د اسیا زړه پخوانۍ غونډه

 څېړندوی رفیع الله نیازی –

د پخواني شوري اتحاد ړنګېدا په سیمه کې چین ته ځانګړې موکه په لاس ورکړه ، چې په منځنۍ اسیا کې خپل سیاسي او اقتصادي فعالیتونه ګړندي کړي. له منځنۍ اسیا سره دګاونډيتوب او د چین ګړندي اقتصادي پرمختګ له  چین سره ددغو هېوادونو اړیکو جوړلولو ته ځانګړي شرایط برابر کړل. په منځنۍ اسیا کې د انرژۍ پراخې سرچینې ددې لامل شوې، چې چین دغې سیمې ته ځانګړې پاملرنه  ولري. له منځنۍ اسیا سره د چین ګاونډيتوب او په اقتصادي برخه کې په دې سیمه کې د ثبات لپاره د اقتصادي پانګونې موضوع له دې امله هم ډېره مهمه ده ،چې د سین کیانګ امنیت د بېجينګ لپاره خورا مهمه موضوع ده، ځکه دغه مسلمان مېشته سیمه له مرکزي اسیا سره نښتې پولې لري او بې ثباتي یې د بېجینګ لپاره سرخوږی جوړولای شي. چین په نړۍ کې د واک د څو قطبي نظام پلوی دی، نو پر سیمه ییز او نړیوال ځواک باندې د بدلېدو لپاره ورته اړینه ده ،چې لږ تر لږه په منځنۍ اسیا کې د یوه مهم ځواک په توګه څرګند شي او د امریکا او روسیې د پرمختګ د مخنیوي جوګه شي. په دې لیکنه کې په دې غږېږو، چې په منځنۍ اسیا کې چین کومې سیاسي او اقتصادي موخې لري، دغو موخو ته څه ډول رسېدلای شي، د چین لپاره افغانستان څه اهمیت لري او افغانستان څه ډول کولای شي د چین له سیمه ییز مجبوریت یا موخو څخه د ځان په ګټه کار واخلي ؟ د چین په بهرني سیاست کې منځنۍ اسیا له درېیو اړخونو : سیاس، اقتصادي او امنیتي خورا مهم ځای لري، چې دلته يې پر هرې برخې رڼا اچوو:

په امنیتي لحاظ : دپخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونه که څه هم په ښکاره خپلواکي شول ،خو د نورو کمزوریو تر څنګ په کور دننه او د هېواد په پولو کې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شول. په تاجکستان او ازبکستان کې اسلامي ډلو د خپلو نظامونو په وړاندې وسله والې جګړې پیل کړې. دا چې په جغرافیوي لحاظ دغه سیمې د چین له پولو سره نږدې يا نښتې، نو د نا امنیو لړۍ د چین تر پولو سنکیانګ ته هم ورسېدې او پخپله په چین کې د واکمن نظام په وړاندې د ایغوري مسلمانانانو د ازادۍ غږونه اوچت شول او ان خبره وسله والې جګړې ته ورسېده. په  قزاقستان ، قېرغيزستان او تاجکستا کې مېشت ایغوري مسلمانان له چینايي ایغوریانو سره ډېر تړاوونه او پيوندونه لري. د سنکیانګ نا ارامۍ او جګړې د بېجینګ واکمن نارامه کړل، د چین د اقتصادي پرمختګ پلانونه  يې له خنډ سره مخ کړل، نو د همدغه مجبوریت له مخې د سنګیانګ امینت د چین د ملي امنیت خورا حساسه برخه  وګرځېده  او د همدغې سیمې د امنیت لپاره اوس د منځنۍ اسیا امنیت د چین په بهرني سیاست کې محوري ځای لري. چین دمنځنۍ اسیا د امنیت، ثبات او دغلته د واکمنو نظامونو د پايښت لپاره دمنځنۍ اسیا په بېلابېلو هېوادونو کې دلویو لارو په جوړولو، د اورګاډي د پټلۍ په غځولو، د ګازو د نللیکو په جوړولو او د برېښنايي شبکو په جوړولو پانګونه پيل کړې او دا  لړۍ دوام لري. بېجینګ فکر کوي چې د ټولې منځنۍ اسیا په ځانګړي ډول د افغانستان، تاجکستان او نورو سیمو نا امني د چینایانو اوږدمهاله سیاسي، اقتصادي او امنیتي پلانونه  ګواښي، نو ځکه غواړي عملا د سیمې په موضوعاتو کې د فعال غړي په توګه مسایل و څاري او د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب په برخه  کې د خنډونو د لرې کولو لپاره لاس په کار شي .

سیمه ییز موقعیت : د اوسني نړيوال نظام په اډانه کې چینایان د ځواک پر څو قطبي کېدو عقیده لري، غواړي د نړۍ په هره سیمه ییزه حوزه یا نظام کې مطرح و اوسي، په  هره پرېکړه ، مسله او کشاله کې باید نه یوازې دا چې وپوښتل شي، بلکې چینایان باید د هرې موضوع مهم اړخ و اوسي،نو د یوه فعال نړیوال لوبغاړي په توګه منځنۍ اسیا د بېجينګ لپاره د لوبې کولو ښه ډګر دی، چې د خپلو سیالانو روسيې او امریکا د هغو پلانونو مخه ونیسي، چې چین يې د ځان لپاره خطر ګڼي. څېړونکي په دې اند دي، چې د چین په  نوښت شانګهای سازمان په سیمه کې د همدغې موخې لپاره جوړ شوی، چې په لومړي ګام کې په دې سیمه کې د امریکا او ناټو د مخکې تګ مخه ونیسي ، په دویم ګام کې د روسیې کړه وړه وڅاري او په درېیم ګام کې په ځانګړي ډول په سنکیانګ او په تولیزه توګه په  ټوله منځنۍ اسیا کې د بېلتونپالو غورځنګونو مخه ډب کړي، ځکه چین بېلتونپالي غورځنګونه  د خپل ملي امنیت لپاره یو ستر ګواښ ګڼي .

په  اقتصادي لحاظ : چین د خپل بهرني سیاست په برخه کې په سیمه کې د اقتصادي ګټو په لټه کې هم دی، د چین پرمختللی اقتصاد د هرې ورځې په تېرېدو نور هم غوړيږي او منځنۍ اسیا د چین د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې لپاره ګټور مارکېټ دی. پر ۱۹۹۲ ز کال د چین او د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ  سوداګريزه راکړه  ورکړه د ۵۲۷ میلیونو ډالرو په کچه  وه په داسې حال کې چې پر ۲۰۱۱ ز کال دغه سوداګري ۳۲ میلیاردو ډالرو ته  ورسېده. د چین ورځ تر بلې اقتصادي وده ددې لامل شوې، چې په سیمه کې د انرژۍ په لټه کې شي، ځینو چیني سرچینو په ډاګه کړې، چې تر ۲۰۲۰ ز کال پورې به چین هر کال ۵۰۰ میلیونه ټنه تېل واردوي، چې څلور برابره به د اوس پرتله ډېر وي  او تر ۲۰۲۵ کال پورې به د چین د واردونکو تېلو اندازه د ټولو اروپايي هېوادونو د واردونکو تېلو له  اندازې څخه ډېره وي ، نو د همدغو اړتیاوو له مخې چینایانو د خپلې اړتیا وړ انرژۍ د یوې برخې د تامین لپاره منځنۍ اسیا انتخاب کړې او په دې لټه کې دي، چې له خپلو اړتیاوو سره سم حرکت وکړي. له بل اړخه چین د نړۍ ۲۰سلنه نفوس لري او د نړۍ ۶ سلنه خام مواد لري، نو د هرې ورځې په  تېرېدو يې د اقتصادي توليداتو د ودې لپاره خامو موادو ته اړتیا ډېرېږي ، نو د افغانستان په ګډون ټوله منځنۍ اسیا په  ډېرو برخو کې د چین دتولیداتو د خامو موادو غوښنه برخه برابرولای شي . له خامو موادو څخه د تولیداتو په جوړښت کې د انرژۍ اړتیا وي او چین د خپلو تولیداتو لپاره په کور دننه کافي انرژي نه لري، نو مجبوردی چې له بهر څخه انرژي وارده کړي ، چې د همدغې اړتیا له مخې يې وار د مخه  له  قزاقستان څخه د ۲۲۰۰ کیلو مټرو په اندازه نللیکه غځولې ،چې د اوس لپاره ترې د خپلې اړتیا وړ انرژي تر لاسه کړي او که اړتیا پېښېږي نو کولای شي د سیمې  له نورو هېوادونو او روسیې څخه د همدغې نللیکې په ذریعه د اړتیا وړ انرژي تر لاسه کړي. چین نن سبا د سیمې د انرژۍ ستر پېرودونکی هېواد دی او  د انرژۍ په برخه کې دمنځني اسیا په بېلابېلو هېوادونو کې ستره پانګونه کوي . په منځنۍ اسیا کې د انرژۍ په برخه کې د چین ستراتيژي داده ،چې د سیمې له هېوادونو سره د اوږدمهالو سوداګریزو اړيکو د جوړولو له لارې د  انرژۍ اوږد مهاله  رابطه جوړه کړي، په سیمه  کې نللیکې جوړې کړي ،چې په مرسته يې چین ته انرژي ولېږدول شي او له منځني اسیا څخه د سیمې د وراخوا هېوادونو لاسونه لنډ کړي . په اقتصادي برخه کې د چین لپاره په  سیمه ییزه کچه بله مهمه موضوع د ترانزیت ده ،چې څه ډول چین کولای شي، خپل مالونه په اسانه، ژر او لنډ وخت کې نورو هېوادونو په ځانګړي ډول اروپا ته ورسوي، نو د همدغې اړتیا له مخې چینایان غواړي پخوانۍ د ورېښمو لار یو ځل بیا ورغوي، چې له  چین څخه شرقي اروپا ته خپل تولیدات ورسوي. د ورېښمو دا نوې لار د چین له  کاشغر څخه پيلېږي د بلوچستان تر ګوادره راځي، د افغانستان له لارې تورکمنستان، بیا له کسپین بحیرې څخه تېريږي او د تورکیې له لارې شرقي اروپا سره نښلي .په  دې برخه کې له کاشغر څخه تر ګوادر پورې د جوړېدو چارې پیل شوي او ۴۶ ملیارده ډالره پرې لګښت راځي . اقتصادي  څېړنو دا په ګوته کړې، چې اوس چینايي مالونه له چین څخه له ۲۰ څخه تر ۴۰ ورځو پورې په سمندر کې اروپا ته رسیږي، خو که د ورېښمو نوې لار چې مخکې ترې یادونه وشوه ورغول شي، نو اروپا ته به  د چینايي مالونو د لېږد واټن د زمکې له لارې تر ۱۱ ورځو پورې راټيت شي ، چې له دې سره به د چین اقتصادي وده ډېره  چټکه شي . په منځنۍ اسیا کې د چین لپاره پر امنیتي او اقتصادي مسایلو سر بېره  د امریکا د حضور او پرمختګ مخنیوی هم ستره حیاتي مسله ده. د امریکا حضور چې په سیمه کې د چین لپاره ګواښ ګڼل کيږي، نو چینايي واکمن هڅه کوي د اقتصادي فعالیتونو له لارې ددغه ډول ګواښ مخنیوی وکړي . که څه هم چین د سېپتمبر له ۱۱ مې وروسته په سیمه کې د امریکا شتون د اسلامپالوډلو د له  منځه وړلو لپاره ښه ګاڼه ، خو په عین حال کې يې د وېرې احساس هم کاوه او نن سبا د سیمې په سیاسو او اقتصادي مسایلو کې د چینایانو ګډون له همدغې خبرې سرچینه اخلي .

د چین لپاره د افغانستان اهمیت : افغانستان د منځنۍ اسیا نه بېلېدونکې برخه او د چین یو ګاونډی هېواد دی، نو هم د یوه  ګاونډي هېواد او هم د منځنۍ اسیا د یوې مهمې برخې په  توګه د چین لپاره خورا ارزښت لري. په سیمه کې د چین ډېری سیاسي، اقتصادي او امنیتي موخې له  افغانستان پرته نه شي تر لاسه کېدای. د افغانستان له نا امنۍ سره د منځنۍ اسیا نا امني تړلې ده. د سیمې په مسایلو کې د یوه  مطرح هېواد په توګه او په سیمه ییزو مسایلو کې د خپلو سیالانو د پرمختګ د مخنیوي په برخه کې افغانستان د ټولې سیمې او په ځانګړي ډول د چین لپاره ستراتيژیک ارزښت لري. دچین د اقتصادي پرمختګ لپاره د انرژۍ او د خامو موادو د زېرمو د نویو کوريډرونو پیداکول او د ورېښمو د لارې رغېدل، چې له افغانستانه تېرېږي تر هغې نشي ترلاسه کېدای ، چې په  افغانستان کې امنیت او ثبات نه  وي راغلی، نو چېن په دې برخه  کې څه کولای شي.

چین د یوه داسې هېواد په توګه  چې له  پاکستان سره ډېرې نږدې اړيکي لري، کولای شي د هغو ګټو په  موخه چې هم يې پاکستان په منځنۍ اسیا کې لري او  هم يې چین لري پر پاکستان د خپل نفوذ له امله د افغان حکومت مخالفان ، چې ویل کېږي له پاکستان سره نږدې اړيکي لري د خبرو اترو مېز ته راولي او د سولې پروسه بریالیتوب ته ورسوی، چې د اسیا زړه د کنفرانس د اسلام اباد له غونډې راهیسې چین ددغو خبرو اترو یوه مهمه  برخه ده. چینایان پوهېږي،چې په  منځنۍ اسیا کې ددوی سیاسي، اقتصادي او  امنیتي ګټې په افغانستان کې د امن له شتون پرته نشي تر لاسه کېدای. چین کولای شي د افغانستان په هره بنسټیزه برخه کې له  افغانستان سره مرسته وکړي، خو په  دې برخه کې ځینې ستونزې هم شته :چینایان هغه ډول چې ښايي افغانستان نه پېژني، له بده مرغه زموږ د کمزورې ديپلوماسۍ او د روښانې بهرنۍ تګلارې د نه شتون له امله چینایان هم لکه د عربي نړۍ په  څېر د افغانستان مسایلو ته د پاکستان په عینکو ګوري، نو وېره داده، چې که  موږ لاس په کار نه شو، له  چینایانو سره په هره برخه کې راشه درشه ، ناسته پاسته ونه لرو، ښايي موږ له  دغه  چانس څخه ډېره ګټه پورته نه شو کړای. چین به د افغانستان په  هېڅ داسې بنسټیزه پروژه په ځانګړي ډول د برېښنا بندونو د جوړولو په برخه کې چې افغانستان ورته سخته اړتیا لري،د پاکستان د خواشینۍ لپاره پانګونه ونه کړي، موږ ته پکار دي په نورو هغو برخو کې، چې موږ ورته اړتیا لرو او چین يې کولای شي له چین څخه ګټه واخلو. چین کولای شي زموږ د امنیتي ځواکونو په روزنه او سمبالښت کې مرسته وکړي، د لویو لارو په جوړلو، د اورګاډي د پټلۍ په غځولو، دکانونو په څپړنه ، تعلیم او دې ته ورته  نورو برخو کې، خو پوښتنه داده چې په افغانستان  کې د چین د سیال امریکا او ناټو په  موجودیت کې دا کار شونی دی که  نه ؟ افغانستان د یوه خپلواک هېواد په  توګه  لکه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د نړۍ له هر هېواد په  ځانګړي ډول له  خپلو ګاونډیانو سره د خپلو ملي ګټو پر بنسټ د اړیکو جوړولو حق لري او له  چین سره اړيکې ساتل او پالل زموږ د ملي ګټو غوښتنه ده . افغانستان له  جګړه ییز حالت سره مخامخ دی دا زموږ مسوولیت دی، چې د خپل هېواد او ولس د هوساینې او له  دغه ډول حالت څخه د وتو لپاره د هر هغه هېواد اړیکو ته چې په دې برخه کې مرستندوی واقع  کېږي اهمیت ورکړو، خو چینایان به دا هر څه هغه مهال پیل کړي، چې ډاډه شي افغانستان د دوی د ملي ګټو پر ضد نه  کارول کيږي، نو موږ ته بویه چې د یوې فعالې ديپلوماسۍ او روښانه بهرنۍ تګلارې په اډانه کې هم  د افغانستان له  نړیوالو دوستانو ، هم د سیمې له مطرحو هېوادونو او هم له خپلو ګاونډیانو سره اړيکې داسې برابرې کړو، چې د افغانستان د ملي ګټو تر څنګ پکې ددغو هېوادونو معقولې او مشروع  ګټې هم نغښتې وي .

One thought on “چین، منځنۍ اسیا او اوږدمهالې هيلې”
  1. ما شا اله ډیر عالی نظر او په وا قیعت ولاړه لیکنه ده الله ج زمونږ په مشرانو دا ظرفیت پیدا کړی تر وکولای شی چی د موقع څخه په استفادی د چین د توانمندی څخه د وطن په خیر کار وا خلی

    لیکونکیه مننه عزتمن شی

ځواب ورکول h.layaqat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *