قانون:

کله مو چې زده کوونکو ته کتابونه ورکول له مور سره یې راغله. مور یې د ښوونځي له امر او سرښوونکې سره څو شیبې وغږیده، دې هم د دوهم ځل لپاره بیا د هماغه ټولګي کتابونه واخیستل او لاړې، د تل په څیر شوخه او خندانه نه وه. ښکاریده چې ناکامۍ ډير بد اثر پرې کړی.

ورغلم له سرښوونکې مې وپوښتل: د …… مور ولې راغلی وه؟

وویل: د لور د کامیابۍ لپاره یې زارۍ کولې، ټول کال یې په زړه نه وه اوس یې لور په زړه شوه، وایي که یوه ښوونکې دری نمرې مرسته ورسره وکړی نو مشروطه به شي او کال ته به دا ټولګی له سره نه وايي. که پلار یې خبر شي ښایي له ښوونځي یې راوګرځوي.

– تاسو څه ځواب ورکړ؟

– څه ځواب مې ورکړ؟! جدولونه جوړ شوی کتل شوي او نن سبا یې لیږو څوک یې ورته بدلوي اسانه کار خو نه دی.

ورته ومې ویل هیڅ امکان نه لري. پریږده یې! دا خویندې د درس ویلو نه دی مشره خور یې هم همداسې وه. ښوونځی یې پریښود او لاړه واده شوه.

– وی الله خیر دی زه یې ورته بدلوم، تاسو یې راکړی.

– تر پرونه خو دې ویل چې امتحانونه مې دی، اوس څه وشول چې تیار جدولونه بیرته له سره لیکې؟!

– لیکم یې ، چې دا یې د مشر خور په څير نه شي.

– نه چې هر څه وي زه یې نه درسره منم، دا جرم دی، قانون دا اجازه نه راکوي.

– قانون به هغه وخت هم له دې سره مرسته وکړي چې پلار یې له ښوونځي نه منع کړي؟!

– اف ته څومره ډيره غږیږې. ته پوه شه جدول دې پوه شه!

د امتحانونو په شپو کې مې چې جدول له سره جوړو نو ځانته مې دا ډاډ ورکاوه( قانون د خلکو د نیکمرغۍ لپاره جوړیږي.)

///////////////////////////////////////////

مناسبتونه:

پرون سهار چې ښوونځي ته تلم په ټوله لاره کې یې د افغان شهیدانو عکسونه راځوړند کړي وو ډیره یې وځورولم. په ښوونځي کې یوه زده کوونکو رانه پوښتنه وکړه: ښوونکې صاحب د سبا ورځې رخصتي د څه لپاره ده؟

  • امممم څه درته ووایم له دې ورځې نه هر څوک بیل تعریف لري.
  • نو موږ څنګه پوه شو چې دا کومه ورځ ده؟
  • تاسو چې لوی شوی په دې اړه مو ټولې خبرې او کیسې واوریدې او پرې وپوهیدی بیا په خپله ورته یو نوم پیدا کړی.
  • نو اوس څه وکړو؟
  • اوس له خپلې رخصتی خوند واخلی!

ټولو وخندل. له ټولګي راووتم. تر څنګ ټولګي نه هم ښوونکې راووته ویې پوښتل: ولې خاندې؟

کیسه مې ورته وکړه. وویل: زده کوونکو ته د خپل تاریخ ورپیژندل زموږ دنده ده.

ځواب مې ورکړ: په دې پوهیږم، خو نه پوهیږم څنګه یې درته ووایم! د هغې ورځو د شهیدانو څیرې مې سترګو ته ودریدې. ترې وشرمیدم!!

/////////////////////////////////

څراغ:

په څوکۍ کې هوسا ناسته وه، لکه د صبر ونه په ځان ډاډه او له وقار ډکه. د خلکو سره د مرستې، لاس نیوي او د ژوند له ډيرو لویو لویو هڅو او ستړیاوو یې په ډيره ارامۍ غږیده. سترګې او لاسونه یې موزون خوځیدل، خبرې یې دومره خوږې او ساده وې چې ډیرې کیسې راته د سترګو لیدلی حال ښکاره شو او په ډيرو تجربو کې مې ځان ورسره شریک حس کړ. له زړه مې غوښتل چې د بریالیتوب له مزله یې خبره شم.

ترې ومې پوښتل: غواړم چې پوه شم له اوله مو څنګه او له کوم ځایه شروع وکړه؟ څنګه دې ځای ته راورسیدې؟

ښکته یې وکتل، وروځې یې سره کش کړې. بیا یې دسمال په لاسونو کې غبرګ کړاو کیسه یې د خپل پوهنتون د لومړۍ ورځې څخه شروع کړه. وویل: پلار مې چې په پوهنتون کې شامله کړم په خپله کلي او کورنۍ کې یوازینۍ لوستې نجلۍ وم، خوشاله وم او د هيڅ ستونزې په اړه مې فکر نه کاوه. پلار مې راته د نصیحت په دود تر غوږ راتیره کړه: ( لورې! زموږ ټولنه ډيره خواره ده، په مخکې کې به دې ډيره ستونزې راشي، خو زه په تا ډاډه یم چې مخته تللی شې. یوازې دا درنه غواړم چې د چا د لاس نانځکه نه شې هر څه چې کوې نو خپل تیر، راتلونکی او خپل ښځمنتوب په پام کې نیسه! هڅه کوه چې هر کله په خپل ځان ډاډه واوسې.) د پلار همدا نصیحت مې راته د لارې څراغ شو.

————————–

په تاند کې د اغلې غني نورې لیکنې

په پل کې د اغلې غني لیکنې

2 thoughts on “څو لنډ نثرونه/ لیکواله: نعیمه غني”

ځواب ورکول نعیمه ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *