تاند – د افغانستان د پرمختللي ګاونډي هېواد چین استازي له ولسمشر غني سره په کتنه کې افغانستان ته وړاندیز وکړ چې له پېښور او کوېټې څخه کابل ته د رېل لارو د جوړولو په غونډه کې برخه واخلي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کانګ زینیو او ملګري هیئت یې دا وړاندیز په ارګ کې له ولسشمر غني سره په کتنه کې وکړ.
له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تروریزم د سیمې او نړۍ لپاره لوی تهدید وباله او زیاته یې کړه، چین د ترهګري پر ضدپه ګډه مبارزه باندې ټینګار کوي. هغه وویل، چین له افغانستان سره د خپلو نظامي ژمنو د پوره کولو ترڅنګ په خپلوراتلونکو همکاریو فکر کوي او ژر به یې اعلان کړي.
هغه زیاته کړه، موږ به په افغانستان کې د خپلو زیربنایي چارو په ځانګړي ډول د کور جوړولو پروژو کار چټک کړو.
ولسمشرغني وویل، افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکواو دوستانه مناسباتو غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه، د اورګاډي د کرښې له لارې به چین له ایران، چابهار او ګوادر بندر سره ونښلوو. افغان ولسمشر وویل، موږ غواړو چې د سیمې ټول هېوادونه، چین، اروپا او مرکزي اسیا سره ونښلو او افغانستان د سیمې د اتصال او همکارۍ په مرکز بدل کړو.
ولسمشرغني وویل، افغانستان له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد او ترانزیت له پلوه تر ټولو مناسب دی او د چین له حکومت څخه یې د بندونو جوړولو او برېښنا د تولید په برخه کې همکاري وغوښته، تر څو افغانستان د دې وړ شي، چې د برېښنا د لېږد تر څنګ برېښنا تولید او نورو ته صادره کړي.
چین غواړي چې د خپل هېواد له کاشغر څخه د بلوچستان تر ګوادر پورې د ۴۶ میلیارد ډالرو په ارزښت بېلابېل مواصلاتي سیستمونه جوړ کړي او په ورته وخت کې غواړي چې دغه سیستم د کوېټې او پېښور له لارې له افغانستان او بیا منځنۍ اسیا او ایران سره وصل کړي څو وکولی شي چې خپل صادرات په اسانۍ سره خپلو مصرفوونکیو ته ورسوي.
هر هغه افغان چی د پاکستان سره دوستی غواړی لاس یی مات شه
د پاکستان له خیره توبه خو سپی دی در کورې کړي