تاند، چهار شنبه، د قوس ۶مه: یوه نوې څېړنه ښيي چې له جرمني او اروپايي هېوادونو څخه اخراج شوي افغان پناه غوښتونکي په خپل هېواد کې د وژل کېدو، اقتصادي ستونزو او افراطیت خواته د اوښتلو له ګواښ سره مخامخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو او ولسواکۍ له ادارې ای ایچ آر ډي او سره سره د میډو انټرنیشنل موسسې په دغه ګډ تحقیق کې له ګڼو افغان پناه غوښتونکو سره مرکې شوې دي او ټولو ویلي چې له اخراج وروسته له دوی سره نه هم حکومت او نه نړیواله ټولنه کومه مرسته کوي.

دغو دواړو بنسټونو له اروپايي ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ ودروي ځکه دوی په خپل هېواد کې له اقتصادي بې وزلۍ، د یاغیانو لخوا د وژنې، بریدونو او یا هم له وسله والو ګروپونو سره د یو ځای کېدو له امکان سره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ موسسې رئیس هادي معرفت وايي، د افغانانو اخراج له ټولو انساني اصولو خلاف کار دی: (( په داسې حال کې چې د جرمني حکومت د سوریې خلک نه اخراجوي مګر افغانان درګرده اخراجوي، دوی دومره فکر نه کوي چې د دوی لخوا شړل شوي افغانان په خپل هېواد کې وژل کېدای هم شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د سولې د نړیوالې سروې له مخې افغانستان د ۲۰۱۹ کال تر ټولو خونړی هیواد بلل شوی او ویل شوي چې له ۲۰۱۴ څخه چې نړیوال قوتونه د یاغیانو په مهارولو کې ناکام شوي دي، دا مهال ۴۰ سلنه خاوره د مخالفانو په لاس کې ده.

One thought on “څېړنه: له اروپا راشړل شوي افغانان یا وژل کېږي، یا ترهګرو ډلو ته ورځي”
  1. کچیری افغانان یووالی ته مخه کړی او د سیمی او ګاونډی هیوادونو په لمسون په افغانستان کی ناامنی او بی ثباتی او جنجال ته لمن ونه وهی او داسی ژوند تیر کړی لکه څرنګه چی زموږ نیکونو او مشرانو ژوند تیر کړی نو دلته به هم اقتصادی او بیارغونی کارونه زیات او افغانستان هر وګړی ته به د کار زمینه برابره شی او موږ دیته مجبور نشو چی پاکستان مو په هر حالته د مهاجر په نوم بندیخانی ته اچوی او داسی چارواکی بیا نه پیدا کیږی چی ددی بندیانو پوښتنه وکړی ځکه دولت له اقتصادی او د ټاکنو د پروسی له جنجال او کړاو سره مخ ده
    موږ افغان ولس باید ټول په یوه غږ سولی لپاره سره را ټول شو او پنجاب ، ایران ، روسیی او قطر او امریکا ته اجازه ورنکړو چی زموږ په داخلی چارو کی مداخله وکړی ځکه سوله د افغانانو غوښتنه او اړتیا ده نو په یاد ساتی چی نړیوال او ګاونډی هیوادونه د افغان دولت او افغانانو ښیرازه راتلوونکی نه غواړی ترڅو چی پخپله افغانان لاس په کار نشی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *