ژباړه او زياتونه
سر چارلز اسپنسر چاپلین په ۱۸۸۹ زېږدیز کال په لندن کې دنیا ته راغی. دا د نړۍ یو له سترو لوبغاړو او همدارنګه د هالیووډ د پیاوړو فلمي لوبغاړواو موسیقۍ پوه دی چې د اسکار جایزه یې هم ګټلې. په داسې حال کې چې خلکو به فکر کاوه دی یو رک روغ انسان دی؛ خو چاپلین په لومړۍ لسیزه کې د ۱۷ کلونو په عمر بېلا بېلې ناروغۍ تجربه کړې.
د ده اکثره فلمونه طنزیه دي. چاپلین شاوخوا ۶۵ کلونه د سینما په ډګر کې فعالیت ترسره کړ او د فعالیتونو پیل یې د انګلیستان د ویکتوریا له میلمستونه د هلکتوب په دوران پیل او دخپل عمر د ۸۸ کلونو په لرلو سره یې دوام ورکړ. هغه په ۱۹۱۹ زېږدیز کال د خپلو یو شمېر نوور فلمي ملګرو پر مټ د سینمايي لوبغاړو اتحادیه جوړه کړه.
په ۱۹۱۳ زېږدیز کال د چاپلین لوبیدل د یو فلم جوړونکي پام ځانته راړوي او له دې وروسته بیا د (دکي ستون) د فلم جوړولو لپاره له یو شرکت سره کار پیلوي. هغه ۱۹۱۴ زېږدیز کال خپل لومړنی فلم د((یو ژوند جوړول)) چې یو خندونکی فلم جوړوي او همدلته په همدې کمپنۍ او همدې فلم ډېر شهرت ته رسي.
چاپلین په خپل ژوند کې ډېرې ویاړنې ترلاسه کړي: په کال ۱۹۷۳ زېږدیز کال د لام لایت فلم د ښې موسیقۍ له امله داسکار جایزه ترلاسه کوي، د ښو فلمونو په لړۍ کې د اسکار جایزې د ترلاسه کولولپاره نوماند، د ۱۹۴۱ زېږدیزکال د دیکتاتور په فلم کې د ښه او لومړي لوبغاړي نوم ترلاسه کوي، په ۱۹۲۹ زېږدیز په هوږه فلم کې د ښه هنر له امله د اسکار جایزې ګټي، په ۱۹۷۲ زېږدیز کال د یو هنري عمر په ویاړ یوه افتخاري جایزه ترلاسه کوي او د ونیز په جشنواره کې په ۱۹۷۲زېږدیز کال د طلايي زمري افتخاري جایزې برخمن کېږي.
چاپیلین د عمر ۹۸ کلونه په دې نړۍ تېر کړل او د ۱۹۷۷ زېږدیزکال د دسمبر په ۲۵ په سوئیس کې مري.
د عمر نیټه مو اشتباه اکړی. که چارلیچاپلین په 1889 کال کی زیږیدلی وی او بیا یی 98 کاله ژوند کړی وی نو بیا خو په 1987 کال کی باید مړشوی وی او که یی 88 کاله ژوند کړی وی نو په 1977 کال بیا صحیح دی.