تاند، سه شنبه، د عقرب ۷مه: په داسې حال کې چې له یوې خوا پاکستاني پوځیانو د کونړناړۍ ولسوالۍ کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه جګړه کې درې افغانې مېرمنې وژلي او د یو ماشوم په ګډون یې ۴ نور ملکیان ټپیان کړي دي، بلخوا لیدل شوې چې په کابل کې د پاکستان سفارت له کشمیر سره د خواخوږۍ غونډه نیولې او په دې غونډه کې یو شمېر افغان سیاستوال لیدل شوي دي.

پاکستان خپلو ټولو دپلوماتیکو دستګاو ته د هند تر قانوني ولکې لاندې د کشمیر تر راتلو وروسته امر کړی چې له کشمیریانو سره د خواخوږۍ ورځ ولمانځي.

په همدې لړ کې تېره ورځ د پاکستان په سفارت کې جوړوشویو مراسمو ته ګڼ سیاستوال وربلل شوي وو، خو د پاکستان له ځینو ډېرو نږدې کسانو پرته بل څوک نه دي ورغلي.

په ټولنیزو رسنیو کې راوتلي یو انځور کې لیدل کېږي چې د پاکستان د استخباراتي کړیو سره په نږدې اړیکه تورن پیر سید حامد ګېلاني، پیر سید اسحاق ګېلاني، ذبیح الله مجددي او د اجرائیه ریاست سلاکار غازي نواز تڼی د ولسي جرګې له یو بل غړي ابرار الله مراد سره خوا په خوا ناست دی او له مراسمو خوند اخلي.

خو په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان سفارت ته په ورتګ د فعالانو بېلابېل غبرګونونه لیدل کېږي.

خوشال خلیل وايي، پخوا به د پاکستان د سفارت په کوربه توب غونډو ته ډېر خلک ور روان وو، مګر اوس د ده په وینا له یو څو بې کاره پرزو پرته څوک نه ورځي او دا ښيي چې پر کابل د پاکستان نفوذ کم شوی دی.

نجیب ننګیال بیا وايي، پاکستان له یوې خوا افغانان په وینو لمبوي، له بلې خوا افغان سیاستوال پر خپل وجدان پښې ږدي او د کشمیر په خواخوږۍ د پاکستان غونډو کې ګډون کوي.

بلخوا په کابل کې د پاکستان سفارت هم په خپله ویبپاڼه تایید کړې ده چې د سفیر زاهد نصرالله خان له لوري د کشمیر له خلکو سره د خواخوږۍ مراسم لمانځل شي دي چې یوه لویه برخه افغان سیاستوال هم وربلل شوي وو.

One thought on “څو افغان سیاستوالو د پاکستان سفارت کې د کشمیر د خواخوږۍ ورځ لمانځلې”
  1. د بی شرمه سیدانو دی کور وران شي
    دغو خرو، دغو غوایانو دی کور وران شي
    نه یې شرم نه حیا شته په وجود کې
    د پسو د خور سګانو دې کور وران شي
    لوی حضرت هم رامعلوم شو ډالخور و
    تش په نوم مسلمانانو دی کور وران شي
    د امین له تورې پاتو مفسدینو
    د پنجاب د مزدورانو دی کور وران شي
    په امید د غنیمت مجاهدینو
    د هیرا مڼدۍ غازیانو دی کور وران شي

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *