تاند- د چین دفاع وزیر د افغانستان له لوی درستیز سره په کتنه کې له افغانستانه په دې مننه وکړه چې د شین جین (سین کیانګ) د بېلتون غوښتونکو سختدریځو پر ضد د جګړې ملاتړ کوي.
چین له ډېره وخته په دې اندېښمن دی چې د افغانستان ناامني به د شین جین مسلمان مېشتې سیمې ته خپره شي.
د چین د رسمي خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې، د چین دفاع وزیر چانګ وانکوین د افغانستان له لوی درستیز جنرال قدم شاه شهین سره په خبرو کې وویل«د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د تروریستو عناصرو پر خلاف په مبارزه او د چین د اساسي ګټو په اړوندو مسلو کې د افغانستان د ارزښتناک ملاتړ مننه کوم.»
ده همداراز وویل«هیله لرم چې دواړه هیوادونه به د خپلو همکاریو بڼه او اندازه په پر له بسې ډول پراخه کړي او د دوو هیوادونو د خوندیتوب، امنیت او د ګډ پرمختګ لپاره د ښه چاپېریال د برابرولو لپاره به لا ډېره ونډه په غاړه واخلي.»
د چین دفاع وزارت په خپله ویبپاڼه کې د افغانستان د لوی درستیز له قوله ویلي چې هیواد یې غواړي چې د ترکستان د اسلامي غورځنګ د ترهګرې ډلې پر ضد د پرسونلو د روزلو، ګډو پوځي تمرینونو او نورو لارو همکارۍ زیاتې کړي.
د افغانستان لوی درستیز په داسي حال کې له چینايي چارواکو سره کتلي او چین د افغانستان مننه کړې چې ځیني راپورونه وايي، د طالبانو یوه پلاوي په وروستیو کې له چینايی چارواکو سره د خبرو لپاره بیا دغه هیواد ته و.
چین له افغانستان، پاکستان او امریکا سره یوځای په څلور اړخیز ګروپ کې هم شامل دی چې هڅه کوي طالبان د سولې خبرو ته وروبولي.
رویټرز خبري اژانس ته د طالبانو سرچینو ویلي چې د طالبانو پلاوی تېره میاشت چین ته تللی و خو د چین حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
IF it is real very nice