په کابل کې د اپارتمانونو یوه پروژه

تاند- د افغانستان د ښاري پراختیا وزیر وايي چې چین په کابل کې ۱۰ زره اپارتمانونه جوړوي.

سید سادات نادري وویل چې دا اپارتمانونه به دولتي کارکوونکو ته په اوږدمهالو قسطونو ورکړای شي.

د ښاغلي نادري په وینا دا به د میکروریانو د کورجوړونې له پروژې وروسته په افغانستان کې تر ټولو لویه هستوګنه پروژه وي.

ده وویل له بشپړېدو وروسته به هغو مامورینو ته کورونه ورکړای شي چې کور نه لري.

نادري زیاته کړه:«دا اپارتمانونه به په نسبتاً کوچنۍ ساحه کې جوړ شي او هغو حکومتي کارکوونکو ته به د اوږدې مودې په قسطونو ورکړای شي چې خپل شخصي کورونه یا اپارتمانونه نه لري.

د دې پروژې تطبیق به په افغانستان کې د بې کورو دولتي مامورینو ستونزې کمې کړي.»

ده دغه راز دا پروژه د کار موندنې او اقتصادي ودې لپاره ګټوره وبلله.

د افغانستان د ښاري پراختیا وزیر وویل چې په تېرو ۱۰ کلونو کې پر بېلابېلو برخو تر سل ملیارد ډالره زیاتې پیسې لګول شوي خو د بېوزلو خلکو او بې سرپناه خلکو پر ژوند یې مستقیم اغېز نه دی کړی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش له راپور سره سم امریکا له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې نژدې ۱۱۰ ملیارد ډالره لګولي دي. سرمفتش تاییدوي چې د امریکا ډېرې پیسې ضایع شوي او هغسي کار پرې نه دی شوی چې باید شوی وای.

4 thoughts on “چین په کابل کې ۱۰ زره اپارتمانونه جوړوي”
  1. په تیره ۱۴ کلنه دوره کی به دا لمړی ځل وی چی دداسی لوی پروژی چی هم دولتی کارکونکوته سرپنا چی سر پنا دهرچاحق دی پیداشی اوهم یو شمیرخلکوته کا رپیداشی مبارک دی وی . .

  2. یاره که خدای ج وکړی او دا کورونه جوړ شی نو موږ بد وکړو چی بیا به پاکستان پاتی شو فورا به خپل کورته زو موږ خو دی بی کوری له لاسه غلامان پاتی یو ۰۰۰ لویه خدایه کرزی تباه کړی که کرزی څو کاله مخکی دا کورونه جوړ کړی وی موږ به بد کړی وه چی موږ به جنګونه کړی وه کرزی مورده ګاو خو موږ ته یو کور رانکړ زکه موږ په جنګ لاس پوری کړ لو یه خدایه کرزی تباه کړی چی موږ یی دپردی ملک غلامان کړی یو

  3. السلام علیکم ۰۰۰یاره که خدای ج وکړی او دا کورونه جوړ شی نو موږ به بد وکړو چی بیا به پاکستان کی پاتی شو فورا به خپل کورته زو او کابل ته به زو موږ خو دی بی کوری له لاسه غلامان پاتی یو ۰۰۰ لویه خدایه کرزی تباه کړی که کرزی څو کاله مخکی دا کورونه جوړ کړی وی موږ به بد کړی وه چی موږ به جنګونه کړی وه کرزی مورده ګاو خو موږ ته یو کور رانکړ زکه موږ په جنګ لاس پوری کړ لو یه خدایه کرزی تباه کړی چی موږ یی دپردی ملک غلامان کړی یو

  4. یاره مولوی عبدالرزاق صاحب ستا زړه کرزیانو ته ډیر ډک ده الله ج دی کرزیان تباه کړی چی دا ملک یی تباه کړ که دا کورونه مخکی جوړ وی رشتیا به دافغام ولس ډیر مشکل حل وه خو زما په فکر کیدایشی شی داپروږه عملی نشی ځکه دا لوی کونی دکابل ټول شخصی پارتمانونه لری بیا به دهغوی کرایه را ټیټه شی نو کیدایشی دا خاینان ددی پروږی مخه ونیسی ۰۰۰ والله اعلم

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *