تاند- شاوخوا ۸۰۰ وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې د هغو سیمو د لاندې کولو لپاره جګړه پیل کړې چې په وروستیو کې امریکايي او بریتانیايي پوځیان ورڅخه وتلي او اوس د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د هلمند چارواکي وايي چې په دې جګړو کې، چې له ۵ ورځو راهیسي روانې دي، تراوسه لږترلږه ۴۰ ملکیان او په لسګونو وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خو د هلمند مدني ټولنه وايي چې د سنګین ولسوالۍ په دې جګړو کې ۴۰ ملکیان وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې په دې جګړه کې تراوسه پوري شاوخوا ۱۰۰ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د هلمند ولایتي چارواکو هم تایید کړه و چې په دې جګړو کې، چې زیات شدت یې په سنګین ولسوالۍ کې دی، شاوخوا ۸۰۰ وسله وال طالبان برخه لري.
له سنګین ولسوالۍ څخه وروستي امریکايي پوځیان تېره میاشت ووتل او خپله اډه یې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارله.
د هلمند د والي ویندوی عمرځواک وویل چې د پنجشنبې په شپه شاوخوا اته سوه وسله والو مخالفانو د هلمند پر څلورو ولسوالیو کجکي، سنګین، نوزاد او موسي کلا بریدونه پیل کړل.
ده وویل:«لږترلږه ۲۱ افغان ځواکونه او ۴۰ ملکیان وژل شوي دي.»
په کابل کې د کورنیو چارو وزارت هم تایید کړه چې په دې جګړو کې ۸۰۰ طالبان برخه لري. ځینو نورو افغان چارواکو ویلي چې د طالبانو په منځ کې پاکستاني پوځیان هم شامل دي او له داسي پرمختللیو وسلو څخه کار اخلي چې تر دې پخوا طالبانو هیڅکله نه وې کارولې.
تراوسه پوري د طالبانو د بریدونو له لاسه دوه زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت د یواځی خبرونه اوری او د خلکو او امنیتی ځواکونو ملاتړ د الله ج وکړی. که له تبلیغاتی اړخ نه یی تیر شو نو د دولت وظیفه ده چی د ټولو خلکو او نظامی قواوو او د افغانستان له ولیشت ولیشت نه دفاع وشی. شاید مخالفینو داسی فکر کړی وی چی د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی د جمهوری ریاست وروستی شپی او ورځی دی نو اردو او نظام به مخ په ختمیدو وی او دوی به مورال له لاسه ورکړی وی. دا به هم د جنرال حمیدګل او ښاغلی ګل مرجان ګل مرجان نوی لوبه وی چی غواړی د افغانستان ولس یوځل بیا له خاورو سره خاوری کړی.
Che pa 4 wrazo ke ye 100 Taliban wazali wi,no pa yewa myasht ke de tolo talibano khar sorri la manza wrri, no ma3na da che Afghanistan ke pa khayr jang khatam sho, Maze de har sarrai kawi.
3ajib khalak aw 3ajib ye darwagh,da ye waze okh pa bada na balke dainsor pa bada wahal di.