تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي د سې شنبې په ورځ اعتراف وکړ چې پاکستان پر افغان طالبانو فوق العاده نفوذ لري.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې جېمز ډابینز دا خبره د سې شنبې په ورځ له پاکستاني مشرانو سره له خبرو وروسته د امریکا په سفارت کې وکړه.

ده پرون تر دې مخکې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف او د پوځ له لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني سره وکتل.

ډابینز وویل چې پاکستاني چارواکو په خپلو خبرو کې ژمنه ورکړه چې له خپل نفوذ څخه به د افغانستان د سولې د بهیر د پرمخ بېولو لپاره کار واخلي.

ده زیاته کړه:«زه باور لرم یو څوک طالبان کنټرولوي، خو احتمالاً په دې برخه کې پاکستان تر ټولو زیات نفوذ لري.»

ډابینز ته د افغانانو په منخ کې له احمد رشید او ګڼو نورو پاکستانیانو سره د نژدې اړیکو د لرلو له کبله د پاکستان پلوه امریکايي په سترګه کتل کېږي.

ډابینز وویل، باور لري چې پاکستان طلبان نه کنټرولوي، خو تر نورو پکې زیات نفوذ لري.

ده دا تصور هم رد کړ چې له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځیانو له وتلو وروسته به امریکا پاکستان ته شا واړوي، ویې ویل: «حتمي نه ده چې تاریخ دې تل تکرار شي، فکر کوم چې موږ ځیني درسونه هم زده کړل.»

ډابینز په قطر کې د طالبانو د دفتر پر سر د لانجې په اړه هم خبرې وکړې چې د تاسیس له کبله یې په افغانستان کې د سولې تته هیله پیدا شوه.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي وویل، د امریکا متحدو ایالتونو تر ټولو مخکې عکس العمل وښود او د قطر حکومت ته یې خبر ورکړ چې دا د مخکینیو خبرو او ژمنو خلاف دی.

ده د طالبانو له لوري د قطر د دفتر په پرانستنې کې د سو تفاهم یادونه وکړه، ویې ویل چې طالبانو له دې موضوع د تبلیغاتو لپاره کار واخیست.

له ښاغلي ډابینز سره د پاکستان نوي صدراعظم نوازشریف په خپلو خبرو کې د قطر د دفتر او د افغانستان او پاکستان د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړې.

نوازشریف وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته ټېلفون وکړ، هغه ته یې د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړه.

10 thoughts on “ډابینز: پاکستان پر افغان طالبانو فوق العاده نفوذ لري”
  1. د ښاغلی ډابینز دا خبره حقیقت لری چه پاکستان پر افغان طالبانو فوق العاده نفوذ لري ولی ددی خبری سره یی مخالف یو چه وایی پاکستان طالبان نه کنټرولوی که چرته دده داخبره ر ښتیا وی نو بل کوم هیواد دی چه د طالبانو جنګی روزنتو نو نه پیکی فعال دی؟ که ښاغلی ډابینز دا نه منی نو داسی افغانان شته دی چه دا ځایونه او روزنتونونه ورته په پاکستان کی ورپه ګوته کړی

  2. ورکه د شی وینزه چې د وینزی کالی مینځی! پاکستان خو د برطانیه مستعمره ده او وی به! خو بده خبره او د شرم ځای خو دادی چې دوی په افغانی طالبانو حکمرانی کوی!!!!! طالبانو په رښتیا هم د پښتنو په تاریخ متیازی وکړی او په شرمو یې وشرماوه!

  3. = ( جهالت + وحشت + دغلام غلامي + د انسانیت دښمن+د افغانانو دښمن+د اسلام په جامه کې د اسلام دښمن=== طالب جان )
    د پاکستان ملېشه

  4. د غرب فحاشی + شراب+ تنګ پتلتون + لوڅ سر +فرانسوی ږیری +د امریکا په ډالرو مست مساوی د غرب تمثیل کوونکی مساوی افغانستان تجزیه کوونکی ځلویشت هیواددونو باندی

  5. د باسکتانی استخباراتی ډلی او د پاکستان فوځ د ۱۹۷۵ کال راهیسی په افغانستان کښی لاسوهنه کوی، ډلی ډلی اورپکی روزی او د افغانانو د ژونو لپاره رالیږی.
    د روسانو د شکست نه وروسته پاکستان د خپلی خوښی حکومت او خپل د نواز شریف له خوا جوړ شو او بیا یی کورنی او تنظیمی جګړه وځیګوله او په لکونو افغانان یی شهیدان کړل، وروسته یی بیا د طالب په نوم ډله راپیداکړه او یو ځل بیا یی کورنی جګړه د جهاد په نوم شروع کړه او اوس بیا داسی بریدونه تنظیمیږی او کیږی چی د هر افغان د ذهن نه وتلی او د وس نه پوره کار نه وی او هر ځای کښی د طالب له خوا افغانان په شهادت رسول کیږی نن که د غرونو له کوچی نه هم وپوښتل شی نو د پاکستان نوم به ددی ټولی لوبی اصلی لامل ښیی بل دا چی طالب په ۶ کاله حکومت کښی د ۱۰ افغانیو ابادی په هیواد کښی ونه کړه لیکن اوس د لکونو ډالرو موټرو کښی ځانمرګی بریدونه کوی دوی ته د جنګ ټول مېارف څوک ورکوی دا ښه معلومه ده چی پاکستان یی له امریکا اخلی او بیا پاکستان یی پر طالبانو ویشی.

  6. نړیوال هم پر دی لوبه ښه پوه دی چی دا هر څه پاکستان کوی لیکن بر دی نه پوهیږم چی دوی کومه مجبوری لری چی پر پاکستان فشار نه شی واردولای

  7. د ځوان وردک په ځواب کی: وردک صاحب: دا فورمول دی له کومه کړی؟ په رښتیا وردګان ډیر با استعداده خلک دی. کوم سړی له یو وردګ څخه وپښتل: خلک ولی تاسو پسي ټوکی کوی علت څه دی؟ وردګي ورته ځواب ورکړل: فکر کوم چه خلکو به زمونږ د خاطراتو کتابچه پټه کړی وی

  8. yaw cha ta tawhin kawal po rishtia de ROGH LEWANI kar dai. ka chere cok yaw qawm ta tawhin kawi no bya de num badal ki zaka che bya lewani ta tawhin dai.

    po dranacht

  9. Abohanifa aw rog liwanay! staso matlab da da che de afghanista dawlat fased aw gholam da no Talibano ta ham ghulami aw fitna rwa da?

    Za yaw adi afghan che de talibano po zamana ke me po afghanistan ke zwand karay har sa me de sar po stargo lidali de aw os ham po afghanistan ke zwand kawam.

    Taliban de afghanista le osani dawlat chakha po fasad, fitna aw ghulamy ke kam na dy. Taliban na pokhwa khpalwaka wo na os khpalwaka de aw na ba po ratlonki ke khpalwaka shi.

    Taliban che zanona atalan aw parishte boli de wolas de hech poshtany zwab na lari…………………….

ځواب ورکول ابوحذیفه ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *