تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو خاص استازي د دوشنبې په ورځ وویل: د افغانستان د سولې په خبرو کې پرمختګ کاملاً په طالبانو پوري اړه لري چې ایا دوی خبرو ته تیار دي او کنه دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې جېمز ډابینز په قطر کې د احساساتو او ولولو په منځ کې د دفتر پرانستنه د طالبانو له لوري د تبلیغاتي استفادې هڅه وبلله.

د امریکا خاص استازی په قطر کې د څو ورځو له تېرولو وروسته پرون/دوشنبه/ کابل ته راورسېد او له ولسمشر کرزي سره یې ولیدل.

ده وروسته د افغانستان د سولې د عالي شورا له دوو غړیو سره هم ولیدل او له ولسمشر کرزي سره یې خپلې خبرې مثبتې وبللې.

ده وویل:«موږ د پخلاینې پر اوسني بهیر، چې طالبانو ته ځنډېدلی چې ایا دوی غواړي چې خبرې وکړي او که ونه کړي، نظرونه تبادله کړل.»

تر ډابینز یو ساعت مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په هند کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له طالبانو سره د خبرو شرطونه لا پوره شوي نه دي.

ډابینز په کابل کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان د سولې په خبرو کې ګډون کوي او کنه کوي؟ وویل:«دا مسله لا څرګنده نه ده. زه اصلاً نه یم خبر. انتظار یو چې له دوی څخه واورو.»

ډابینز همداراز وویل چې له څو میاشتو راهیسي له طالبانو سره منظمې او غیرمنظمې خبرې کوي او غیرمستقیمې خبرې خو یې له یو نیم کال راهیسي دوام لري.«نو ویلی شم دا کومه حیرانوونکې هڅه نه ده. خو دا څرګنده نه ده چې ایا طالبان د هغو شرایطو پراساس خبرو ته تیار دي او کنه دي چې موږ ټاکلي، باید دوی ته انتظار وایستل شي.»

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ویلي، واشینګټن په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په څرنګوالي غوسه شوی .

د نوموړې په وینا د اسلامي امارت نوم ، سمبولونه ، اونښې په هغه توافق برابرنه وو چې مخکې یې ژمنه شوې وه .

تر دې مخکې پرون په قطر کې د طالبانو د تحریک د سیاسي دفتر غړي محمد سهیل شاهین په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دوی په دوحه کې د خپل دفتر د (اسلامي امارت) د لوحې او بیرغ په اړه خپل دریځ بدل کړی نه دی او لا هم په بیرغ او د اسلامي امارت پر لوحې ټینګار لري.

طالبان وايي چې د قطر د حکومت په اجازه یې پر خپل دفتر د اسلامي امارت لوحه او سپین بیرغ درولي و چې وروسته قطري چارواکو لېري کړل.

4 thoughts on “ډابینز: د سولې په خبرو کې پرمختګ په طالبانو پوري تړلی”
  1. دوی د یهودیانو خاصیت لری، او یهودیان به هڅکله سولی ته حاضر نشي، له یوی خوای د دوی انتحاری، او له بلی خوا د دوی حماقت دا ټول دا په ډاګه کوی چه طالبان نه پښتانه دی او نه هم مسلمانان. د کابل د فاسد د رژیم د پخوانی د امنیت ریس په حواله دا کسان په قطر کی دا ټول د آی، اس، آی کسان دی. د شاهین سهیل نوم خو ماته هم پاکستانی ښکاری. په هر صورت خلک د جنګ نه تر ستونی راغلی هان داچه خلک نور د پښتو او اسلام نه نور ستړی شوی. اوګوری چه دا اوس چه د سولی خبری کیږی هلته په کابل کی لسو کسانو ځانمرګی بریدونه کړی، آیا دا په اسلام کی یو روا کار دی او که نا روا؟

  2. ‌ډیره ښه تبصره کوچیه. بله داچه ما کوچی خپل نول په روغ لیونی واړاوه. خدای دی وکړی چه تر دی نامه ‌ډیری ښی تبصر خلکوته وړاندی کړم

  3. kochaia !!! na sok de pakhto na stari di aw na ham islam dase DIN dai che sok tre stari shi baghair de monafeqino aw mortatino.
    napohegam che ta pocha pore marbut ey???? zaka che po stargo de parde prate di aw 48 kafreran aw yahudan na wine kho de SHAHIN SOHAIL num tabir kawe che pakestani dai.
    ka zoma mane ?????
    la de tabsero ter sha aw khpala rama de po makha ka.

ځواب ورکول afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *