تاسې ولې په افسانوي خيالونو كې غرق ياست؟ تاريخ خو دروغجن دى، تاسو له دې تاريخ نه څه جوړ كړي؟ فكر كوئ تاريخ تر ټولو بې ريا رڼه هنداره ده؟ چې واياست تاريخ به دا وليكي، تاريخ به هغه وليكي او تاريخ به دا هم وليكي چې….

تاريخ به هېڅ ونه ليكي…. بلكې د طالبانو تاريخ ليكونكي به وليكي چې د نړۍ پر مخ تر ټولو سپېڅلې د خلفاى راشدينو دوره زموږ دوره….داعش به وليكي چې په منقول حديث كې د خراسان تورې پګړۍ زموږ پګړۍ… د پاكستان تاريخ به وليكي كرنل امام، ضياالحق، بوټو، نواز شريف، بې نظيره، نصير بابر، ملا سميع الحق، مفتي رشيد احمد، د بقاى پاكستان او دفاع پاكستان لپاره د افغانانو د ويده تاريخ په دور كې د مجاهدينو د اووه تنظيمونو، مليونون مهاجرو او طالبانو څو څو څله نڅوونكي… د ملاعمر تاريخ به په خورا غلو وليكي اميرالمومنين، قدوه المسلمين عمر ثالث بت شكن… د باميانو تاريخ به وليكي ملا عمر د تاريخ قتلوونكى او د باميان د قتل عام عامل لاس… د مجاهدينو تاريخ ځانته ليكلي، موږ يعنې د ستر ابر قدرت او شوروي روسيې په ګونډو كوونكي… د حميد ګل تاريخ ليكلي چې حميدګل يعنې د افغان جهاد اتل او مجاهدين د ده نانځكې… د امريكا تاريخ ليكلي او وبه ليكي چې دا ټول زما د اودس وچوونكي…

د پښتنو تاريخ ليكلي او وبه ليكي چې پښتون يعنې د نړۍ تر ټولو هوښيار، سپېڅلى، لوړ او غيور نه تسليمېدونكي قوم… د نړۍ تاريخ به وليكي چې پښتون له خپله كوره زندان جوړوونكى، پر خپلې ښځې د زور معلوموونكى، په يوه ټنګه خرڅېدونكى، وحشي، له تمدنه ورك، تر قيامته په يو ټغر نه راټولېدونكى او د خپل ورور قاتل قوم…

د پښتون تاريخ به وليكي مسعود، عطا، رباني، محقق، مزاري غله، قاتلين، مردار خواره او د سپك قوم ډاكوان…. د تاجيك او هزاره تاريخ به وليكي چې دا ټول له ظالم او فاشيست پښتون قوم څخه زموږ د حق ترلاسه كوونكي او تاجيك- هزاره ته د يو لوى انساني امتياز ترلاسه كوونكي…. بېرته به بيا يو څوك دا هم وليكي چې هو مسعودان، ربانيان خپلو قومونو ته حق اخستونكي خو ملا عمر، سياف او حكمتيار هم د خپل قوم غله، ډاكوان، قاتلان او لوټونكي هم د تاجيك، هزاره او نور انسانيت دښمنان…

د ژړا خبره خو دا چې د دوى ټولو ګډ او مشترك تاريخ د ضرب مومن اخبار د ملا تاريخ دان په قلم بيا ليكلي چې امان الله خان يو كافر او د نمايشي ازادۍ راوړونكى…. بلكې اوس خو زموږ خپل هم ليكي چې غني يعنې له كولمو او مغزو خلاص، د عيسوۍ مېړه او د خندا وړ دا چې د پاكستان غلام….توبه

په تاريخ باور لرونكو! تاريخ به نور څه وليكي؟ تاريخ به په سلو، دوو سوو، پنځه سوو او زرو بېلابېلو قلمونو داسې څه وليكي چې ته خو پخوا هم له تمدن، انساني ژوند او پرمختګ نه تښتېدونكى وې، راتلونكې  كې به هم داسې جاهل پاتې او ليكلى تاريخ به دې لوستلى  نه شې، نه به مخ ورته لرې خو زوى دې يې چې لولي نه به ورته ستا په اړه خندلى شي نه به درباندې ژړلى شي….

هو تاريخ به يوازې ستاسې نومونه ثبت كړي، بيا به د احدي، يون، ځلاند، لېوال، څړوال، كريمزي، روهي، فضل، فاروق وردګ، زاخېلوال، بيات، شيرمحمد كريمي، كرزي، پتنګ، امرخېل، ياسيني، قدير، ايوبي، ګلبدين، ملا عمر، ملا منصور، سياف، زرداد، داد الله، حقاني، اسفنديار، اڅكزي، محمد نبي، خالص او…. د نومونو په پاى كې درته غټې غتې سواليې پرېږدي؟؟؟

 ستاسې لمسيان او قوم به بيا د دې سواليو پر ضد راپاڅي، وايي به چې موږ د خپلو نيكونو له كركټره د سواليو لرې كول غواړو، موږ خپل حق غواړو! موږ خپل حق غواړو! دا زموږ خاوره ده… تاريخ دې تاجكستان ته ولاړ شي!!!

3 thoughts on “چوپ شئ! تاريخ تاسې ته هېڅ نه ليكي/ نورولي سعيد شينوارى”

ځواب ورکول jamal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *