تاریخ او شخصیتونه کله کله تکراریږي. کارمل د افغانستان او بشریت د تاریخ یوه ننګینه او توره څیره ده. د ده د ذلیل شخصیت او جنایتونو په باب په اصطلاح هزار سال میتوان سخن ګفت. د کارمل روح اوس په یو بل شخص کې ننوتی چې د هغه ذلیل شخصیت پیل کړې دنده بشپړه کړي. دا شخص ډاکتر عبدالله دی. ډاکترعبدالله او کارمل ځینې مشابهتونه لري او ځینې توپیرونه :

مشابهتونه :

–       کله چې روسانو د افغانانو په ژوند او ناموس د خپلو تیری کونکو عسکرو محکمه کول غوښتل، نو کارمل ورته ویلي و: (دا داشرارو کار دی او روسي ملګري بدناموي)، او چې د روسي پوځیانو جنایت خپلو مشرانو ته ثبوت شو، کارمل ورته بیا وویل: (که د روسي ملګرو!!! کار هم وي، ښه کار دی؛ ټول ووژنئ، ځکه همه اش اشرار است). عبدالله هم بهرنیانو ته وایې ټول پښتانه ووژنئ ځکه دې امریکایانو ته ټول پښتانه، طالبان او ټول طالبان د القاعده غړي معرفی کړي دي. ده لا امریکایانو ته یو رسمي سند هم لاسلیک کړی دی چې بهرني پوځونه د هر افغان د حریم، ناموس او ژوند د1 لوټلو واک لري.

–       کارمل روسي لښکرو په ټانکونو سپور د میګ او سو جټ الوتکو تر سیورې لاندې کابل ته راوست، او د عبدالله ډله امریکایانو د ب ۵۲ تر وزرو لاندې.

–        کارمل هم خپل هویت مسخ کاوه. هغه یو کشمیری و، (کشمیري تول کوم عار نه دی)؛ خو په یو سند کې به یې ځان پښتون معرفي کاوه او په بل کې تاجک. کله به ده ځان ته پښتون لیکه، او وور یې بریالي به ځان ته تاجک لیکه، عبدالله هم کله ځان ته پښتون لیکي، کله تاجک. دغه دواړه د افغانستان قومونه دي او که یو افغان په هر یوه پورې مربوط وي، د ویاړ خبره ده، خو که سیاست کوي او ځان مشرۍ ته رسول غواړي نو باید د افغانستان ملي ګټو ته ژمن او هیوادشموله اجندا ولري.

–       کارمل د پرچم د وطن پلورې دلې موسس او عبدالله یې لاروی دی.

–       کارمل به هم ویل [تا اخرین عسکر روسی همرایش میجنګم]. عبدالله هم وایي تا اخرین عسکر امریکا و ناتو همرایش میجنګم].

توپیرونه :

–       کارمل یوازې روسان راوستي و، عبدالله او نظار شورا پنځوس ملکونه راوستي دي.

–       کارمل په شخصي ژوند کې پیسو ټولولو ته پام نه کاوه، خو عبدالله د پیسو او شتمنیو په چور کې استاد دی. دا لینک وګورئ.  http://www.nahimi.dk/web/index.php/articles/5307-afghan-opposition-leader-dr-abdullah-s-secret-agenda

–       کارمل یوه عقیده لرله، سره لدې چې باطله عقیده وه، خو نوموړی ورته ژمن و. ډاکتر عبدالله نه اسلام او نه کومې بلې عقیدې ته پابند دی.

–       کارمل په حیرتانو کې د ژوند وروستۍ مرکه کې افغانانو ته یو پیغام ورکړ چې که افغان ځوانان غواړي وطن یې ازاد او اباد وي، نو د بهرنیو په تمه دې نه کیږي. خو عبدالله وایي که زر کاله هم بهرنیان پدې هیواد کې پاتې کیږي دوی یې هر کلی کوي.

–       کارمل به روسانو ته په عبادت او لینن ته په درود ویلو ویاړ کاوه، اسلامي ارزښتونه یې پایمالول. په پرچم جریده کې یې د رسول الله (ص) د شخصیت بې ادبي کړې وه. عبدالله هم د رسول الله یو مهم سنت یعنې د استخارې لمانځه ته فال بیني ویلې ده. استخاره سنت ده؛ د ثواب کار دی، او فال ګیري ناروا ده. یو څوک چې روا ته ناروا او ناروا ته روا وايي حکم یې علماو ته څرګند دی.

وروستی پیغام :

مومنو او باشهامته افغانانو! مه پریږدئ چې د کارمل وارث، د بهرنیانو مزدور، د وطن د تباهۍ او ستاسو د بربادۍ په نیت، د مشرۍ پر تخت کیني.

—————————

د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

One thought on “ډاکترعبدالله او کارمل: مشابهتونه او توپیرونه/ د ودان لیکنه”
  1. عزتمند ودان صاحب?
    ته يو بوه او با دانشه با جرءته ليكوال ي جه واقيعتونه دخبل خلكو أذها نو ته رسوي او تاريخي مسوليت رفع كوي خه جه دي ليكلي تول واقعيت دي دا دواره دافغان ملت دباره دوه كر غيرني خيري جه به خبل ملت هيخ رحم نه در لوده اونه به ي ولري كه زما خخه وبو شتي جه ولي دي وطن خوشي كري دا دعبدالله هغه شو مه تو طيه وه جه غوشتل ي ( ٢٣ ) بشتانه جنرالان بايد ترور كري يو جنرال جه ده مزار أوسيد ونكي وه ترور أونور تر ما بوري به تيشته بريالي شول دوخت به راتلو سره به قصه مكمله دخبل وطنوالو غوز وته ورسوم به دي بلان كي هغه بنجشيري دكروال جه دا فعلاء خما كور ي تصرف كري اوبه كي أوسيزي هم شامل وو دا بلان احمد شاه مسعود ، او فهيم جه دهغي وخت دخاد ريس وه تأيد او منظور كري وو
    جلالزوي

ځواب ورکول Khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *