خالد سنګر
لیکوال: خالد سنګر –
د چین ولسي جمهوریت د افغانستان له پخوانیو ستراتیژیکو ملګرو څخه دی. دغه اړیکې کابو شپېته کاله مخینه لري، چې څو میاشتې وړاندې افغان ولسمشر او د چین د ولسمشر مرستیال له خوا یې په کابل کې شپېتمه کلیزه ونمانځل شوه.
چین په سیمه او نړۍ کې د یو پیاوړي اقتصاد درلودونکی او یو لوی نړیوال ځواک دی چې تر دا مهاله یې له افغانستان سره په اقتصادي او تخنیکي برخه کې د همکاریو څلور توافقنامې لاسلیک کړي دي.
په وروستیو کې یې د افغانستان له امنیتي دفاعي ځواکونو سره هم د مرستې سینه ډبولې او ویلي یې دې چې په امنیتي سکتور کې به له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي تر څو دغه ځواکونه له هر اړخه په خپلو پښو درېږي.
له افغانستان سره د چین مرستې یوازې د افغانستان نه بلکې د چین په ګټه هم دي، ځکه که چېرې افغان ځواکونه پیاوړي وي چین هم د ترهګرۍ له ګواښه خلاص موندلی شي. په اوس وخت کې چین له هر اړخه د نا امنۍ له ګواښونو او خطرونو سره مخامخ دی. د افغانستان نظامي ځواک سره مرستې او همکاري به افغان ځواکونه پیاوړي او چین به د شته امنیتي ګواښونو او اندېښنو نه بې غمه کړي.
له افغانستان سره په نظامي او امنیتي سکتور کې مرستې په اوسمهال کې د افغانستان لپاره یو حیاتي چاره ده، ځکه افغان ځواکونه د ښو تجهیزاتو د نه لرلو له امله له مخالفینو سره په جګړو کې له ډېرې مرګ ژوبلې سره مخامخ دي، که چین دغه تشې ته په جدي ډول توجه وکړي او خپلې نظامي مرستې په عاجل ډول د افغان ځواکونو په لاس ورکړي، نو دا به یوه ستره او د ریښتینې دوستې یو ستر ثبوت وي.
په دفاعي او امنیتي سکتور کې د چین د مرستې تر څنګ افغانستان د سولې په خبرو او پروسه کې هم د چین جدي مرستې ته اړتیا لري. ځکه چین په سیمه کې د خپل اقتصادي نفوس له مخې کولای شي پاکستان او نور ګاونډي هېوادونه دې ته چمتو کړي چې په افغان سوله او په سیمه کې امنیت د خوندي توب لپاره د زړه له تله هلې ځلې وکړي.
چین په هر لحاظ کولای شي په ګاونډیانو د خپل سیاسي، اقتصادي او نړیوال موقف په قوت د افغانستان په رغونه او ارامولو کې مثبت رول ولوبوي.
که څه هم پخواني حکومت له چین سره د افغانستان لرغونو اړیکو ته پوره زیان رسولی خو د اوسني حکومت هڅې چې د چین او افغانستان اړیکې بېرته د سمون او رغولو په لور بوځي د ستاینې وړ اقدام دی، دغه اړیکې د افغانستان په پرمختګ کې خورا مثبت زیری دی.
پخواني حکومت په افغانستان کې د چین رول او مرستو ته په کمزوري نظر کتل همدغه علت دی چې په افغانستان کې جکړه وغځیده او د پنځلس کالو له مرستو ډکه دوره د ملت په غولولو، چور او تالان کې تېره شوه.
له ګاونډیانو سره د اړیکو په له سره جوړولو کې د اوسني حکومت اقدام جدي دي، پدې چې په دې وروستو کې د هند ، روسیې چین او نورو هېوادونو له خوا افغانستان سره په پوځې او اقتصادي برخو کې د پام او حساب وړ مرستې وشوې.
چین ته د ولسمشر غني د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر سفر د دغو اړیکو د ټینګولو او رغولو یو بل ستر ګام دی ، دغه سفر په سیاسي او اقتصادي لحاظ د افغانستان ملت او حکومت ته د چین له خوا په درنه سترګه کتل دي.
د هېواد د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر په اوسنې حکومت کې یو کلیدي شخص دي، کوم کارونه یې چې تر سره کړي افغانستان ته یې ښه زیري لرلي دي.
نوموړي په خپل هر بهرني سفر کې د افغانستان د دفاعي ځواکو د تجیهیز په برخه کې خپل غږ پورته کړی او دغې مسلې ته یې لومړيتوب ورکړی چې تر ډېره پکې بریالی هم دی او له افغان امنیتي ځواکونو سره وروستۍ نظامي مرستې یې ښې بېلګې ګڼلی شو.
په پخواني حکومت کې د ملي امنیت مشاوریت له پامه لوېدلي او یو سبمولیک شی و، خو په اوسني حکومت کې دغه پوست په یوه کلیدي او ډېر مهم ادرس بدل شوی، د په هېواد چارو کې یې خورا مثبت اغیز لرلای دی.
دغه ادرس، د نظامي او اقتصادي برخو د جلبولو تر څنګ له ګاونډیانو سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکو ته هم یو نوی روح وربښلی. او د افغانستان سیاسي موقف یې له لوېدلي حالته د پرمختګ په لور روان کړی.
په ټوله کې ویلی شو چې چین ته د اتمر سفر د افغانستان د خلکو او نظامي دفاعي ځواکونو لپاره یو له لاسته راوړنو ډک هغه دی، له دې سفر سره به د افغانستان اړیکې له چین سره نورې هم ټینګې او چین به دې ته راضي کړای شي چې خپلو نظامي او اقتصادي مرستو ته په افغانستان زیاتوالی ورکړي، او د سولې پروسه کې هم له افغان حکومت سره د یو قوي ادرس په توګه برخه واخلي.
په اوسني حکومت کې اتمر هغه شخص دی چې د خلکو سترګې ورته اوړي، د مرستو جلبولو او اړیکو ټینګولو هڅې یې د ستاینې وړ دي د افغانستان خلک به د ده دغه هڅې هیڅ کله هېرې نه کړي.
One thought on “چین ته د اتمر سفر یو بل مثبت ګام”

ځواب ورکول naashna ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *