دیموکراسي د ټوپک او جنګ لوبه نده، دلته د ګټې تر ظرف د بایلات زغم ډېر اړین دی، که څوک دا نلري، نو له غره میشتو یارانو سره یې تفاوت ناشونی دی. د ټاکنو په لومړي دور کې د ډاکټر عبدالله د ټیم پراخو درغلیو، د کاندیدانو ډېروالي او د ډاکټر غني د ناظرینو بېنظمۍ دې ته لاره هواره کړه، چې پر پچه ختلیو کشمیر ولید. هر څه چې وو، خبره دویم دور ته لاړه.

په دویم دور کې ډاکټر غني د خپل کمپاین بڼه لا جدي کړه، له ځوانانو، عالمانو، ډاکټرانو او حتی نږدې د ټولنې له هر قشر سره یې خبرې اترې وکړې او هغوی ته یې خپلې نایابه طرحې تشریح کړې.

د هیواد درې زرو جیدو دیني علماوو د ډاکټر غني ملاتړ وکړاو دده طرحې یې د هیواد او خلکو په خیر وګڼلې. د دویم دور په ټاکنو کې د ډاکټر غني مناظرو خلک دومره ورجذب کړل، چې ښایي د هیواد په ټول تاریخ کې خلکو د خپل مشر او کاندید خبرې په دومره شوق و ذوق نه وي اوریدلې. دده کمپاینران لرې پرتو سیمو ته ورسیدل او خلکو ته یې د ډاکټر غني کیفیت تشریح کړ.

د پکتیا په یوه کمپایني غونډه کې یوه قومي مشر ناستو خلکو ته وویل: تاسو خپلې میرمنې، خویندې او میندې غرونو ته لیږلئ شی، پټي او پولې پرې کولی شی مګر د رایې مرکزونو ته یې نشی را ایستلی، دا کوم منطق شو. په خوست او نورو جنوبي سیمو کې هم د ډاکټر غني کمپاینونه داسې تند روان ول، چې ممکن ساری ونلري. په څنګ کې د ډاکټر عبدالله کمپاینرانو او نږدې کسانو د ډاکټر غني لپاره مفت کمپاین کاوه.

د محقق ښکنځاوې او سپکاوي یو له هغو علتونو و، چې د ډاکټر صیب په رایو کې یې زیادت راوست او دوی یې خلکو ته ورمنفور کړل. تر کامیابۍ وړاندې د دوی خنداوې، مسخرې او سپکې سپورې هغه څه ول، چې د خلکو نظر یې نور هم د ډاکټر صیب په اړه را مات کړ. له لویه سره د دې دوه ټیمونو د کمپاین کولو اخلاقي توپیرونه هغه څه وو، چې د جوزا د ۲۴ مې په رایو کې راڅرګند شول.

د عبدالله پر کمپاین شوي بریدونه داسې وانګیرل شول، چې د دوی د خپلو کسانو کارونه وو او سر له اوسه د قدرت طلبۍ لپاره پلان شوي وو، ددې لپاره چې یو کمزوری معاون پر یوه پرېړ ږېرور عوض شي او ویل کیدل چې دا پلانونه د ملي امنیت د پخواني مشر امرالله صالح پلانونه ول، چې ډاکټر عبدالله ته ورکړل شوي ول.

د پاکستاني استخباراتي جنرال حمیدګل نشر شوې مرکه بل هغه څه وو، چې د ډاکټر عبدالله شخصیت او پټه څېره یې خلکو ته وروښوده او په لویه کې خلکو نه غوښتل چې د بانک او خونریزۍ بانډ تقویه کړي.

په هر صورت نړیواله ټولنه وایي، چې د پورته عواملو په نظر کې نیولو سره کیدای شي، چې د ټاکنو پایلې د تیرو هغو په پرتله سرچپه شي او دا تغیر طبیعي دی. خو ډاکټر عبدالله اوس یوه خبره له سره نیولې او هغه د ښاغلي امرخیل ایسته کیدل او په نا امنه سیمو کې د خلکو بیساری ګډون دی. مګر دا دواړه خبرې د توجیې وړ دي. د لومړۍ خبرې دلیل خو کمیسون او د داخلې وزیر ووایه حاجت نشته، چې بیا یې تکرار کړو، خو سره له دې هم که د کابل په خیرخانه او کوتل ته نږدې سیمو کې رای پاڼې کمې شي، نو انتقال یې ستونزه نه پیښوي، مګر که په نورو ولسوالیو او سروبي کې کمې شي، ضرور به درغلي وي، دا کوم منطق دی؟

د ناامنه سیمو موضوع هم سرچپه ده، فکر کوم، دا ځل نا امني په هغو سیمو کې وه، چې د ډاکټر عبدالله رایې پکې زیاتې وې. په ټوله لویه پکتیا کې د ناامنیو راپور نشته، مګر په هرات کې د لسو کسانو ګوتې پرې شوې، دا خبره دا معنا لري، چې نا امني په هرات او شاوخوا سیمو کې وه، نه په لویه پکتیا کې. د خوست په اړه منفي نظر د ډاکټر عبدالله ټیټه سویه ښيي، یو ولسمشرۍ ته کاندید، چې د خپل وطن د ولایتونو په اړه دومره ټیټ معلومات لري، هغه به وطن ته څه وکړي؟.

خوستیان د ملي شعور او وطنپالنې د یوې نمونې په توګه وړاندې کولی شو. دوی هغه کسان دي، چې د عربو په ریګستانونو کې یې لاسونه تڼاکې کړي او ددې تڼاکو په اوبو یې د خوست طبیعیت ښیرازه کړیدی. دا هغه خلک دي، چې پوهنتون د دولت په بودیجه نه پخپلو تڼاکو چلوي. ښایي د هیواد په ټولو سیمو کې د خوست د هغې کونډې میرمنې د شعور بیلګه پیدا نشي، چې د پوهنتون د جوړیدو لپاره یې د خپلې چرګې هګۍ هدیه کړې وې. د خوست پوهنتون د دولت په مرستو نه، د خوستیو میرمنو د ګاڼو او د خوستیو کونډو میرمنو د کورنیو چرګو په هګیو جوړ شویدی. په داسې یوه ولایت کې که له دیارلس لکو خلکو څخه څلور لکه خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي، څوک به یې ولې نه مني؟. که په دیارلس لکو کې څلور لکه رایې ناممکنې وي، نو په اتیازره کسانو کې اتیازره رایې څنګه ممکنې دي؟

عجیب انصاف دی. ډاکټر عبدالله پخپلو وروستیو خبرو او انکارونو ثابته کړه، چې دا خلک د دیموکراسۍ ججوره نلري، دوی یوازې جنګ او وراني کولی شي او بس. د دیموکراسۍ او ولسواکۍ اخلاق لا ډېر وخت غواړي، چې په موږ کې موډ شي. دده له قهره ډکو خبرو خلکو ته پر خپل انتخاب ویاړه وروباښه او وپوهیدل، چې جنګجویان که د ولسواکۍ په رنګ کې هم  ورنګول شي، هماغه د نویمو کلونو د سویې خلک دی.

ډاکټر عبدالله وویل چې که دده دا دوه شرطونه تر غور لاندې ونه نیول شي، نو دوی سر له اوسه قناعت نکوي، ماته د فارسي ژبي شاعر شعر رایاد شو، چې وایي:
چو نیست اهل قناعت، نمیشود قانع

بهانه جو کی بی بهانه می ماند؟

One thought on “ډاکټر عبدالله د دیموکراسۍ دیکتاتور/ فتح الله ناصر”
  1. The Votes not count in Afghanistan from 1st election to this election,
    Just the country which support the election commission ( gave amount $ for election Boxes, Ink, salary etc, it mean all election expenses) the president elect by that country not from our votes, No need for more Article about election,
    See a person made a formula of Math in BBS Dari ( votes 45% of Mr Abdullah+ 10% of Mr Zulmai+7% Uatad Sayaff=62% no need for Shirzai votes, the Abdullah will come a president just in the above formula votes Change
    By USD then the president also Change because the USD amount very strong power in afghan politics ( no thing strong from USD in our country)
    We will waiting for new Drama when begins and see the Afghan killing by Afghan for how lang!!

ځواب ورکول Sayed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *