تاند – د پښتونخوا په پېښور ښار کې د ډاکټرخان تحریک په نامه د پښتنو د یوه ګوند غړو نن د پېښور پرېس کلب مخې ته په پټه خوله یوه احتجاجي ناسته وکړه.

د ګوند غړو په پېښور او د پښتونخوا په نورو برخو کې د کډوالو افغانانو او په تېره بیا پښتنو پر وړاندې د پاکستان د حکومت له خوا روان تریخ چلند په لیکلو شعارونو سره وغانده او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې نور خپلو نارواوو کړنو ته د پای ټکی کېږدي.

د تحریک غړو په پښتونخوا کې د افغانانو په وړاندې د روان چلند په رابطه د ملامتیا په دود خپل سرونه ښکته اچولي ول او یو لوی بېنر یې چې «د افغانستان پښتنو ورونو مونږ تاسو نه بخښنه غواړو. مونږ د پښتونخوا پښتانه نن بې وسه یو» پرې لیکلی وو، لېږداوه.

د تحریک غړیو د نورو تر څنګ د «که احساس وي، نو د یو پښتون بې عزتي د نړۍ د ټولو پښتنو بې عزتي ده» بېنر هم له ځان سره لېږداوه، او هم یې د یوه ضمني اخطار په توګه په یوه بېنر لیکلي وو چې، د پښتونخوا پولیس دې د افغانستان پښتنو سره د ناروا سلوک نه منع شي.

افغانانو او په تېره بیا له ډیورنډ کرښې سره د لګېدلیو ولایتونو پښتنو نژدې څلور لسیزې وړاندې هغه وخت پاکستان ته کډې کول پیل کړل چې د پاکستان د نظامي استخباراتو ادارې (آی اېس آی) د ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود، او برهان الدین رباني په شمول یو شمېر افراطي کسان د پېښور په نظامي چاوڼیو کې تربیه کړل او بیا یې په افغانستان کې د سردار محمد داود خان د جمهوري حکومت پر ضد د جنګولو له پاره افغانستان ته را ولېږل، او په افغانستان کې ګډوډي رامنځته شوه.

4 thoughts on “ډاکټرخان تحریک: د افغانستان پښتنو مونږ بې وسه یو، مونږ له تاسو نه بخښنه غواړو”
  1. تاسي هغه بد بخته انسانان يه چي د نړي په سر نشته تاسي په دي وخت کي يوپنجابي ته سر ټيټ کړي له بلوچو نه وشرميکي ستاسي په نيمايه هم ندي خو له تول پاکستان سر نختي نه صرف له پنجاب سر له تول پاکستان سر تاسي دومر بيغيرته ياست چي خپل زان نشي د غلامي نه خلاسولي نو ته به د بري پشتون سنکه له ظلم نه خلاس کي ټوپک ته لاس کي يه به زان د پنجابنه خلاس کي يا به شهيدان شي

  2. حهانګیر او شاهجهان غوندی اشراف
    صدقه شه تر منصور غوندې نداف
    رحمان بابا
    دډاکټر خان تخریک دی خدای کامیاب کړی افرین

  3. Salamoonah;

    Allah de Pervez Xattic , Aimraan Xain etc… & poxtani polees wala aw pfevjyan ye aw senatoran yi che pa Kaldaro-Mordaro d Jonah fiskiy achawi pa khpil Qahr aw Ghazab girftar krri. Aamieyn.

    Khan tahryk sara de d Arwashad AbdulGhafar Khan aw Arwashad Abdul Samed Khan Jannati arwahee mal vi.

    Azaad Balochistan; Pakhtunkhwah, Waziristan de Djwandy vi.
    Merg per panjabyano aw cindyano etc…

  4. Doctor khan tolo gharo aw personal ta salamooona
    Waqighi stasi gwand aw karkonan qabil de stayalo de bayad de Afghanistan latarafa stasi wanazwal shai pa zangari tooga pakhtana de stasi de hasoo dranawi wakri hamisha wakht lapara stasi de khpali zhabi pa khater laryoonoona kri daghasi stasi pa reshteeni afghaniat aw pashtanoowali dalalat kawe allah mo wasata de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.
    Pa akher de taand mashartaba na manana kawoom che de reshteno afghananoo aw pashtanoo gharoono ochat kri zama yaw wrandez de che de doctor khan gwand ta motawajee osai ter so la tashweeq she manana.

ځواب ورکول ولي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *