تاند- د کندهار ولایت چارواکي ادعا کوي چې له افغان او پاکستاني طالبانو سره د امنیتي ځواکونو په نښته کې لس تنه سخت دریځي وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم نښته پرون د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې وشوه چې په نتیجه کې یې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

د کندهار د چارواکو په وینا په وژل شویو کسانو کې شپږ تنه پاکستانیان دي.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼې کې دا نه ده څرګنده شوې چې د وژل شویو کسانو په منځ کې پاکستانیانیان څرنګه وپېژندل شوي دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي:« دغو طالبانو تيره ورځ غرمه مهال د سپین بولدک ولسوالۍ د سرو څاهانو او کارګو په ساحه کي د سرحدي پوليسو پر پوسته حمله وکړه چي په نيتجه کي د دواړو لوريو ترمنځ جګړه ونښته.

په دغه نښته کي وسلوالو طالبانو تر لنډ مقاومت وروسته د پوليسو څخه ماته وخوړه او د مقاومت پر مهال يې لس تنه ملګري، چي شپږ پکې پاکستانيان دي، ووژل سول.»

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې له جګړې څخه ژوندي پاته شوي طالبان بيرته د ډيورنډ دکرښي ها خوا ته واوښتل او د پاکستاني سرحدي پوليسو په پوستو  او شاوخوا سيمو کي يې ځانونه يناه کړل.

له افغان سرحدي پوليسو سره په جګړه کي د وژل شویو پاکستانيو او افغان طالبانو مړي هم له ډيورنډ څخه هاخوا ته وړل شوي دي.

2 thoughts on “چارواکي وايي په سپین بولدک کې ۶ پاکستاني طالبان وژل شوي”
  1. Zma matlab da dai che Afghanistan ao Pakistan da yao dushman sara makh dee.Pakar da dwarra qomoona pa shareeka da dai shareek dushma da khatmawalo ham wakrree.

ځواب ورکول Alamoona ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *