تاند، یکشنبه، د حمل ۳۱مه: په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازی وايي، هېواد یې په افغان سوله کې د ملګرو ملتونو د غښتلي رول ملاتړ کوي او غواړي چې په سیمه اییز اقتصادي اتصال کې افغانستان هم ورګډ شي.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ ژون ویلي، افغان لانجه اوسمهال په یو تاریخي پړاو کې ده چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت باید مخته یوړل شي.

ښاغلي ژون د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې هرکلی او ستاینه هم کړې ده او غږ یې کړی دی چې دواړه لوري باید ژر تر ژره د سولې خبرو او مذاکراتو ته راوړاندې شي.

ژانګ همدا راز زیاته کړه چې هیواد یې د افغانانو د ارادې درناوی کوي او په ملي یووالي او سیاسي ثبات په خوندیتوب کې د افغانستان ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر چین نیوکه ده چې له ۱۹۹۶ کال راهیسې له طالبانو سره اړیکې پالي او د ترهګرو ډلو په پاللو کې پټ په پټه په افغانستان کې لاس لری.

دغه هیواد په وروستیو کې د طالبانو د دریځ په ملاتړ کې مخکښ هیواد دی.

One thought on “چین: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سولې د رول ملاتړي یوو، افغانستان باید سیمې سره وصل شي”
  1. گوندیان غواري چی د افغانستان د حکومت واگي د دوه دری تنو خرو او بی سوداه او جاهله رهبرانی په لاس کی وي تر هغی چی دوی وکولی شی خپلی گتی تری پورته کري. دوی کله هم په افغانستان کی یو قوي او تکره حکومت نه غواری. د همدی لپاره تول غواري طالب خره حکومت تر لاسه کری

ځواب ورکول Fahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *