تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۸مه: د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په مرکزي دفتر کې یې د تفتیش ځانګړې پروسه پای ته رسيدلې او د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې به ډیرې ژر اعلان شي.

کمېسیون نن دوشنبه سهار تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې د تفتیش ځانګړې پروسه د ټاکنیزو شکایتونو او د ټاکتیزو ټیکټونو د څارونکو د سترګو په وړاندې په بریالیتوب سره بشپړه شوه.

خبرپاڼه کاږي، د بدخشان ، تخار ، سرپل ، فاریاب ، غزني، ننګرهار ، هلمند ، کندهار ، کابل ولایتونو د رایو بیا شمېرنه او په غزني ، هلمند او سرپل کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پریکړو د تطبیق پروسه په بریالیتوب سره بشپړخ شوې ده.

د ټاکنو کمیسیون ټینګار کړی چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د پریکړو د ځانګړي تفتیش او تطبیق پروسه د انتخاباتي کمیسیونونو لخوا پیل شوې او د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایلې به د دې پروسې په پای کې اعلان شي.

د ټاکنو کمیسیون پرون اعلان وکړ چې د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون د پریکړې پراساس یې د رایو د برخې بیا شمېرنې او بیا کتنې پیل کړې دي، مګر څو ساعته وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ “ثبات او همپالنې” ټیم دغه پروسه رد او غیر قانوني اعلان کړه.

د ثبات او همپالنې ټیم لوړ پوړي غړي فضل احمد معنوي، په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د جنجالي رایو د ځانګړې پلټنې پروسه د قانون خلاف وه او پرته د ټاکنو د ټیم ناظرینو او شکایتونو کمیسیون له حضوره مخته تللې ده.

هغه ګوته وڅنډله که وضعیت همداسې دوام ومومي ، نو د ثبات او همغږۍ ټیم به له پروسې بهر وي او هیڅ څوک به ونشي کړای چې په خلکو جعلي ځان جوړونکې پایلې مسلط کړي.

ښاغلي معنوي پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې دا په افغانستان کې د ډیموکراسۍ خوندي کولو وروستی چانس دی او دوی باید د حق لپاره ودریږي ځکه چې دوی په یو ډول د ټاکنو په پروسه کې دخیل دي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د ثبات او همپالنې د ټیم په ځواب کې بیا وویل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون به یوازې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پریکړې پلي کړي چې دا به د ټاکنو د نهایي پایلو د اعلان لپاره لاره هواره کړي.

One thought on “د ولسمشرۍ ټاکنو نهایي پایلې به ژر اعلان شي”
  1. هیڅ یې مه نهایی کوی تاسو له دې ټاکنو سم د بسوګې واده جوړ کړ هېواد ته مو کلکه ضربه ورکړه کار وبار مو خراب کړ وروسته له پنځه میاشتې او یویشت ورځې وشوې چې تاسو شمارنه پوره نکړه

ځواب ورکول حیات الله نیازی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *