تاند: (ابوبکر جبارخېل)- په امریکا کې میشت افغان کېمیاپوه او شنونکی ډاکتر محمد داوود میره کی وايي چې امریکا له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې ۲۰۰۰ زره ټنه یوارنیم استعمال کړي او په ډېره اندازه یې له دې هېواده پټ کړې هم دي.

میره کي له ژمن انټرنېټي پاڼې سره په مرکه کې ویلي: ((د امریکا له لوري په افغانستان کې د یورانیمو استعمال چې اکثره په پښتون میشتو سیمو کې شوي، د سرطان او نورو مرضونو په عامولو سربېره، د نوې پيدا کېدونکو ماشومانو په شکل بدلولو او بلا نورو ډېرو مصيبتونو کې هم مهم رول لوبوي، دغه یورانیم چې استعمال شوي د ۲۰۰۰ زره ټنه په شاوخوا کې دي.))

ډاکتر میره کی ډیروي دغه موندنې د کاناډا د یورانیمو د طبي څېړنو په مرکز کې شوې چې په پایله کې د یورانیمو د استعمال او لابراتوار د افغانانو په ادرار(تشو میتیازو) کې پیدا شوې دي.

د نوموړي په خبره په ۲۰۱۱ کال کې یې له ولسمشر حامد کرزي سره د دې ستونزې د حل په موخه ولیدل چې هغه ورته د دې پېښې د څېړلو په هدف د یوه کمېسیون د جوړولو ژمنه وکړه.

هغه زیاته کړه کله چې ولسمشر دغه موضوع د امنیت شورا په غونډه کې یاده کړې، نو ټولو ورسره مخالفت څرګند کړی او د غونډې ګډونوالو کرزي ته ویلي چې ډاکتر میره کی د بهرنیانو له لوري ستاسو پر ضد راپورته شوی او دغه پېښه یې رابرسېره کړې.

ډاکټر ميره کیپه دغه مرکه کې زیاتوي، چې امريکا، افغانستان د خپلو ستراتيژيکو اهدافو له پاره تباه کړ او په وینا یې د يورانيمو اغېزه به څلور سوه میليارده کلونو پورې پاتې وي او افغانان به تل د امريکايي يورانيمو د استعمال له امله کړيږي او په مختلفو مرضونو به ککړېږي.

ډاکټر ميره کي همدا رنګه څرګنده کړې چې امريکا او انګلستان له افغانستانه يورانيم غلا کړي او په خپلو منځونو کې يې پرې جګړه هم کړې.

د ده په خبره دا هر څه ډېر پټ شوي، خو ځينې ژباړونکي او نور ترې خبر شوي.

یاده دې وي چې ژمن انټرنېټي پاڼې هڅه کړې څو په دې اړه د افغان حکومت نظر هم ترلاسه کړې خو پرې بریالي شوي نه دي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

0 thoughts on “ډاکتر میره کی: امریکا په افغانستان کې یورانیم استعمال کړي دي”
  1. ميركي صاحب صرف همدوره ليكم زه ستاسي كورني دوطن برستي او إنسان دوستي به هكله دنزدي بيزنم همدوره وأئمة جه ستا موفقيت به بعدي خيرونو كي نه ستو مانه كيد ونكي قد مو نه بولم موقفه او زوندي أوسي

  2. د ډاکټر محمد داؤد میره کي خبره ریښتیا ده . ځکه دا د اشغالګر او یرغلګر کفري ځواک خاصیت دﺉ چې پر کوم هېواد یرغل وروړي او هویت او استقلال ته یې په سپکه سترګه وګوري ، هغه بیا هېڅ شي ته درناوی نه لري ، او نه د چا ملي حاکمیت ور ته ارځښت لري . پخوا اېرانیانو د ګورګین تر مشرۍ لاندې پر افغانستان باندې ظالمانه حملې وکړې ، د ورځې به یې ( دوه منه ) پزې ، غوږونه ، سترګې او شونډې له افغانانو پرې کولې . انګرېزانو د برتانوي هند له لارې دری ځلې پر افغانستان باندې ناکامې حملې وکړې او دری وارې یې شرمېدلې ماتې خوړلې ده ، ، خو د (کوه نور ) په څېر الماس یې هم له افغانستان څخه د شاهشجاع غوندې واکمنو خلکو په لاس تر ننه پورې د برتانوي ملکو سره شتون لري . روسانو هم پوځي یرغل پر افغانستان باندې وکړ ، د ځمکې او هوا له لارې یې زموږ خاوره اشغال کړه ، افغانستان ددوی په آند د ماکیاؤل د زامنو (۱۶) ایالت ؤ ، ډېر ذخایر او لرغوني توکي روسانو غلا کړل . خو د قهرمان افغان ملت په توره او مېړانه له غاښ ماتوونکې ماتې سره مخ شول . له روسانو وروسته پنجابي تور لنګیو ر طالب په جامه کې زموږ پر حریم باندې برید وکړ ، هغوی هم د افغانستان د جهاد ثمره له ځانه سره وېوړه . او امریکایان او انګرېزان یې را وستل . اوس په هلمند ولایت کې لومړی انګرېزانو د امریکایي استخباراتو له قوله چې له رسنیو سره یې خبره شریکه کړې ، په ۍرف د دوو میاشتو کې انګرېزانو د (۲۵) میلیارده ډالرو په ارځښت یورانیم غلا کړي ، د کال د ۹۶۲ ) میلیاردو ډالرو په ارځښت یې مخدر مواد وړي . او له دې ور آخوا فرانسویانو په کاپیسا ولایت کې (۴۰۰۰ ) فرانسوي عسکر پر کېمیاوي ، بیولو ژیکي او ذروي موادو او تجهیزاتو ټرېنېنګ کړي . بلخوا پاکستان په دیشو ؤلسوالۍ کې د شلو یو رانیمو کنجاړه اچولې ، خو اوس معلومه شوه چې امریکایانو هم دېته ورته کار تر سره کړی او ذادي دوه زره ټنه یورانیم یې پر افغان خاوره د پښتنو پر سیمو استعمال کړي دي . ، بل لور ته یې په افغانستان کې کوکنارونه ته دومره وده ور کړې چې د ؤلسي جرګې د یوه غړي د راپور وړاندې کولو له مخې تر (۴۵۰ ) میلیاردو ډالرو زیات مخدر مواد له افغانستان څخه بهر د خارجیانو په لاس وړل کېږي ، اوس یې هم یو رانیم غلا کړي او هم یې د څلور سوه میلیاردو کالو له پاره افغانانو ته خپله خاوره په زهرو ولړله . افغانانو ته په کار ده چې نور هغه چاته خپله رأیه ور نه کړي چې له خبیثو امریکایانو سره د خپل ملت ، خپل استقلاس ، خپل اقتصاد ، خپل دین ، خپل ناموس او خپلې خاورې پر ضد امنیتي سند لاسلیکوي .. ژوندی دې وي افغانستان ، تل دې وي ملي حاکمیت ، ژوندي دې وي افغانان . ژوندی دې وي اسلام ، مړ دې وي سیمه ییز او نړیوال استکبار او اشغالګران . . مړه دې وي د افغانستان د دین ، ناموس ، خاورې ، او خپلواکۍ دښمنان .

  3. زه د ډاکټر صیب میره کي په یاد شوي رقم (دوه زره ټنه يورانيم ) کې شک لرم ځکه د قدرمن ډاکټر صیب رحمت الله تنها نه مې اوریدلي دي چې زرکیلو یا يو ټن غني يورانيم کولاي شي درسته نړۍ ړنګه کړي ، هيله ده چې دواړه ډاکټر صیبان په يو ژوندي مطبوعاتي بحث کې دا موضع خلکو ته په علمي لحاض تشریح کړي

ځواب ورکول khpalwak watanyar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *