تاند- چین وايي، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د امنیت په برخه کې مرسته وکړي.

په ملګروملتو کې د چین استازي لیو جیا دا خبره پرون (سې شنبه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وکړه. ده تاکید وکړ چې د امنیتي وضعیت ښه کېدا د افغانستان د ثبات اساس دی.

لیو وویل، په وروستیو کې د افغانستان امنیتي حالت خراب شوی، او د وسله والو جګړو له زیاتېدو سره د ملکیانو مرګ ژوبلې ډېرې شوي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د دوشنبې په ورځ په کابل او بدخشان کې دوو چاودنو ۲۰ تنه ووژل. د کابل په چاودنه کې د کاناډا د سفارت ۱۲ نیپالي او دوه هندي ساتونکي ووژل شول.

چین دا بریدونه وغندل، ویې ویل چې د تروریزم پر ضد د افغانستان د حکومت د هڅو ملاتړ کوي او له دې هیواد سره د خپلو ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې به مرستو ته دوام ورکړي.

په ملګروملتو کې د چین دایمي سفیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چین هیله لري چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې له امنیتي وضعیت سره د مرستې لپاره نورې هلې ځلې وکړي، له تروریزم، مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې په برخه کې به د افغانستان او د سیمې د هیوادونو ترمنځ همکارۍ ډېرې کړي او او په ګډه به داسي شرایط رامنځته کړي چې په افغانستان کې امنیتي حالت ښه کړای شي.

د افغانستان حکومت په وروستیو کې هڅې ډېرې کړي چې د سولې په پروسه کې چین مهم رول په غاړه واخلي. دا هیواد له افغانستان، پاکستان او امریکا سره د همږغۍ په څلوراړخیز ګروپ کې شامل دی.

چین له دې نظره چې له پاکستان سره نژدې اړیکې لري او همداراز د شانګهای د همکارۍ ټولنې مهم غړی دی، د افغانستان په سوله کې اغېزمن بلل کېږي.

ټاکل شوې ده چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د مشرانو غونډه سبا د افغانستان د ګاونډي هیواد ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شي.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر برخه اخلي.

د دې غونډې په څنګ کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د پاکستان د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره د تورخم د وروستۍ لانجې په اړه خبرې وکړي.

په دې غونډه کې به هند او پاکستان ته د شانګهای د همکارۍ ټولنې بشپړ غړیتوب ورکړای شي.

افغانستان لا هم د څارونکي په توګه د شانګهای د همکاري ټولنې په غونډو کې ګډون کوي.

خو په ملګروملتو کې د چین استازی وویل چې هیواد یې په سیمه ییزو همکاریو کې د افغانستان د یوځای کېدو کلک ملاتړ کوي.

One thought on “چین له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه”
  1. Chin loya hamkari dagha da che speen aw tor sara bil kri hagha da che fakistan ta wawaye che dar achawoonko ya dehshat achawoonko aw qatilono ta zai ma warkawai aw bas monafiqat lara ma khpalawai aw bas gani sharminda ba we

ځواب ورکول Mohammad Arif Haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *