تاند- د ابتدايي پایلو له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بریالي کاندید اشرف غني احمدزي د ابتدايي پایلو له اعلانېدو وروسته په لومړنیو څرګندونو کې وویل چې دا نتیجې مني او له قانون سره سم نهايي پایلو ته انتظار باسي.

ده د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهم پړاو بریالی وباله او د پایلو اعلان یې وستایه، ویې ویل چې د ابتدايي پایلو اعلان د مجهول او ګډوډ حالت له ختمېدو سره مرسته کړې ده.

ډاکتر غني وویل چې په انتخاباتو کې د شفافیت لپاره له اړوندو خواوو سره همکارۍ ته تیار دی.

ده دا تور رد کړ چې ګنې د رایو د شفافیت مخالف دی.

ده وویل:«موږ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ۱۹۳۰ محلونو د رایو د بیا شمېرلو هرکلی وکړ که څه هم توازن پکې نه و رعایت شوی او دا محلونه اکثره زموږ د رای ورکوونکو ول.»

اشرف غني احمدزي وویل چې په همدغو محلونو کې د عبدالله عبدالله په هرو یو لک رایو کې ۱۲۲۱ باطلې شوې خو د ده په هرو یو لک رایو کې ۸۱۰ باطلې شوې او په دې توګه څرګنده شوه چې په انتخاباتو کې ډېره درغلي نه ده شوې.

۱اشرف غني احمدزي وویل چې د دواړو خواوو له موافقې سره۹ سم دې د۷۱۰۰ محلونو رایې  تفتیش شي. ده تاکید وکړ چې سر له ننه دا کار پیل شوی او هرکلی یې کوي. په دې محلونو کې شاوخوا ۳ ملیونه رایې اچول شوي دي.

ده بیا بیا وویل چې له تفتیشه وېره نه لري ځکه چې رایې یې پاکې دي. اشرف غني له نړیوالو څارونکو وغوښتل چې د پلټنې او بیا شمېرنې په پروسه کې پوره برخه واخلي.

ډاکتر غني د عبدالله عبدالله له لوري د موازي حکومت د جوړولو د پټکې په اړه وویل چې ښاغلی عبدالله یو ملي شخصیت دی، د افغانستان پر یووالي باورمن دی او داسي کار نه کوي.

اشرف غني احمدزي له یو اړخیز او غیرقانوني اقدام مخالفت وکړ، ویې ویل:«موږ د یو اړخیز او د قانون له چوکاټه د وتلي اقدام مخالف یوو او هغه د هیواد په تاوان بولو. د زورپالنې په کلتور باور نه لرو، زموږ خبره د قانون پر اساس ده.»

اشرف غني تاکید وکړ چې د افغانستان خلک متحد دي او هیڅوک د هیواد د ملي یووالي مخالف نه دي.

ده عبدالله خپل پخوانی همکار وباله او ویې ویل چې بې قید وشرطه پراخو سیاسي خبرو ته تیار دی. اشرف غني احمدزي دا هم وویل چې د عبدالله عبدالله هغه ټول شرطونه او وړاندیزونه یې منلي چې نړیوالو ته عملي ښکاره شوي دي.

ښاغلي غني د څه باندې ۷ زره محلونو د رایو د بیا شمېرل کېدو په اړه د ښاغلي عبدالله وړاندیز ومانه او عبدالله هم ظاهراً ومنله چې انتخاباتي پروسې ته د بېرته راګرځېدو اشاره ورکړه خو د انتخاباتو د ابتدايي پایلو له اعلانېدو وروسته عبدالله وویل چې د اشرف غني احمدزي بری نه مني او که بله لار ورته پیدا نه شوه موازي حکومت به جوړ کړي.

اشرف غني احمدزي دغه راز وویل چې د افغانستان خلک خپلو مشروع ښتنو ته نژدې شوي دي.

ده وویل چې د ابتدايي پایلو اعلان د ناڅرګند حالت له پای ته رسېدو سره د مرستې ترڅنګ حقوقي زمینه برابره کړې چې پر انتخاباتي شکلایتونو غور پیل شي.

0 thoughts on “ډاکترغني د انتخاباتو د ابتدايي پایلو هرکلی وکړ”
  1. مشره ! کله چې د لمړنيوپایلو اعلان وشو په ټولو افغانانو کې د خوښیو او خوشالیو احساس وليدل شو چې د نهايي پایلو وروسته به داجشن په اتڼونو او ملي ترانو لمانځو ، مونږ افغانان به د وینو تر آخري څاڅکي پورې د وطن د آبادۍ او سولې راوستلو لپاره ستا په خوا کې د اوسپنيز ديوال غوندې ولاړ يو ، همدا رنګه د داکتر صيب عبداله څخه هیله لرو چې د نړۍ د نورو سیاستمدارانو غوندې تاسې ته د بريا مبارکي ووايي اود څو لنډغرو په مشورو نور خپل شخصيت ته تاوان ونه رسوی او وطن ته خدمت وکړي

  2. ډاکټر عبدالل خو سیاستمدار نه دی.
    هغه یړ غل، رهزن او اوباش دی، او خپل اصلیت یی په دی څو اونییو ګډوډیو کی معلوم کړ. د کابل او ننګرهار راکتونه، د هلمند جګړه او نوره ټوله ګډوډی خو د همهغی بدبخت کارنامی دی

  3. مونږ د ټولټاکنو د پای د اعلان هرکلی کوو او د ملت ریښتینی خادم ډاکتر اشرف غنی ته ددی ستری بریا مبارکی وایم دا بریا یوازی د ډاکتر اشرف غنی نه ده بلکی د ریښتینی افغانانو بریا ده چی خپل زور او جزبه یی هغه چا ته وښوده چی د افغان په نوم شرمیږی او قبلولو ته یی هم تیار ندی نو اوس دی ځان سره فکر وکړی چی که چیری دا خاموش اکثریت په خوځیدو راغی نو د نړی هر طاقت ته په خوله سوک ورکولای شی او د عبدالله عبدالله نه هیله کوو چی د هیواد د جوړولو فکر وکړی نه د ورانولو.

    Rohullah Darwesh

ځواب ورکول Rohullah Darwesh ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *