انتوان پاولوویچ چیخوف هغه مهال قلم ته لاس کړ چې نورو روسي لیکوالو ډېرې سترې پېښې په فوق العاده ډول انځورولې او اغراق به پکې و، خو چیخوف د دوی اپوټه تر ډېره د ورځني ژوند ساده او له پامه غورځېدلې پېښې او چارې انځور کړې، اتلان یې هم عادي خلک دي؛ لکه د دولت کارمنان، د کور ښځې، زدکوونکي، سوداګر، کسباکار او نور.

دغو پېښو ته یې له داسې زاویې وکتل، چې نورو لیکوالو یې توان نه درلود، ځکه یو جرمن لیکوال توماس مان وايي، انتوان چیخوف د کوچنیو زندګیو ستر لیدونکی دی.

په خپله چیخوف په دې باور و چې همدا ساده پېښې په ښه هنري اثر اوښتلی شي، هغه به دا هم ویل:( خلک شمالي قطب ته نه ځي، ادارې ته ځي، له مېرمنې سره لانجه کوي او سوپ خوري.)

انتوان چیخوف د همداسې ساده پېښو هنري انځورونه وړاندې کړل، د ژوند پېښې یې ژوندۍ او روښانه انځور کړې، ځکه د رښتوني ژوند د ننداره کولو استاد و بلل شو.

په دې دلیل د کیسه ییز ادب ستر لیکوال او کره کتونکي وايي، چې له فرانسوي ګي دو موپاسان وروسته یې کیسه لا ډېره رښتوني ژوند ته نږدې کړه او د معنا او جوړښت له مخې یې خپل کمال ته ورسوله.

ښايي د رښتوني ژوند د ښې انځورګرۍ او د کامیابۍ یوه وجه یې دا هم وي چې په خپله چیخوف د روسي ټولنې د مختلفو پرګنو له دندو، خبرو، دودونو، ژوند او ادابو سره ډېره مینه درلوده او د یوه ډاکټر په حیث یې تر ډېره ټوله ورځ د خپلې ټولنې له مختلفو پرګنو سره تېروله، ځکه ځینې لیکوال د نوموړي اثار د روسیې د خلکو د نولسمې پېړۍ د اتیایمو او نويیمو کلونو د ژوند ستر دایرة المعارف بولي.

1افغان لیکوال او ادیب استاد غفور لېوال هم وايي، چې کله سړی د انتوان چیخوف کوم اثر لولي نو روسی ژوند پکې ویني او له همدې لارې سړی له روسي ژوند، دود، دستور، ادابو او نورو ځانګړنو سره اشنا کیږي.

روسي لیکوال هم ورته نظر لري. د هغه مهال یو روسی ادیب چوکوفسکي د داستایوفسکي او تالستوی د اثارو له اتلانو سره د انتوان چیخوف د اتلانو له پرتلنې وروسته لیکي:[هغه نابغه ګان چې جګړه او سوله او د کارامازوف وروڼه یې ولیکل، نابغه راته ښکاره شول، خو کتابونه یې زما په هکله نه وو، د بل چا په هکله وو، خو کله چې په نیوا مجله کې د چیخوف اثر – زما د ژوند داستان ـ چاپ شو، داسې راته اېسېدل چې دا په رښتیا زما د ژوند کیسه ده، ته وا زه د خپلو خاطرو کتابچه او د نوي یمو کلونو د بې کوره ځوانانو ژوند لولم. د چیخوف بله کیسه (والوادیا) هم ته وا زما د ژوند په هکله وه، ان له په زوره لوستلو یې شرمېدلم، حیران وم، چې انتوان چیخوف څنګه ما دا ډول پېژني او په ټولو فکرونو او احساساتو مې خبر دی.]

دا په ځای ده چې د انتوان چیخوف کرکټرونه روسي دي، د خپلې ټولنې انځور باسي، خو په داسې ډول چې ورته انځور موږ په خپله ټولنه کې هم لرو.

د کرکټرونو کړوه وړه او ان باورونه یې داسې دي چې زموږ په افغان ټولنه کې یې ورته کسان شته، ځکه یې په اثارو کې ځان وینو او له لوستلو سره یې مینه لرو.

نامتو کره کتونکی استاد اسدالله غضنفر وايي:( چیخوف د هر بل لوی لیکوال په څېر د خپلې زمانې خبرې کوي، خو موږ چې نه په هغه زمان او مکان کې اوسو او کیسې یې لولو، له چیخوف خوند اخلو، وجه یې دا بللی شو چې دغه لیکوال د خپل وخت یوې عادي، تېرېدونکې او پنا کېدونکې پېښې ته دومره ځیر کیږي، دومره دقیق کیږي او د پېښې منځ ته ور دا خلیږي چې حقیقت ته پکې ځان رسوی، او دا حقیقت دومره سوچه او با ارزښته ملغلره وي چې په نورو زمانو او مکانو کې هم خپل خریدار لري.)

د انتوان چیخوف په (رڼاګانې) اوږده کیسه کې یو کرکټر انجینر انانیف او بل د هغه مرستیال یا شاګر فون شتنبرګ دی. انجینر خوشال دی چې دوی پټلۍ جوړوي، وروسته به خلک روغتونونه او ښوونځي جوړ کړي، خو زدکوونکی فون شتنبرګ چې څه نظر لري، زموږ د هغو ساده له تمدن پرته خلکو ته ورته دی چې وايي، دا دنیا پاتې کیږي:( زدکوونکي د شونډو لاندې غمجن وویل – هو، یو وخت فلسطینیان او عمالیق په دې ځمکه اوسېدل، جګړې یې کولې، خپل رول یې لوباوه، خو اوس یې یوه نښه هم نشته. له موږ سره به هم داسې وشي. موږ اوس پټلۍ جوړوو، ولاړ یو، فلسفې غږوو، خو چې دوه زره کلونه تېر شي، نه به د دې پښتې او نه د دې سړیو – چې له سخت کار وروسته ویده شوي دي – یوه زره ګرد هم پاتې نه شي. )

دا ډول په رڼاګانې کې چې کله انجینر انانیف د ښوونځي د وخت له ټولګیوالې کیسوچکا سره کور ته لاړ شي، ترې وپوښتي چې په دې سیمه کې نجونې ولې له مېړونو سره ښه ژوند نه لري او له هنرمندانو، سرتېرو یا نورو خلکو سره تښتي هغه په ځواب کې وايي:( تاسو چې له منځني ښوونځي فارغ شئ، لرې پوهنتون ته لاړ شئ، بیا هیڅکله هم خپل مورني ښارګوټي ته نه را ستنېږئ، واده هم په پیترزبورګ یا مسکو کې کوئ، حال دا چې نجونې پاتې دي، دوی له چا سره واده وکړي؟ ولې، د بافرهنګه سړيو په نشتوالي کې، خدای پوهیږي کوم ډول خلک له دوی سره واده کوي- – دلالان او د دوی په څېر نور خلک، چې بل د هیڅ نه دي، خو څښي او د کلب لیکو ته ځي…. جنۍ چې داسې واده وکړ…. په ګډوډۍ کې…. له هغه وروسته به یې ژوند څنګه وي؟)

که افغان ځوانانو یا د هرې بلې ټولنې د لرې پرتې او وروسته پاتې سیمې خلکو ته هم وګورو ډېری یې چې کابل یا د خپل هیواد نورو ښارونو ته د زدکړو لپاره لاړ شي، هورې ژوند جوړ کړي او له خپلې سیمې سره یې تړاو پرې شي.

دا ډول بېلګې یې په نورو اثارو کې هم دي چې که روسان پکې خپل ځان ویني، پښتانه هم هغه درد او رنځ پکې ویني چې لري یې. همداسې د نورو ژبو ویونکي هم د چیخوف له اثارو ورته احساس لري، ځکه یې د روسۍ او نړیوالې ټولنې انځورګر بللی شو.

One thought on “چیخوف د روسیې او نړۍ انځورګر/ غزانور غزا”
  1. د اﺳﺘﺎﺩ ﻟﻪ ﻟﻴﻜﻨﻲ ﻣﻲ ﺩﻳﺮ ﺳﻪ ﺫﺩﻩ ﻛﺮﻝ ﭼﻲ ﻣﻨﻨﻪ ﺗﺮﻱ ﻛﻮﻡ ﻟﺪﻱ ﺳﺮﻩ ﺑﺎﻳﺪ ﺩﭼﺨﻮﻑ ﻛﻴﺴﻲ ﻫﻢ ﺗﺮﺟﻤﻪ ﺷﻲ ﭼﻲ ﭘﻪ ﭘﺸﺘﻮ ﻛﻲ ﺑﻴﺨﻲ ﻛﻤﻲ ﺩﻱ

ځواب ورکول dorani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *