دا دواړه د ربط (Conjunction ) وييکي دي، خو فرق يې په دې کې دی چې یو يې جملې او کلمې سره وصلوي او بل وييکی یوازې جملې سره نښلوي.

(او) لکه: احمد او محمود رستوران ته ولاړل او ډوډۍ یې وخوړه.

  په دې جمله کې لومړي  ( او) دوې کلمې  ( احمد او محمود) او دوهم ( او)  دوې جملې سره وصل کړي دي.

خو ( چې) یوازې جملې سره یو ځای کوي او معمولاً یې  داسې سره یو ځای کوي چې یوه جمله د بلې تابع او برخه شي.

لکه:

احمد بازار ته لاړ چې کتاب واخلي.

 هغه پیسې راکړې چې موټر واخلم.

یعنې (چې) یوازې او یوازې جملې سره وصلوي.

4 thoughts on “ چې) او (او) / خالد تکل)”
  1. ګران او پیاوړی خالد تکل صاحب!
    ستاسو تشریح د دو «تړتورو» یاحرف ربط (Conjunction) دژبښود (Grammar)له مخي بېخي سمه ده . خو زه دا یوڅه پر ایضافه کوم . « چي » او «او» دواړه په خپل اصل کي «تړتوري » دي، خو ځیني مهال قیدونه هم سي . د« او» تړتوری نومان،ستایني، او دوي اصلي وییني یاني جملې سره جلاکوي . بولګي ئې تاسو ویلي دي . لکه : [احمد او محمود او کلبي دا سره تر برونه دي .] چي ډېر« او، او » رانسي «کږکۍ» یاني «کامه » د« او» پر ځای ورکوي . بله بولګه : [سپین، تور، چوڼیا،شین او سره رنګونه درسره راوړه .] دلته د «او» پر ځای «کږکۍ» راغلي . اوس ګورو « او» چي څنګه دوې اصلي «وییني» سره جلا کوي . بولګه : [ احمد ولاړی او اکبر هم ځي .] ستاسو مثالونه هم سمه دي . دلته دوه شعره د الفت صاحب ګورو: دکتار مخ کښې ساروان وو په خره سور+++ او په خره پسې مربوط د اوښ مهار وو د دویم نيم بیت په سر کي دغه «او» ټوټکی یاني قید (Adverb) دی د «بیا» مانا ورکوي . په دا بل بیت کي ئې ګورو : سر کَښيّ مې کړې نه ده له انسانه +++ زمامدار مې که ناپوه او که هوښیار وو په دغه دویم نیم بیت کي «او» (تړتوری) یاني حرف ربط دی . دلته ئې دوې ستایني سره جلا کړي. راغلو «چي » ته داهم تاسو ډېره ښه تشریح کړې . زه یوازي دا لیکم : [چي] ځيني مهال لیکوالان او شاعران د قید کار هم ځني اخلي . دالفت صاحب دغه بیت ګورو : هېواد ته مخ چي دطوفان شي +++ ښارونه کلي کورونه وران شي په دغه لومړي نیم بیت کي «چي» قید زمان دی یاني «کله » یا«کوم وخت» مانا ورکوي . دابل بیت ئې ګورو : چي تیاره شي ډېوه رڼاشي +++ ډېوه مړه کیږي چي شپه سبا شي په لومړي نیم بیت کي «چي» قیدزمان دی مانا «کوم وخت چي»، «هرکله چي» او په دویم نیم بیت کي «چي» (تړتوری) دی دوې وییني ئې سره جلا کړي دي . نوري خبري ستاسو په دغه باره کي سمي او ښې دي . خدای (ج) مو لره په ادبي درنښت او مننه . « وکیلي»

  2. ګران او پیاوړی خالد تکل صاحب!
    له مخي بېخي سمه ده خوزه دا یوه (Grammar)دژبښود (Conjunction)ستاسوتشریح ددو«تړتورو»یاحرف ربط
    څه پرایضافه کوم . « چي » او «او» دواړه په خپل اصل کي «تړتوري » دي، خو ځیني مهال قیدونه هم سي .
    د« او» تړتوری نومان،ستایني، او دوي اصلي وییني یاني جملې سره جلاکوي . بولګي ئې تاسو ویلي دي . لکه : [احمد او محمود او کلبي دا سره تر برونه دي .] چي ډېر« او، او » رانسي «کږکۍ» یاني «کامه » د« او» پر ځای ورکوي . بله بولګه : [سپین، تور، چوڼیا،شین او سره رنګونه درسره راوړه .] دلته د «او» پر ځای «کږکۍ» راغلي . اوس ګورو « او» چي څنګه دوې اصلي «وییني» سره جلا کوي . بولګه : [ احمد ولاړی او اکبر هم ځي .] ستاسو مثالونه هم سمه دي . دلته دوه شعره د الفت صاحب ګورو :
    دکتار مخ کښې ساروان وو په خره سور+++ او په خره پسې مربوط د اوښ مهار وو
    د «بیا» مانا ورکوي (Adverb) د دویم نيم بیت په سر کي دغه «او» ټوټکی یاني قیددی : په دا بل بیت کي ئې ګورو سر کَښيّ مې کړې نه ده له انسانه +++ زمامدار مې که ناپوه او که هوښیار وو په دغه دویم نیم بیت کي «او» (تړتوری) یاني حرف ربط دی . دلته ئې دوې ستایني سره جلا کړي. راغلو «چي » ته داهم تاسو ډېره ښه تشریح کړې . زه یوازي دا لیکم : [چي] ځيني مهال لیکوالان او شاعران د قید کار هم ځني اخلي . دالفت صاحب دغه بیت ګورو :هېواد ته مخ چي دطوفان شي +++ ښارونه کلي کورونه وران شي په دغه لومړي نیم بیت کي «چي» قید زمان دی یاني «کله » یا«کوم وخت» مانا ورکوي . دابل بیت ئې ګورو :
    چي تیاره شي ډېوه رڼاشي +++ ډېوه مړه کیږي چي شپه سبا شي په لومړي نیم بیت کي «چي» قیدزمان دی مانا «کوم وخت چي»، «هرکله چي» او په دویم نیم بیت کي «چي» (تړتوری) دی دوې وییني ئې سره جلا کړي دي . نوري خبري ستاسو په دغه باره کي سمي او ښې دي . خدای (ج) مو لره په ادبي درنښت او مننه . « وکیلي»

  3. وکیلی صاحب ژوندی خو اوسئ. ستا سو کږکۍ او وېینه زما د زړه ملهم شول. نن سبا د بریا ویی په رسنیو کی سم نه کاریږی. د هغه کره جاج لاس ته راوړنه ده چی د پارسی دست آورد ویي تحت اللفظی ژباړه ده. د ساري په توګه باید چې ووایي د کرکټ ټیم بری نه بریا.ستاسو لید څه دئ؟

  4. محترم عبدالسلام صاحب
    بری نرینه نوم دی،چي پاړسي مانا ئې ده کامیابي،ظفر،فتح اونور
    بریا نرینه ستاینه ده پاړسي مانا ئې ده کامیاب،موفق
    لاس بری مانا غالب،قوي
    زما له له نظره (لاس ته راوړنه) که څه هم تحت الفظ مانا ده یاني دست آورد خو زې په خپل ذهن سره سمه بولم که سمه په کار یوړه سي.اوبله خبره زه کلمې ته ګړه وایم، دګړېدل څخه راځي او جملې ته ویـینه وایم . الله دي لره. په ادبي درنښت وکیلي

ځواب ورکول Mulaheil Abdul Salam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *