د ولسمشرۍ نوماند ډاکټرعبدالله په یوه تازه مرکه کې یو ځل بیا ټینګار کړی،چې که د ټاکنو ګټونکی شي د هېواد واکمن سیاسي نظام به له ریاستي بڼې څخه په پارلماني نظام بدل کړي.

نوموړي له ازادۍ راډیو سره په دغه مرکه کې ویلي،چې دا کاربه د اساسي قانون مطابق له لازمو قانوني لارو چارو څخه کوي.

ښاغلی عبدالله د یوه افغان په حیث حق لري،چې د پارلماني یا بل ډول سیاسي نظام پلوی وي،خو د ولسمشرۍ د یوه نوماند او سیاسي رهبرۍ د مدعي په حیث یې خبرې د بحث او ملاحظې وړدي.

بې ضرورته بحث

د افغانستان په فعلي شرایطو او اړتیاوو کې د نظام بدلولو بحث یو بې ضرورته بحث دی،ځکه خلک ستونزه د نظام په بڼه کې نه؛بلکې په هغو کړیو کې ویني چې پرواک حاکم،انحصارغوښتونکي ،کم ظرفیته او قانون ماتونکي دي.

دا کړۍ چې له څه باندې دوو لسیزو راهیسې یې په افغانستان کې په یو او بل نوم د بهرنیانو په مرسته او اشاره ستونزې زېږولي او تقویه کړي،د پارلماني نظام تجربه یې هم په افغانستان کې ثابته او منفي وه.

دا تجربه د ښاغلي عبدالله په ګډون نورو ځینو ډلو په اویایمه لسیزه کې افغانانو ته ښودلې،چې نتیجه یې ترډېره د هېواد تر ورانولو،وژلو او لویو جنایتونو پورې ورسیده.

هغه مهال ټولو ډلو د نظام پربڼې همدا موافقه لرله،چې پارلماني دې وي خو د څوکیو پروېش نه سره جوړیدل.

ښاغلی عبدالله یا بل کوم څوک که نن د نظام د بدلولو خبره مطرح کوي،په دې بحث کې به یې بیا ممکن کومه پټه بهرنۍ او ویجاړونکې اجنډا پېچلې وي.

هڅه که عمل؟

ښاغلي عبدالله پرته له دې چې د خلکو ارادې او د ده له نظر سره توافق او نه توافق ته پام وکړي،ویلي چې سیاسي نظام به له ریاستي څخه په پارلماني بدل کړي.

ده ته نه ده په کار،چې خپلې هڅې ته د حتمي عمل نوم ورکړي ځکه د افغانستان د اساسي قانون مطابق د نظام بدلولو لاره د اساسي قانون تعدیل هغه هم د لویې جرګې له لارې کیدای شي.

ښاغلي عبدالله باید دا په پام کې نیولي وای،چې د نظام بدلولو فکر یې د ده او ده پورې د اړوندې ډلې غوښتنه ده،دا ډله د ټول ملت د ارادې او خوښې ممثله نه ده،چې نه ده بیا د نظام بدلوم پرځای ده ته د نظام بدلولو هڅه کوم جمله کارول په کار و.

اول خو له وخته مخکې ده،چې ښاغلی عبدالله د ولسمشرپه توګه ارګ ته د هغه د ننوتو په اړه ډېر ډاډه وي،ځکه د یو شمېرنورو نوماندانو په شان د ده پرګټلو رایو هم د درغلۍ ادعاوې مخ په زیاتیدو دي.

بیا که احیاناً دی ولسمشرهم شي،ورته ګرانه به وي چې په افغانستان کې د نظام بدلولو خوب پوره کړي.

ځکه هغه د ولسمشرکرزي خبره افغانستان د نظامونو د تجزیې لابراتوار نه دی،افغانان خپلې ستونزې،لومړیتوبونه او حل لارې یې ښه پېژني.

دوی په دې نه شي غولول کیدای،چې د یوه سیاسي نظام ستاینه او د بل غندنه ورته وشي.

د افغانانو سیاسي شعور،درک،ظرفیت او عمل له پخواني حالت سره ډېرمتفاوت دی،دوی کولای شي چې د نظام د بدلولو په نوم د بې پروګرامه او بې طرحو کاندیدانو او سیاسي فعالانو د غولونکو هڅو نتیجه خرابه کړي.

د افغانستان خلکو ته ښکاره ده،چې دلته ستونزې د واک له بې عدالته وېش،بې عدالته غوښتنو او نورو ورسره تړلو مسلو څخه سرچینه اخلي او په دې ټولو ستونزو کې د مطلق واک انحصارګرې ډلې ګرمې دي.

6 thoughts on “ډاکترعبدالله او د نظام بدلولو خوبونه / ارشاد رغاند”
  1. ښوروا لا پخه شوې نده او ډاکتر عبدالله ورته ډوډۍ وړه کړیده. یو ځل خو ټاکنې وګټه بیا خوبونه ګوره.

    په درنښت

    نور

  2. د ښاغلی عبدالله دا نظر چې« که د ټاکنو ګټونکی شي د هېواد واکمن سیاسي نظام به له ریاستي بڼې څخه په پارلماني نظام بدل کړي» – ډیره جالبه ده . زه فکر کوم چی دا د سترګو متخصص به لا تر اوسه د ریاستی سیستم او پارلمانی ترمنځ توپیر په څه کی وی، پوهیږی او که نه. په هر حال د افغانستان د دولت سیستم جوړول او یا تغییر ورکول د یوه شخص کار نه دی. پدی باب باید متخصصین او کار پوهان څیړنی وکړی او د هغوی مفادات اواضرار ټولنی ته وښوول شی چی آیا کوم یو زمونږ د راتلونکو نسلونو لپاره ګټور دی. په ځینو شاهی مشروطه دولتونو کی لکه انګلستان ، ناروی، هالند او بلژیک په شان هیوادونو کی چی د خلکو سیاسی شعور اوپوهه ډیره لوړه ده ، پارلمانی نظام غوره شویدی . اما په فرانسه ، د امریکا متحده ایالتونو کی بیان ریاستی نظام غوره شویدی. چی هریو یی په خپل ځای کی موفق او ښه نتیجه لری. پاته شو افغانستان په شان بیرته پاته هیواد کی چی له 70 سلنی زیات خلک یی بیسواده او له 40 کلونو راهیسی په جګړو اخته دی او د پاکستان او ایران په شان مضر او تر ټولو ناوړه ګاونډیان مو په نصیب شویدی، کوم نظام بهتر دی ؟ دا د ولس او هیوادوالو او کارپوهانو کار دی نه د سترګو متخصص.

  3. ږ.حسنه وروره دا غبرګ عبدالله متخصص نه دی حتی د طب پوهنڅی یی هم نه د بشپړه کړی
    و د سیاست او اقتصاد څخه په پوره
    واټن لری دی په طبابت هم نه پوهیږی.
    په مود درشن او فیشن کی متخصص دی بی له شکه

  4. ټولو محترمو لوستونکو ته د سلام د وړاندی کولو څخه ورووسته باید دا ووایم چه دافغانستان د سیاسی نظام بدلون باید زمونږ د هیواد د سیاسی پوهانو او قانون پوهانو له نظره وروسته تعین شی چه کو نظام به په اوسنیو شرایطو کی ګټور وی او بیا دا مهمه ده چه دا حکومت له چا نه جوړه وی که دی فکرکوی که نظام بدل کړم ولی اشخاص به ټول هغه وی چه دا ۲۴ کاله یی ملک تباه او برباد کړ دا به غټه اشباه وی .

  5. پارلمانی نظام د افغانستان د سیاست او چوکیو د اخستونکو او پلورونکو لپاره مناسب دی ،له ایران څخه اوس په بوجیو پیسی یو کس ته راځی نو چه پارلمانی شی نو بیا به هر وکیل ته هر کال راځی،هره میاشت به پاچا ګردی وی، او د جناب اوس ښه ډیر ډالر ذجیره کړی او ورته د پیسو دلاسته راوړلو نوری ښی لاری او شبکی ملومی دی

ځواب ورکول Jamalludin Stankzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *