دواړه.

په نړی کې له اوبو  وروسته چای دی چی ډیر د څښلو موارد لری او ورځ تر بلی تاثیرات یی پر بدن جوتیږی مګر له شیدو سره یو ځای مصرف یی نه یواځی چی ګټه نلری بلکه د چای ځینی فواید هم له مینځه وړی ، همدارنګه ډاکتران توصیه لری چی درمل (تابلیت) باید د چای سره ونخوړل شی او چای د غذا نه وروسته ژر ونڅښل شی ځکه چی د غذا ځینی مینرالونه له مینځه وړی د مثال په ډول غوښه چی په خپل ترکیب کی اورسپنه لری او بدن خورا زیات ضرورت ورته لری د غذا د خوړلو سره پیوست د چای څښل د غوښی اورسپنه له مینځه وړی.

شین چای:

د امریکا پنسلوانیا ایالت محققانو موندنی ښیی چی شین چای سربیره پر دی چی د چاقی مخنیوی کوی د قلبی ، وریدی، سرطان او ځینو نورو ناروغیو مخنیوی کی هم مرسته کوی .

تور چای:

تور چای په خپل ترکیب کی داسی مواد لری چی په بدن کی د غذایی موادو هضم سره مرسته کوی او د احتراق عمل ته سرعت ورکوی به دی ترتیب سره دچاقی خنډ ګرځی، علمی تحقیقات ښیی چی تور چای په لنډه موده کی د غباندو(سرین) اندازه څو سانتی متره کموی.، همدارنګه تور چای داسی مواد لری چی د هډوکو د خوړل کیدو(پوسیدګی) څخه مخنیوی کوی.

د تور چای په ترکیب کی چی کوم الیګالوکاتیخین ماده وجود لری د خولی ساری ناروغیو مخنیوی کوی او همدا ډول په خوله کی سرطانی غدی له مینځه وړی په داسی حال کی چی پر نورمالو او سالمو غدو منفی تاثیر نه اچوی.

د چای ورځنی دوز څلور ګیلاسه ښودل شوی دی.

هیر د نوی له دی چای مدرر دی او په زیاته پیمانه اوبه له وجوده خارجیږی ضرور چی د چای په څنګ کی اوبه هم و څښل شی.

.

2 thoughts on “چای ـ شین که تور؟ – ترجمه او تخلیص ب. اندړ”
  1. دسلامونه :داکترصاحب دپوستکی دناروغی لپاره کوم لاری چاری باید په نظرکی ونیول شی خصوصآ
    دمخ ددانولپاره کوم شی دیربهتردی

ځواب ورکول ترجمه کردی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *