ که نه

ستاسو د ننگ په خاوره جوړ دی چور تالان وطنه

ستا په دې تورو تورو غرونو کې به د ژوند ښکلا جوړوو

ستا په کوڅه کوڅه دشتونو کې به رنگ او رڼا جوړوو

ته مې وجود، ته مې جامې ،ته مې گریوانه وطنه

زما جانان جانان وطنه ،افغان وطنه

ستا د وجود اورونه ستا په دښمن پورې شه

2 thoughts on “څوک ېې اوري که نه؟/ مطیع الله عابد”

ځواب ورکول اوښتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *