تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو له لومړنیو او غیررسمي قسمي پایلو داسي ښکاري چې د زلمي رسول، سیاف او قطب الدین هلال پلویانو، یا هغو کسانو چې په لومړي پړاو کې دوی ته رابې ورکړې وې، په دوهم ځلي انتخاباتو کې اشرف غني احمدزي ته رایې ورکړي دي.

د ولسمشرۍ په لومړي پړاو (حمل شپاړسمه) په کندهار کې زلمي رسول ۱۳۴۷۲۰ رایې ترلاسه کړې وې، چې د ټولو اچول شویو رایو په سلو کې نژدې ۵۴ کېدې.

دا ځل په کندهار کې تر تېر ځل هم زیاتو خلکو رایې استعمال کړي او تراوسه پوري له شمېرل شویو رایو څخه ۲۲۳۹۵۱ رایې اشرف غني احمدزي ګټلي دي حال دا چې ډاکتر غني تېر ځل په کندهار کې له زلمي رسول او کل اغا شېرزي وروسته درېم مقام درلود او ټولټال یې ۳۴۶۹۸ رایې ترلاسه کړې وې.

1ډاکتر عبدالله ته د شېرزي یو شمېر پلویانو رایې ورکړي دي. تېر ځل عبدالله عبدالله په کندهار کې ۲۶۵۰۰ رایې ترلاسه کړې وې خو دا ځل یې تراوسه پوري ۳۲۱۹۲ رایې ګټلي دي.

کتونکي وايي چې له یوې خوا د زلمي رسول، قطب الدین هلال، عبدالرب رسول سیاف او تر یوه حده د ګل اغا شېرزي رایې د اشرف غني احمدزي په ګټه کارول شوي او له بلې خوا په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې د تېر ځل خلاف په انتخاباتو کې د زیات شمېر خلکو ګډون سبب شوی چې د اشرف غني احمدزي بری یقیني کړي.

په همدې حال کې که څه هم په یو شمېر سیمو کې طالب قومندانانو په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون مخه ونیوله، مخکې تر مخکې یې په لارو کې ماینونه کېښودل خو په یو شمېر نورو سیمو کې طالبانو حتي خلکو ته په ښکاره ویلي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي. دې مسلې هم مرسته وکړه چې دا ځل د حمل تر شپاړسمې زیات خلک په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

0 thoughts on “چا چې تېر ځل زلمي رسول ته رایه ورکړې وه دا ځل یې اشرف غني غوره کړی”
  1. da so na pa shmer ke ishteba shawe da. shmara 18 Qandahar khaar halta da toolo raye majmuah 39157 da. au ka ghani baba halta 37550 raye warre ye no bia da Abdullah raye samoon na khwre. ba de toga da bia da abdullah majmuah raye pa qandahar khaar ke de 1607 au taso pa ishteba ke leekare de 11607. taso warta 10.000 raye zaba kare de. au bia ka mng pa majmuah toga da abdullah toole raye ugoro no 32192 au da de na che bia 10.000 lre kre no bia da Abdullah toole raye 22.192 kegi pa kandahar walayat ke.

ځواب ورکول جاوید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *