د ۱۳۹۳ کال د وري د ۱۶مې نیټې ټاکنو ته موده لا شته، خو له حالاتو څرګندېږي چې خدای مه کړه نتیجه به یې خرابه وي.

 دا دی سر له اوسه جنګي ډلې، پر فساد د ککړې کابینې چارواکي او پخواني داړه مار سره پټې پټې ناستې او اوازې کوي، چې ګواکې راتلونکی افغانستان بیا یو ځل دوی ته د غاړې امیل دی، په دې ټېل کې ځینې علمي کسان هم په زوره ځان ورګډوي او داسې ښکاروي چې جنګي پوچ او فاسده اشخاص دوی ته یو ځل بیاهم په افغانستان کې د زغملو وړ دي، له دې ټولو ډلو ټپلو بهر یوازنی فکري شخصیت چې تر اوسه غلی دی او د کاندیداتورۍ اوازې یې هم اوریدل کېږي، دغه اوازې دې خدای وکړي چې رښتیا شي، ځکه تر اوسه د افغانستان ځوان کهول ته یوازنی شخصیت دی چې د هیلو او امید دریڅې یې د هغه د فکر په ګلبڼ کې لیدلې دي.

په داسې حالاتو کې د افغانستان د ژغورلو سترګې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته ډېرې ور اوړي، موږ فکر کاوه چې ارګ به له ده نه د ده د عالی تفکر او ابتکاراتو له کبله ملاتړ وکړي، مګر جګړه مارو په ټغر د علمي او په څنګ کې یې د جنګي څېرو ناستې وښودله چې خبره بله ده، کرزی هم د شخصي ګټو په خاطر نورکاندیدان نوموي، خو ډاکټر اشرف غني لا هم په داسې حال کې غلی دی چې د ملت د صبر کاسه نوره په ډکیدو بلکې په اوړیدو ده، د ده چوپتیا نوره په ګټه نه ده، بلکې ملت او ځوان کهول ترې په زغرده غوښتنه کوي، چې له خپله اړخه د هیواد ژغورنې جوړه کړې تګلاره عملي کړي، اینده ټاکنو ته ژر تر ژره خپله کاندیداتوري اعلان کړي او د جنګسالارانو د چوکۍ د هوس په ژبغړانده اور یخې اوبه واړوي.

د یو خوش ایند افغانستان او له جنګسالارانو د پاک افغانستان په هیله

11 thoughts on “ډاکټر صاحب تاته اسره ده / سبیمان خيلواک”
  1. Da ashraf ghani candidtory pah teeroo entikhabatoo ky sha rushana shawah chy dee muhtram mung sha tara waghulawalo zamong rai aye par karzi khain kharsai Kari tar so ghani Saheb tah yu sha mukaam wakri . Zama pah fikr da zal bah mung wana ghuligoo

  2. حقیقت دا دی چې ډاکتر صاحب ته ډېر په تمه یو. غل، قاتل او د ادارې له هنره بې خبره کسان ملک تباه کوي. هغوی چې په ۱۳۸۸ کال کې یې د څو ډالرو د ګټلو په اسره کمپاین کاوه، د هېواد د شړیدلي حالت په مسولیت کې شریک دي او هغوی چې اشرف غني ته یې منډې وهلې، تاریخ او ملت ته سرلوړي دي..

  3. From my piont of view if the people of Afghghanistan really want to have a tight security,strong economic, poverty reduction , hundred percent implementaion of law rule and regulation on the current currupted high governamental official including the currupted ministers realy transparant or accountable governament in the country from now they should strongly support the uniqe person Doctor Sahib Ghani Ahmadzai, he is the best person to quickly stand our country on its own foots particularly from the economic side, when we create a tight security and strong economic after that every thing will quickly ccorect on that time we will be have a peacfully and sustainable country.

  4. د افغانستان د نننیو حالاتو په نظر کې نیولو سره د ا یوازیني ریښتیا او د مړ ژواندو هیلو یو څرک دی چې که چیرې الله تعالی په افغان اولس رحم وکړي او ښاغلی ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی اولس مشر شي نو امکان دې ولري چې دا «ماته » بیړۍ د ډوبیدو نه وژغورل شي . خو ددې دپاره پښتنو له په کاردي چې یو ځل بیا باید باور وکړي ، خپله رایه ورکړي او خپل شتون ثابت کړي .

    په ګران افغانستان کې د سرتاسري سولې د راتلو په هیله

  5. We ( young generation) totally support Mr. Ashraf Ghani Ahmadzai for the upcoming election and we kindly request him to nominate himself for the election asap

  6. Yes, we agreed the Mr. Ashraf Ghani is the great personality all the countrymen support him .he is the most perfect person for the presidential chair in the current situation

  7. اشرف غني پدې کار کوي چې څنګه د اقلیتونو په خپلولو او راضي ساتلو کې د پښتنو ګټې او د هیواد ارضي تمامیت خوندي وساتي.

    اشرف غني دا ځل ډیر ښه دریځ غوره کړیدی، ملي او بین الا قوامي.

    نن اشرف غني پدې باوري دی چې د ناپوهو او لنډغرو مشرانو او جنګ سالارانو څخه د خلاصون ښه لاره داده چې د هغوی سره د خبرو او جوړ جاړي له لارې پرمخ لاړ شو.

    جګړه او یا بې موجبه د یو چا محوه کول ناشوني او ګران کار دی، د یوې پیژندلې جهادي څیرې او جنګ سالار له صحنې ایستل اغیارو ته د لاسوهنې زمینه برابرول دي.
    د اقلیتونو پرضد کړنې او پریکړې د هیواد د ټوټه کیدو او د پښتنو پرضد د مقابل دریځ نیولو روحیه په هغوی کې را پیدا کول دي
    اشرف غني پدې کار کوي چې څنګه د اقلیتونو په خپلولو او راضي ساتلو کې د پښتنو ګټې او د هیواد ارضي تمامیت خوندي وساتي.

    بریا ېې غواړو

  8. رښتیا هم اوس ډیرې سترګې احمدزي صیب ته ور اوړي ، زه پخپله تر اوسه راتلونکو ټاکنو ته ډیر هیله من وم او ددی غوښتونکی یم چی راتلونکی ولسمشر هغه څوک ونه اوسي چې بیا هم په ایتلافي حکومت تکیه وکړي او جنګسالارو ته بیا پوره واک په لاس ورکړي ، دا دوه ورځې چې مې په رسنیو کې د انتخاباتي اتحاد ناستې ولیدې نو له هغې وروسته مې ټولې هیلې په ناهیلۍ بدلې شوې په خاصه توګه په دغه ناسته کې مې چې د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي ولیده که څه هم د هغوي د اتحاد خبرو نتیجه ورنکړه خو له اوس نه مې په جلالي باور ختم شو او اوس یوازې احمدزی صیب دی چې زمونږ ورته سترګې اوړي او له نوموړي څخه مو هیله ده چې له هیڅ یوې ډلې سره ایتلافي حکومت ته جوړ نه کړي دافغانستان خلک او په خاصه توګه ځوانان له تاسې محترم (اشرف غني احمدزي ) څخه ملاتړ کوي .

  9. ښاغلی احمدزی دی خپله کاندیداتوری اعلان کړی، او ددی فکر دی نه ه کوی چی جنګسالاران او د غرب لومړی لاس لاس پوڅی څه کارونه مخی ته بیایی، زه فکر کوم په تیرو انتخاباتو کی د هغه د رایو د غوڅیدو علت کرزی صیب وو خو دی په افغانستان کی دومره خلک لری چی دده بیړی تر اوبو په ښه ډول پوری باسی ددی وروستیو غونډو نه داسی ښکاریږی لکه افغانستان چی چا په دی داړه مارانو خرڅ کړی وی . په هر صورت مننه

  10. د اشرف غنی په قدر یوازی انسانان پوهیږو او تیرو تاکنو دا خبره روښانه کړه چه په دی ملک کي علمیت او انسانیت تر ټولو وروستي خاي لری هر غله او جګره مار له دوي څخه ډیر رايي وګټلي که دا سړي بیا هم ځان کانديد کړي بیا هم ماته خوري ځکه دا دسړی د زوي ملک نه دي او اکثره کسان د لیونتوب په ناورِغي اخته دي او خداي داخبره په قران کي هم کړيده چه ان اکثرالناس لفاسقون..

  11. ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزی په رښتیا چی هغه څیره ده چی د افغانستان راتلونکی برخلیک ټاکلی شی ښاغلی ډاکټر صاحب نه یوازی داچی د افغانستان د جمهوری ریاست څوکی لپاره یو غوره او په زړه پوری شخصیت دی بلکه نوموړی یو نړیواله پیژندل شوی څیره ده نوموړی یواځینی شخصیت دی چی د افغانستان په ۳۰ کلنه جګړه کی بی طرفه پاتی شوی او دایی ندی غوښتی چی افغان وژنه وکړی
    په آخر کی زه هیله من یم چی ښاغلی ډاکټر صاحب ژر ترژره خپل ځان د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان ونوموی ترڅو په ولس کی راپورته شوی تنده ژر ماته شی

    د سوکاله او باثباته راتلونکی افغانستان په هیله

ځواب ورکول عبدالله خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *