د پښتونخوا د مالاکنډ سيمې نوميالى شاعر، ليکوال او ژباړونکى ډاکټر خالق زيار د ١٩٥٦م کال د نومبر په ديارلسمه د مالاکنډ په درګۍ سيمه کې په «عثمانخېلو ګړۍ» کې زېږېدلى وو. لومړنۍ زدکړې يې پخپل کلي کې کړې وې او کالج يې په پېښور کې ويلى وو.
ښاغلى زيار د مسلک له مخې ډاکټر وو، چې د طب پوهنځى ډګرۍ يې په ١٩٨٧م کال کې له ننګرهار پوهنتونه تر لاسه کړې وه.
ارواښاد زيار په شل کلنۍ کې لا په شاعرۍ پيل کړى وو، خو په دې وروستيو کې يې د نثر او ژباړې په برخه کې هم کار کړى دى، چې تر اوسه يې د شعرونو د مجموعې په شمول څو د نثر کتابونه او ژباړلي آثار هم خپاره شوي دي
په ليکليو آثارو کې يې «تلوسې» د شعرونو ټولګه چاپ او «مړاوې منجرې» د شعرونو ټولګه ناچاپ ده، همدارنګه يې د «دا خاوره او دا خلک» او «په سوېل لوېديځ هند کې د پښتنو بغاوتونه» له انګرېزي ژباړلي چاپ آثار دي، «مات څانګونه» يې د جبران خليل ژباړلى ناول دى.
د ډاکټر زيار شاعري ډېره روانه، ساده او د رزم و بزم دواړو رنګونه پکې موجود دي. د ده زيات شعرونه سندرغاړو له موسيقۍ سره هم زمزمه کړي دي، چې په ولس کې زيات شهرت لري.
ډاکټر خالق زيار په مالاکنډ سيمه کې د پښتو ژبې او ادب د ودې لپاره له اوږدې مودې راهيسې هلې ځلې کولې او هلته يې څه موده د «مالاکنډ ادبي جرګې» مشري هم په غاړه لرله. نوموړي په فلسفه او مارکسيزم کې هم ژوره مطالعه لرله، د دې تر څنګ د پښتنو له تاريخ او سياسته هم ښه خبر وو او په اوس وخت کې يې د پښتنو د حقوقو لپاره په سياسي ميدان کې هم فعال رول تر سره کاوه.
ډاکټر خالق زيار د ديسمبر پر ٢٦مه د زړه د ناڅاپي درېدو له امله د شپېته کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې، مړى به يې د دوشنبې په ماځيګر پخپله پلارنۍ سيمه مالاکنډ کې خاورو ته وسپارل شي.
Allah de wabaxshi.
Zama hamzoley wo.
Baazmandegano ta yi de Zrrlh saber ; aw haghi ta Firdaus jannat ghwarroo.
Inna LILLAHI ve inna ileyh-e rajeuun.
Vessalaam.