محمد یار یار

(( – عدالت د اسلام د مبین دین اساس دی او قاضیان د عدالت د اجرا مسولیت لري.
– له بده مرغه پر قضايي قوه د فساد تورونه موجود دي، په قضايه قوه کې فساد بد امنیو ته لارهواروي.
– له سترې محکمې په ډیر احترام همدا نن ورځ غواړم چې په یوه میاشت کې د ننه د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر اساس د محاکمو د ټول پرسونل ارزونه وکړي.

– زه به د مکافاتو او مجازاتو په رڼاکي د دې مهم سکټور د اصلاح لپاره د خپلو ټولو صلاحيتونو نه کار وخلم.

– ټولې ناتکمیل دوسيې باید ژر تر ژره د مدني او جزا د قانون پر اساس بشپړې شي.

– پر هغو دوسيو به عاجل فکر وسي چي برخليک يې نامعلوم دی.

– په څارنوالي کې هم جدي بدلون ته اړتياده.))

    د ډاکتر اشرف غني د لومړۍ ولسمشریزې وینا ځینې برخې.

په کور او نړۍ کې فقط د دې یوې مسلې په باب عجیب اتفاق نظر موجود دی، دا چې په افغانستان کې فساد اوج رسېدلی، دافغانستان له ریس جمهوره نیولې د امریکا تر هغه پوري، له هر دولتي ماموره یې راونیسه تریوه عادي افغانه ټول د براخ فساد کیسه، اعتراف او اعلان کوي.

فساد د افغان دولت د وجود په ژونکه- ژونکه کې، لکه وینه غوندې، جریان لري.

داسي فکر کېږي چې زموږ د دولت بدنه په فساد دومره معتاده شوې ده، چې له دغې پدبدې پرته یې ژوند ناممکن برېښي.
فساد لکه هوا، فساد لکه وینه، فساد لکه مغز او فساد لکه اعصاب د افغان واکمنۍ لپاره په حیاتی ضروت بدل شوی دی.
فساد لکه ناموس، افغانی حاکمیت یې له ځانه شړلای نه شي.

د مخګني افغان ولسمشر حامد کرزي د دیارلس کلنو مکررو اعترافاتو یوه مشهوره بېلګه یې دا ده:
(فساد غوغا میکند.)

د افغان ادارې در و دېوار ټول په فساد مسموم دی، خو قضاییه قوه مو بیا چې څومره له دغې چټلۍ قوت اخلي، د دې تعریف و تحقیق، د دې توضیح و تشریح او د دې بیان و اعلان هومره قوت غواړي چې دا قوت لا پیدا شوی نه دی او باور دا دی چې دا قوت را روان دی؛ داسي ښکاري چې نوی ولسمشر دغو ټولو کثافاتو ته متوجه دی.
د نور افغانستان د قضایي خیانتو اسطورې او افسانې خو به خوله–خوله پر خوله ګرځي او سینه پر سینه به انتقال مومي مګر زه د کندهار د څارنوالۍ، ښاري محکمې، استیناف محکمې او نورو چارواکو، په سپینه ورځ، پر سپین میدان د مخامخ، ښکاره او بېخاره جنایانو د سپین سترګي نمایش ژوندی شاهد یم، جنایت او رشوت لکه د قانون حکم، لکه الهي امر، دوی پر سجده ورته پراته دي، د دوی لپاره حیا، شرم، ابرو، ناموس، خدای، رسول، مسلمان، مرګ، بېره، حساب وکتاب، جهنم او عذاب، دا ټول پالتواو بي مانا مفاهیم دي، د دوی لپاره یوازي پیسه د لوړ شرف او لوی هدف معیار دی او دې معیار ته د رسېدو لپاره له هیڅ ډول سپیتانې او بې مخۍ څخه مخ نه ګرځوي.

دا ولي داسي کیږي؟

دا ځګه، چې دوی د دنیا او آخرت له حساب و کتابه بېغمه دي، زموږ قاضیان و څارنوالان خو د آخرت کیسه هسي هم مفت ګپ-شپ بولي، مګر زه د کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې مستند پوه شوم چې دوی د خپلو رذالتو او خبا ثتو فتوا له کوم ادرسه، څنګه اخیستې ده چې نه په دنیا بندو واز دي او نه يي هم په مافیها؟

ولسمشر کرزي په خپله وروستۍ خدای پامانۍ وینا کې د یو لړ نورو کورنیو او بهرنیو سیاستو دا فشا تر څنګ له یوه جالب قضایي بیداد څخه پرده واخیسته، چې مبتکريې خپله خپل ځان معرفي کړ اوپه افتخاریې وویل:

( در هیچ وقتي برای قاضی القضات صاحب ستره محکمه افغانستان نګفته ام که کی را قاضی در کجا و یا چطور مقرر کن…. شورای عالی ستره محکمه تعینات خود را کرده و زمانی که من نام شواری عالی ستره محکمه را دیده ام آنرا بدون اینکه من مشاهده کنم که کی و درکجا مقررشده است امضا کرده ام.)
میزان/۱/ ۱۳۹۳

د تیرو دیارلسو کالو په ډېرو بدو شرایطو کې د حامد کرزي یو شمېر مثبتې ځانګړنې، د کارنامو تر حده پر خپل ځای، مګر دغه پاراګراف یې فکر کوم چې د هیڅ انساني وجدان او منطق پر معیار برابر نه شي ثابتېدای.

دا چې ده د ستري محکمې د نوم اورېدو سره هر څه په پټو سترګو امضا کړي، په دې کې د افتخار څه خبره ده؟
سترې محکمې خو د کندهار د ښاري محکمې د قاضي عبدالحلیم مسلم، استیناف محکمې د رییس عبدالغفار صایم د ښاري محکمې د وثایقو آمر عزیزاحمد نوری او څارنوال فضلي غوندي شرمښان مقرر کړي دي.

دا خو یوازي د لېوانو واړه بچیان دي چې زه يې پېژنم او پر جنایتونو يي شاهدي وایم، مګر هغه د ټول هیواد په کچه لویو–لویو شرمښانو چې یې دا دیارلس کاله افغان ولس وداړی، تاریخ ته به څنګه جواب وایي؟

زموږ ځوان، ویښ او روښان نسل به له هر جا ني قاضي او بل خاین چارواکي سره د سوال و جواب حساب و کتاب فرصت خپله برابرکاندي او پر کرزي خو تېره شوه، نو ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني احمدزی باید خپل د عدالت پر مکررو تعهداتو او د خپلې اولنۍ ولسمشریزې وینا پر ژمنو کلک ودریږي او نور په پټو سترګو د شخصي ګټو د لېونیو او وطن د شرف د سوداګرو د تقرریو لپاره لاسلیک ونکړي.

موږ په هیڅ وجه د خپل ولس تر حقونو نه تېرېږو، د وطن له خونخورو سره خامخا محاسبه او قانوني چلن غواړو، دا عدالت باید له کندهاره پیل شي، ځکه هلته لږترلږه زه په ښکاره د قضایي، امنیتي او ملکي چارواکو پر خیانتو او جنایتو مخامخ شاهدي وایم او دغه د سپینې ورځې غله ډېر ښه پېژنم.

3 thoughts on “ډاکتر غني! د کندهار له غلو یې در پیل کړه!!! محمد یار یار”
  1. محمد يار ( يار )!
    ستاليکنه دقدر وړ ده صرف دا ېوه مطبوعاتي موضوع وه چه نشرشوه ولی ډير خلق غوږ پری نه خوږوي.
    داچه ما په قانوني چوکات کي کار کړی اوشه تجربه لرم. په لاندي تو ګه مشوره در کوم.
    ۱/لږ څه خبل احساسات را کم او عملي ګامونه واخله.
    ۲/په ليکنه کي داظافي تهديد او لږ څه توندو جملو څخه کاراخستلو سره احتياط په کاردی.
    ۳/ ددي دپاره چه پوره او په ځای خدمت دی کړی وي اودقندهار شريف خلک ددې فساد ګرو څخه نجات پيداکړی ، کوم اسناد،شواهد او نورهغه څه چه باعث داثبات دجرم کيدای شې دهر نفر په هکله جمع اورې بيا کولې شي چه شخصآ ء اشرف غني او يا دهغه مسول دفتر ته ور سوی دا زه يقين لرم چه غنی به نهايت خو شحاله او قانونې تصميم به ونيسی همدا زه او ته به وواوداسی نور وطن فرستان چه داشرف غني ملا به ورتړواو وطن کي به اصلآحات راولو.
    اميد واريم چه خفه نشی او په دی لار کې عملې ګامونه پورته کړې.

  2. یار صیب ډیره په زړه پوری لیکنه ده په نورو اداروکی هم رشوت ورشوت بازی عنعنه ګر څیدلی خو په څارنوالیو کی ډیره ډیره حاد او ملا ماتونکی حالت کی روانه ده رهبری مقامات وای چه قضا او څارنوالی ها استقلا لیت لری دچا تر اثر لاندی ندی وګوری دغه تیت قضای او رګانونه څه کوی؟ دوالی تر مستقیم اثر لاندی دی زه درته ژوندی مثال وړاندی کوم :په یوه موضوع کی چه دریس صیب جمهور خکم موجود وی په خکم باندی لږ اشتباه وی او دغه اشتباه دمحاکمو له خوا رد شی او ووایی چه دریس صیب دولت حکم صحت او باید تطبیق شی او دغه دمحاکمو فیصله لوی څارنوالی شخص لوی څارنوال (الکو) تایید کړی او ولیکی چه فیصله محکمه تایید او قابل تطبیق است ما تخت اورګان اوس باید څه وکړی؟ ددی لپاره چه په ولایاتو کی ریس جمهور والی ده هغه ته دموضوع په باره کی باید پیښنهاد وشی یای باید رد کړی یای باید تایید کړی ولی متاسفانه مکمل پیښنهاد ورک کړی او اجرات ور باندی نکوی کله چه ما تخت اور ګان چون دریس صیب دولت حکم شته او دصحت تایید هم محکمی کړی او هم لوی څارنوال باید دذیصلاح مقاماتو هدایات تو ته په احترام اجرات وکړی کله چه قانونی اجرات خلاف تواقع والی شروع فورا والی مداخله او ماتخت اورګان دامنیت ملی لاته ورکوی او دوسیه دفساد اداری په نام جوړیږی په ددوسیه جوړونهکی قاضی صیب او څارنوال صیب ډیر ښه مهارت لری نو فوری والیصاحب یوه یوه نمبره څمکه ورته ډالی کړی قاضی صیب او څارنوال صیب خو هغه خدای نا ترسه انسانان دی چه په خدای باور نلری نوچه په خدای باور نلری هغهته څه وایاست؟ هغهکیسه په ما شوی چه دری کاله وشو دقانون په تطبیق کش خوارو زار وږی تږی بی سرنوشته په محاکمو او څارنوالیوی بی پته او بی عزته شوم لا تر اوسه دوسیه خلاصه نده وګوری والیصاحب–وګوری قاضی صیب–وګوری څارنوال صیب که ډاکترصیب ددغه ډول فرنګیانو مخه ونه نیوله موږ خپل غچ اخیستی شو دوی دخبر وی

  3. محمد یار صاب ! ستا اخلاص ته سلام، ستا جرئت ته سلام، ستا د رشتینی جهاد ته سلام چه ستا اوس شروع کړی ، د هیواد او کندهار رشتینی خلک درسره دی په دی مبارزه که ، د ستا لیکنی مونژ ته دا امید را کوی چه مونژ تراوسه هم رشتنی غمخواره لرو-او زما په نظر دغه قسم لیکنی د فرعونانو زړونه چووی،،دوی (غله) به اوس پوه شوی وی چه دلته ټول لیکوالان چاپلوسان ندی، دوی ندی خرڅ شوی ـ ددوی په منځ که زمریان شته او کولی شه د خپلو حقا حقوقو څخه مدنی دفاع وکړی زه د ټولو لیکوالانو څخه د یوه عادی افغان په صفت هیله کوم چه د محمدیار غوند ی شی ـ د ډار او تمی دود مات کړی،او د باطل پرستو زړونه ور وچووی، دوی مه پرژدی چه په ارام خوب وکړی دوی سپک کړی دوس رسوا کړی.دوی ذلیل کړی . کنه نو همدغسی به مونژ ذلیل یو-.

ځواب ورکول انصار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *