زموږ لومړى کورد کابل زاړه ښار په دوهم پوړکې و. شريکو د يوالونو يې ما ته عجيبه خوند راکوه ، پربا مونو به يې سيل، سيل کوتروغاړې وهلې، شغ را ټيټې به شوې ، نرى شمال به يې جوړکړ . لکه زما د زړه پرغولې چې کښينې. ګونګروګا نو به يې غوږونه را تخنول . په ژمي کې به يې د کورونو له موريو غوسکه ، غوړسکه دود خوت. د کب په مياشت کې به د شنه اسمان ترکوبې لاندې، د زاڼو قلقلې وې .د دې کلي کورکسانو به له يوه څګي (داوبوڅاه) اوبه څښلې .

له هغه ځايه مې زړه نه راکېده ، په همزولو پسې مې تودې، تودې توې کړې خو پلارته مې حکومت بل ځاى کور ورکړ. لومړي کورته زموږ د انا لرې خپله را اموخته وه ، ژمى به لا رابر نه و، ښځې به لکه د کاغ پښه، وچه تنه نيولې وه. يوه او بل به سره ويل د سپيرو کڼاوو واله بيا راغله، ما به مې مور پوښتله، ولې داسې خړه لمبه کوي؟ ادې به وچه ککړه راته وکړه:

_ د بورې، خاوره توره د ه. د باغ خيرن مميزبه يې له څو پاستو سره په بنۍ کې را نغښتي وو. په ښۍ سترګه کې يې نرى پرده وه ، لکه د دو ورځو سپوږمې چې يې د سترګې د ګا ټې څنډه نيولې وي. د ادې او ابا به مې پام ورسره غلط و خو نوربه ټول ورته په بد ورګ وو، وړو پسې به بيا دې بلا پسې کوله.

د ښارخلک ايله په ژمي کې يوه خونه تود ه کړي. تر تورې بخارۍ به ګرد را تاو وو په هم دې ټيل ما ټيل کې به دې هم زورونه وهل. د ښځې به چې يخسوز وغوړيد ه ، خولې ته به يې چوشکى ورکړ. د پلارد کور کيسې به يې سر کړې ، ويل به يې :

_ پلا ر مې د وخت صوبدار و(پخوانۍ دولتي رتبه)، له هندوستانه به يې غجرۍ سره او سپين زر راړل . د جا نان پيا لې يې (پخوانى قيمتي پيالې) تر ژوندونې پرسرګرځيدې.

د ښځمونو به يې کيسوته نيمى ينه نه وه، ژر، ژر به يې ورله غاړې کارونه حلا ل اومردار ترسره کړل، مخې ته به يې لکه د باز چګسى يا ټوسپکي کښېناستې .

هرکال مو يو مږ راچپه کاو ، د د دې له توسنه به د کا ل په نيمايي کې خنجوړى (لږ) نه و را پاته

ابا مې کيسه کوله:

زما نيکه يې ياداوه چې

د اوزګوړي له غوښې به يې په خوند ژبه ټکوله، خو ابا کله هم د اوزګوړي غوښې په موږ ونه خوړې . يونيم وخت به ادې هم د ښځې له خبرو سربداله شوه ، مخ به يې ور واړاوه او ترخه به يې ورته وکړه :

– يوخو دې د ژمي ميلمه خاورې سي. پسې زيا ته به يې کړه : پخوانو متل کړى   جار ترهغه ميلمه چې ته پرې خبريږې او د ده سهار بړستن ګوګ ولاړه وي، دى کټيدلى وي. ښځې به وخند ل پوزه به يې لکه د ماهي چنګک ورغبرګه شوه په ټيټ سربه يې وويل:

– زه څيله مسته يم. د ژمي ليوه يم .

خوب کې به لټ په لټ اوښته، لکه پر زاړه کټ چې هډورسړى پروت وي، تمامه شپه به څخنېد ه . سها ر به بيا وخته لکه د مړي چې، تر ګور پښه جګه راوخيژي ، په ځاى کې سنګينه ناسته وه . يوه ورځ مې د بړستنې تر چولې ورکتل، لکه د موږک لکۍ، نرۍ چوټى يې مخې ته ور واړوله، څوکې يې پر ژبه ورلندې کړې ، بېرته يې شا ته واچوله. په ګوتو يې څه شمار وکړ، ستر ګې يې د ګل په رنګ ولړلې . ښه مې په ياد دي، په هماغه ورځ ورنه خلا ص شوو. کلونه کېږي ښځې پښه نيولې ده، چې تله د مخې له جيب نه يې دوه درې خيرنې پتاسې راکړې. کله، کله مې و يادېږي چې کاش يوار بيا راغلې واى .

One thought on “څيله مسته (لنډه کیسه) اسدالله نيازی”
  1. په مسافره پيشلمي كه يي د وطن كلي را په ياد كَر (فضل الرحيم المان سخه)
    خوندوره كيسه وه

ځواب ورکول فضل الرجيم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *