څو لسیزې جنګ ځپلی افغانستان چې کورنیو جګړو، د ګاونډیو ناکردو او د کرزي فاسدې ادارې سخت کاواکه کړی دی، د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي مشرتابه ته سخته اړتیا لري.

 ښاغلی غني هم د ویجاړ افغانستان د جوړولو وړتیا لري، ځکه ډاکټر غني د شته نوماندانو په منځ کې هغه یوازینی نوماند دی چې هم فکر لري او هم پوهه، هم له نړیوالو سره ښې اړیکې لري او هم د هېواد په داخل کې محبوبیت لري.

 لاسونه یې هم په وینو ککړ او فساد لړلي نه دي. د نوموړي په کار، پوهه، تجربه، وړتیا، سپېڅلتیا او خواخوږي ذره شک او بې باوري هم نشته، ټول ولس همدا وایي یوازینی څوک چې دوی او هېواد یې له اوسمهالو بدمرغیو او ستونزو څخه ژغورلی شي هغه ډاکټر اشرف غني احمدزی دی.

ډاکټر غني نه یوازې له افغانستان سره مینه لري، بلکې د افغانستان د رغولو رغنده فکر او وړتیا هم لري، له همدې امله د هېوادوالو د امید سترګې هم ښاغلي غني ته دي، خو ستونزه داده چې غني محاصره شوی دی.

له یوې خوا ازبک، له بلې خوا د خلیلي ګروپ او پخواني چپیان له ښاغلي غني څخه داسې را تاوو دي چې د کمپیاین د ټولو چارو واک یې په خپلو لاسونو کې اخیستی دی. زه دا نه وایم چې دوی دې د کمپاین واک نه اخلي، همدوی سره دې د کمپاین واک وي، خو په دې شرط چې د کمپاین چلولو او د ولس د راخپلولو وړتیا ولري.

د همدغو یاد کړیو او ډلو ټپلو له امله د ښاغلي غني د ټاکنیز کمپاین په داخل کې لسګونه داسې ستونزې موجودې دي، چې هره شیبه د ښاغلي غني راتلونکې بریا ننګوي. خو ډاکټر غني له دې ټولو ستونزو ځکه بې خبره دی، چې همدغه یادې کړۍ ورته هره شیبه د کمپاین د ښه مخته تګ ډاډ ورکوي.

د پښتنو ځوانانو یوه بله کوچنۍ حلقه چې د ډاکټر غني له مینه والو جوړه ده، دوی کاري وړتیا او سپېڅلتیا هم لري او له ډاکټر غني او ولس سره مینه او خواخوږي هم، خو دا بېچاره ګان په حاشیه کې تاوېږي، هستې ته د ننوتلو ټولې لارې یې پرمخ تړلې دي او که کوم یو د ډاکټر په سپارښتنه او ټینګار د کمپاین داخل ته لاره هم پیدا کړي، نو هلته یې څوک په خوله پیاز هم نه خوري، ښه بېلګه یې دا شوي کارونه او چاپ شوي پوسټرونه دي، تر ټولو زیات همغه د ګوتو په شمېر کسان ورته زړه خوري او نیوکې پرې کوي چې ښاغلي غني یادو کمېټو ته ور معرفي کړي وو.

ډاکټرغني ته تر دې مهاله په لسګونو حزبونه، خوځښتونه، بنسټونه، بهیرونه، شوراګانې، اشخاص او افراد راغلل او له ده څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ، خو د ډاکټر غني د کمپاین ټیم  دغو راغلو او ملاتړ ګروپونو سره نه اړیکه ونیوله، نه یې مننه ترې وکړه، نه یې دنده او مسوولیت ور وسپاره، نه یې د هغوی له امکاناتو څخه ګټه واخیستله او نه یې بیا د هغوی له حال او احوال څخه ځان خبر کړل.

د ډاکټر غني د کمپاین د ځینو ډېرو مهمو کمېټو مسوولیت داسې چاته سپارل شوی چې د هغو له وسه ډېره لوړه خبره ده.

————————————-

د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

د ولایتي کمېټې او موسسو کار توپیر لري، ځکه د کمېټو کار تر ډېره ولسي دی او ښاغلی رحیمي له ولس څخه لیرې پاتې شوی دی.

له همدې امله تراوسه پورې د ولایتي تشکیل برخه نیمګړې ده او څوک چې په ولایتونو کې د استازو په توګه معرفي شوي دي، په هغو هم ګڼې نیوکې کېږي او داسې ویل کېږي چې اکثریت یې مطلوب خلک نه دي. همدا ډول حمیدالله فاروقي د کابل پوهنتون استاد او د ټرانسپورټ پخوانی وزیر دی.

نوموړی د ډاکټر غني په کمپاین کې د کابل ولایت مسوول دی، خو تر اوسه له دې نه دی خبر چې په کوم ځای کې څوک د استازي په توګه وټاکي او لا یې هم په ولسوالیو کې نه د دفتر درک شته او نه هم د پوسټر.

دا دوه مې یوازې د بېلګو په توګه یاد کړل د دې ترڅنګ په نورو کمېټو کې هم همدې ته ورته پرېمانه ستونزې موجودې دي.

 دغه یادې ډلې او ټپلې نه یوازې د کمپاین کولو وړتیا او مهارت نه لري، بلکې دوی د ولس په منځ کې بې باوره دي، دوی په تېرو څو لسیزو او د کورنیو جګړو پرمهال ولس ځورولی، وژلی او کړولی دی، لا هم د دوی له لاسونو څخه د ولس وینې بهېږي او اکثر یې د کرزي د فاسدې ادارې د کابینې غړي دي چې د ولس او افغانستان د ګټو پرځای له خپلو جیبونو او شخصي ګټو سره زیاته مینه لري او په راتلونکي کې د ځان چوخولو په موخه یې د ډاکټر غني څنګ نیولی دی.

زه دا نه وایم چې ډاکټر غني دې هغوی ته محاکمه جوړ کړي، جنایتکاران او په فساد ککړ چارواکي دې همدا اوس محاکمه کړي او یا دې هغوی له خپل ځان څخه وشړي، زه وایم چې د کمپاین واک دې په یوې ډلې او کړۍ پورې نه تړي او نه دې هم د کمپاین د چلولو واګې هغه چاته ورکوي چې ولس ورڅخه کرکه لري.

 د کمپاین اصلي واک دې ولس ته ورکړي، ځکه رایه له ولس سره ده او حکومتونه هم له ولسونو جوړ دي، د ولس په منځ کې دې منلي او سپېڅلي خلک او ځوانان تشخیص کړي او بیا دې همدغو وړ او ولسي خلکو ته د کمپاین د ولسي برخې واک وسپاري، ځکه بې له هغې هم په کمپاین کې د پښتنو ونډه او بڼه کم رنګه ده، خو که همدغه کم رنګه بڼه نوره هم کمزوري شي، نو خدای مه کړه پښتانه به له ښاغلي ډاکټرغني څخه مخ واړوي، ځکه له دوی سره سر له همدا اوسه دا اندېښنه ده چې دا نورو نامطلوبو ګروپونو لا سر له وخته د هر څه واک او صلاحیت اخیستی، نو که دا همداسې دوام وکړي، نو باور دی چې د ډاکټر غني او د کرزي د فاسد حکومت به هیڅ توپیر نه وي، یوازې همدومره توپیر به وي چې د کرزي په حکومت کې پښتانه د تاجکو او مارشال رحم ته ناست او د ډاکټر غني په حکومت کې به د ازبکو او دوستم کرم ته محتاج وي.

زه دا وایم چې د افغانستان ټول وروڼه قومونه باید هم په کمپاین او هم په راتلونکي حکومت کې خپل رول او ونډه ولري، خو د دغه مشارکت د باوري کولو پیل دې ښاغلی غني له خپل کمپاین څخه وکړي او په کمپاین کې دې د هر قوم مصلحو خلکو ته ځای ورکړي، تر څو په ښاغلي غني د خلکو باور لا زیات او هغه اندېښنې چې شته حالت ته په پام دوی ورڅخه ځورېږي، له منځه لاړې شي.

که چېرې ډاکټر غني د هغه مینه وال او ملاتړي سر له اوسه د کمپاین په داخل کې د شته ستونزو د له منځه وړلو او د څو ډلو، افرادو او اشخاصو د انحصار ماتولو لپاره عملي هڅې ونه کړي، نو باور دی چې د ډاکټر غني د ګټلو چانس به د ده له لاسه ووځي او د دغه چانس له لاسه وتل به خدای مه کړه نه یوازې د ډاکټر غني، بلکې د افغان او افغانستان په زیان وي، ځکه له دې سره به له ډاکټر غني پورې د ولس تړلې هیلې هم مړاوې شي.

5 thoughts on “ډاکټرغني ګټونکی دی، خو. .! لونګ جبارخېل”
  1. د پښتنو ځوانانو یوه بله کوچنۍ حلقه چې د ډاکټر غني له مینه والو جوړه ده، دوی کاري وړتیا او سپېڅلتیا هم لري او له ډاکټر غني او ولس سره مینه او خواخوږي هم، خو دا بېچاره ګان په حاشیه کې تاوېږي، هستې ته د ننوتلو ټولې لارې یې پرمخ تړلې دي

    جبارخېل صاحب، انتخاباتي مبارزه امتیاز نه دی بلکې زحمت او کار او ایثار غواړي. که اشرف غني د افغانستان په خیر ګڼې نو په خپل وس ورسره منډه وکړه. د ټولو خلکو راضي کول ناممکنه چاره ده.

  2. مننه ګرانه!
    واقعیت داچه !ډاکتر صاحب ددکمپا ین رهبری پهخپله غاړه واخلی څکه په مرکز او ولایاتو کی تر اوسه هیڅ اثر نشته نه پو ستر او نه کومه غونډه څوک چه ونه غواړی پهخپله څوک درته نه راڅی شور وخوره اوچت شه ګړندی ګا مونه پورته کړه کنه خدای مکړه…………………….بیا به هرحه تللی وی اعتبار په چا مکړه ډیر حساس وخت ده نور خپله پوه یاست دویلا حا جت نشته .

  3. هو! بلکل، په دی کی شک نشته چی انشاالله ډاکټر صیب اشرف غنی به خاماخا راتلونک ټاکنی ګټی، بله داچی تاسو د ډاکټر صیب د شاوخوا کړیو (کمپاین کوونکو) په اړه وویل چی ټول هزاره ګان او ازبکان دی، دا خبره درسره منم وروره او پښتانه پکښی څکه نشته چی پښتون قوم جنت ته په تګ کی هم ست غواړی او بی سته خو یی والله که وروولی، خدای ته وګوره سړیه! دا بی ځایه او بی معنی ننګ او پښتو دی پریږده، ډاکټر مو خپل، کمپاین مو خپل او ټاکنی مو خپلی نو بیا ست ولی غواړو، ښه په شوق او ولولو او بی سته راشی او میدان ته راودانګی او د هفغه څه آرمان مو چی لدی لسو کلونو را په دیخوا درلودو نو اوس یی پوره کړی، او هغه مینه چی په واقعی توګه یی ددی خلکو او هیواد لپاره لری نو ثابته یی کړه
    راځی چی ټول په ګډه، لاسونه سره یو کړو او ډاکټر صیب یوازی پرینږدو او حمایت ورڅخه اعلان کړو او د زړه له تله ورته کمپاین او خدمت وکړو.

    1. هو، زه به د یوه پښتون ځوان په توګه خپل نظر تاسو سره داسې شریک کړم، که چیرته مونږ ډاکټر صاحب احمدزی له هر پلو وګور د اوسنی وضعیت سره سم او وړ کس ده هغه یواځینی کس دی چې انشا الله وبه کولای شي افغانستان د اوسني حالت څخه وژغوري، مونږ ټولو پښتنو په ځانګړې توګه ځوانانو ته پکار ده چې په صادقانه توګه او پرته له کوم مقصده د ډاکټر صاحب ملاتړ وکړو، ډاکتر صاحب زما څه نکیږي خو زه د هغه د طرحو او کړنلارو لاروی یم، هغه یو قاطع او مصمم کس دی چې څه وایي هغه په عمل کې ترسره کوي، ډاکټر صاحب د افغانۍ ټولنې ویاړ دی مونږ پر هغه باید وویاړو،ډاکټر صاحب هم انسان دی کیدای ځینې مهال په ځینو چارو کې اشتباه وکړي او یا هم په نورو د اعتبار او اعتماد له مخې یوه اشتباه ترسره شي خو مونږ باید هغه سره مرسته او سلا وکړو تر څو د هغه نیمګړتیاوې بشپړې شي،که چیرته تاسو ته د ډاکټر صاحب احمدزي ټاکنیز مرکز پته معلومه وي نو مهرباني وکړئ ماته یی ووایئ یوه نړۍ مننه.

  4. Mosazai saheb sha khbara da mong aw tase bayad khpal zyar wbasoo be la kom shakhsee matlab ama dr saheb ham bayad hagha azmeyal shawee kasan da zan na bell ke kom che de de mellat pa dard nakhori aw moong bayad pa der shawq aw zawq dr saheb ta raya warko

ځواب ورکول شهریار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *