ليکوال: اسماعيل بغلانی –
((دا ګز دا ميدان))؛ د ولسمشريزو ټاکنو په درشل کې د بلخ والي عطامحمد نور د خبري ناستې يوازينۍ پښتو جمله ده، چې په خورا تمسخر او تکبر يې رسنيو ته وکړه او د چنګاښ په ۱۷مه، د لويې جرګې په خيمه کې د عبدالله عبدالله لخوا د موازي حکومت د اعلانېدو وعده کولو څخه وروسته د همدې ورځې په مازيګر د بلخ د والي له لوري د يوې اعلاميې به ترڅ کې په بلخ کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د حکومت اعلان، د ده د افسانوي سياست څرګندونې دي، چې کله يې هم د عملي کېدو وس ورته پيدا نه کړ.
ولسمشريزو ټاکنو ته لا ښايسته وخت پاتې و؛ خو په هېواد کې په سياسي دېرو کې ناسته ولاړه ګرمه وه. د شمال ټلوالې هېرو- عطامحمد نور داسې ګومان کاوه، چې د ډېری سياسي دېرو خبرې اترې د ده د جوړې شوې طرحې پر محور څرخي. دی چې پلويان يې افسانوي رهبر بولي، پخپله يې هم د خپلو سياسي افسانو تر اغېز لاندې راځي. ګران بيه بهرنۍ دريشي، له هرې جوړې سره بېل ساعت او بېله ګوتمه د ده د شيک پوشۍ هغه اړخونه دي، چې تورې تار لرونکې چشمې به يې ورسره واچولې؛ نو د دبنګ هندي فلم سلمان خان به دې راياد شو.
داسې ګومان يې کاوه، چې ګوندي رښتيا هم ((مردم افغانستان)) د اويايمې لسيزې افغانان دي، چې په کومه يې بيايي درسره ځغلي. همدې ګومانونو دی د افغانستان د روان سياست د نوي بې باکه طراح په توګه په خپله ډله کې معرفي کړ. نرم مزاجه عبدالله عبدالله د چنګاښ په ۱۷مه، د لويې جرګې په تالار کې د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو د لومړنيوپايلو د اعلان په غبرګون غونډه کې داسې الفاظ وکارول، چې له تېر يو کال څخه په يو او بل ډول عطامحمد نور کارولي دي. نوموړي، چې د امرالله صالح په رسمي نږدېوالي يې د کوڅې د سياست احساساتي الفاظو د عبدالله په بازار کې لا نرخ پيدا کړ؛ نو په ټوله مانا يې په يوه اصطلاح له ځانه د عبدالله عبدالله سياسي لارښود جوړ کړ.
د لويې جرګې په خمه کې په جوړه شوې غبرګون غونډه کې د عبدالله عبدالله د څرګندونو په اړه ټول په دې سلا دي، چې د تېرو لسو کلونو په شوې سياسي خواريو يې اوبه توی کړې. د موازي حکومت ګواښونه، په روانه ديموکراسۍ کې په يوه اشاره وطن له يوې خوا بلې خوا ته کول؛ له نړيوالو نيولې تر ولسمشر کرزي او د ټاکنو تر کميسونونو بې درېغه ګواښونه، د عبدالله په څرګندونو کې هغه سياسي سهوې وې، چې د عطامحمد نور د طرحو د اغېز تر سيوري لاندې يې په کولو مجبور و، چې اوس به پرې ضرور پښېمانه وي.
عطامحمد نور په تېرو لسو کلونو کې د مزارشريف ښار د طبيعي پرمختګ کريډيټ په ښه هوښيارتيا د ځان په نامه کړ او داسې يې انګېرله، چې رښتيا هم د دې خوار ولس افسانوي رهبر شو. عطا محمد نور لکه د مېږي په څېر د وزرو پيدا کېدو خوب وليد او د الوت تابيا يې وکړه. د هېواد د شمال د مرکزي ولايت- بلخ واکدارۍ او د همدې واکدارۍ په موده کې د پيدا شوي اقتصادي زور له امله يې لومړۍ په شمال ټلواله کې د خپل نفوذ ګيلم خور کړ. د دې کړۍ خوارو، خوارو څېرو پرې پرته له سته پلتۍ ووهلې او له دې سره د عطامحمد نور د سياسي مېلمستون کيسې ګرمې شوي، چې په مشرانو کې د سياسي اغېز لومړۍ مېلمستيا يې د عبدالله عبدالله په نصيب شوه.
د ۱۳۹۳ ولسمشريزو ټاکنو په درشل کې يې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ايتلاف ګوند او په هغه مهال د شمال ټلوالې په منځ کې متحدې جبهې تر نامه لاندې د نوي جوړ شوي مثلث (احمد ضيا مسعود، جنرال دوستم او محقق) د پيوستون په موخه هڅې پيل کړې. کيسې ګرمې شوې او افسانوي رهبر داسې انګېرله، چې ګواکې هر څه د ده په اشاره او طرحه روان دي. د دې هڅې تر څنګ يې بار بار د استاد سياف تر سياسي دسترخوانه هم ځان ورسوه او د مجاهدينو د بيا ټولېدو په نامه يې د راتلونکو ټاکنو لپاره د سترې کړۍ د جوړېدو تابيا ونيوله. ده ګومان کاوه، چې د دغې کړۍ په منځ ته راتګ به د يادې کړۍ د جوړېدو معنوي کريډيټ هم د ده په لوري تمام شي، ځکه چې کله به هم رسنيزو مايکونو ته وړاندې شو؛ نو د ملي اجماع او د هېواد د مجاهدو مشرانو د يو ځای کېدو په اړه به يې خپلې هڅې په غير مستقيمه توګه يادولې.
د دې هڅو تر څنګ به يې وخت ناوخت د نړيوالو د پام اړولو په موخه په رسنيو کې يوازې تر خپلې دولتي ساحې پورې رالنډې څرګندونې نه، بلکې د ټول شمال، تر دې چې زيات وخت به د ټول افغانستان په کچه غږېده. د رهبر په توګه د ځان د مطرح کېدو يوه موقع به يې هم لاسه نه ورکوله. که په مزارشريف ښار کې د ايراني ديپلوماتانو په نامه د کوڅې نومول و او که په تذکرو کې له افغان کليمې سره مخالفت و؛ د خپل افسانوي رهبريت زور به يې په خبرو کې څرګندوه؛ خو دا هر څه به د نوموړي د ناوړه مطرح کېدو سبب شول او دی به د فيل په غوږ کې ويده و.
نور؛ په دې باور شو، چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره يې جوړه شوې طرحه د عملي کېدو تر پايه رسېدلې. په ��زارشريف ښار کې د امرالله صالح په ګډون د ده او د متحدې جبهې له مثلث سره په ګډه خبري ناسته کې يې داسې هم وښودله، چې د شمال تلپاتي دوه نه منونکي قطبونه (دی او جنرال دوستم) نور سره يو شول. افسانوي رهبر په دې هڅه کې و، چې بايد له جنرال دوستم څخه په راتلونکو ټاکنو کې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشريزو ټاکنو په څېر د ده مخالف لوری ګټه وانخلي. نو ځان يې مجبور ګڼه، چې د جنرال دوستم د ملګرتيا د زهرو ګوټ تېر کړي او په دغه کړنه کې د خپلو افسانو د خوند څکلو تر څنګ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ايتلاف پوره باور هم تر لاسه کړي.
همدا وه، چې د ولسمشريزو ټاکنو په درشل کې يې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د ټول هېواد په کچه د ټاکنو په اړه سياسي ملي اجماع رامنځ ته شوې ده؛ نو ټول هغه لوري، چې د کاميابۍ خوبونه ګوري، بايد د دوی په بستره کې يې وګوري، له دوی سره ايتلاف وکړی، کنه نو ناکام به وي.
په خورا تکبر او موسکا يې وويل: ((اګر کسي ايتلاف نمې کند، خوده اماده بسازد برای مقابله در روز انتخابات. دا ګز دا ميدان))
په غير مستقيمه توګه يې په افغانستان کې له کلونو کلونو را په دې خوا د پښتنو په مشرۍ د حکومت جوړونې چوکاټ هم وګواښه، ويې ويل، چې ولې تل دوی دويم وي، بايد له دې وروسته لومړۍ مقام ولري، يانې دوی بايد د ولسمشر د لومړي مرستال مقام نه، بلکې د ولسمشرۍ مقام ولري.
د ده ورته څرګندونو او کړنو عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د خوبونو په ليدو روږدی کړ.
افسانوي طراح تل داسې فکر کړی، چې په دې خوار وطن کې نو د رهبريت اصل د قومندانۍ تر څنګ د څو غيرانو پيدا کول دي، چې دا دواړه اړخونه نوموړي ښه درلودل.
لا خو د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو له څرک سره د نوموړي د ملي ايتلاف او متحدې جبهې د پيوستون خوب اوبو يوړ، احمد ضيا مسعود د زلمي رسول لومړي مرستيال او جنرال دوستم يو ځل بيا له هغه اړخ سره شو، چې ده يې لومړي مقام ګواښلی و.
د ټاکنو تر نږدې کېدو پورې د نور هره افسانوي طرحه له منځه تلو سره مخ شوه. د ټاکنو په دويم پړاو کې د افغان ولس د تاريخي ويښتيا له امله د ده ټول اټکلونه ناسم وختل، چې په پايله کې يې د ده د ټيم رايه د تحول او تداوم په پرتله څه باندې يو ميليون کمه اعلان شوه.
دې ټولو ازميښتونو عطامحمد نور د سياسي کينې تر کچې ورسوه او د همدې کينې له امله عبدالله خپل سياسي پوستين ته اور واچوه. پايله دا شوه، چې د اصلاحات او همګرايي ډلې مشر د لويې جرګې په تالار کې د سياسي ځان وژنې تر حده ورسېد، داسې ټکي يې وکارول، چې بېرته ورتګ ورته خورا ستونزمن دی. په همدې ورځ عطامحمد نور په خپله رسمي ويبپاڼه (balkh.af) کې د لومړينو پايلو اعلان د موازي حکومت د جوړېدو لپاره زمينه اعلان کړه؛ خو چې کله عبدالله د لويې جرګې په تالار کې د موازي حکومت له اعلان څخه په شا شو؛ نو عطامحمد نور په همدې ورځ د بلې اعلاميې د خپرېدو له لارې له بلخه د اصلاحات او همګرايي ډلې نا اعلان شوی موازی حکومت په رسميت وپېژاند او دا يې په ډاګه کړه، چې له دې وروسته به د بلخ حکومتي چارې له عبدالله عبدالله څخه دستور اخلي.
د نوموړي وروستۍ افسانوي طرحه د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو سياسي پايله بايد په افغانستان کې د پارلماني نظام راتګ وي، چې جمهور رييس پښتون او لومړی وزير يې بايد تاجک وي. نوموړی په داسې حال کې د دې طرحې خوب ويني، چې پارلماني نظام له سياسي ګوندونو پرته ناشونی دی او په هېواد کې لا هم داسې سياسي ګوند نشته، چې د پارلماني نظام د راتګ نښه دې ولري.
نور، د همګرايي په بستر کې په دې هڅو کې دی، چې د دغې ډلې هڅو ته د قومي سياست رنګ ورکړي او په هېواد کې د خپل قوم سياسي ليدلوری بدل کړي، په داسې حال کې چې هېواد د ملي يووالي په چوکاټ کې سياسي درملنې ته اړتيا لري.
تر دې دمه که چېرې د اصلاحات او همګرايي ټولې سهوې په ګوته کړو؛ نو ډېری يې د عطامحمد نور له سياسي برخوردونو څخه سرچينه اخلي، چې له همدې امله يې د ناکامي ځينې اړخونه په همده پورې تړلی شو.
_ داليكنه په محور ورځپاڼه كې خپره شوې.
د بلخ خپل سری والي عطا محمد نور به هم په شولګره کې د (۱۵۰۰ ) لاس تړلو طالبانو بیه پرې کړي چې په ککرو او جسدونو یې د دښتو او غرو ځناورو څو کاله د انساني کرامت پرته فټبال او لوبې کولې او هم به د حیرتانو د بندر د (۱۳ ) کلنو ګمرکي عایداتو حساب کتاب ور کړي . هو ! انشاءالله . اوس چې ځان مستقل اعلانوي هم خوښه یې خپله ده ، او که نورو توطیْو ته لاس اچوي هم خوښه یې خپله ده . خو په دې پردۍ او له تبعیضه ډکه بېسواده خوله افغانستان نه شي سره وېشلی . د ګوډي لار آخر پر ژرنده باندې ده .
اسمعیل جانه یوه نړی مننه !څومره ښه تحریر زه دخطا نوم او دخطا ګوښکه چه وینم هغه ورڅ مریض وم بی حده زیات حساسیت لرم دده په ارتباط لیکل هم نه لولم دغه منفور او بی شخصیته انسان با ید په اورکی وسوزول شی دده نه بی شرغ او بی حیا انسان په اسراییلو کی هم نشته داکتر صیب همدا اوس درباندی ږغ کوو چه ددبی شرف اوجلا وطن ښکل او قواره نوره ونه لیدشی .
سعدیا ، شیرازیا ، پند مده کمزاد را
کمزاد اګر عاقل شود ګردن زند استاد را
څوک چی له آره خطا وی ، اصل او نسب یی چاته نه وی معلوم او خپل تحصیلی اسناد په تاجیکستان کی په جعلی توګه جوړوی ، همداسی غلط او له رسوایی ډک سیاست به مخی ته ولی. زه نه غواړم چاته توهین وکړم اوټول کسب ګر د الله ج دوستان دی . اما د لوګر ولایت نه بلخ ته د یوه کډه شوی پخوانی ډم کورنی د مزار شریف ښار کی اوس د امپراطوری خوبونه وینی او د خپلو شخصی ګټو د خوندی کولو لپاره که د ده دا خیال پلو د هیواد په ډیرو بدبختیو هم تمام شی ، ده ته فرق نه کوی. خوشبختانه د افغانستان سیاسی مشران د هغه اصلیت پیژنی او د سعدی د پورتنی وړاند وینی په اساس ځانونه تری لری ساتی. .
دوستانو او كرانو افغانانو خبل وخت به داسي ظالم ،قاتل او لوت مار انسان مه ضائع كوي .
اوريدلي به مو وي.
إنسانيت دانسانانو خني غواره ءءءءءءءءءءءءءءءء اوزه ،هم كيري لري به عقل بوكه
دجهاد به دوران كي دخلكو دغو لؤلؤ دباره دمجاهد به نامه ده لويه زيره درلوده اوس هغه ديره خه شوه ايا دا منا فقئت نه دي نو خه دي. وربه شي خبر به شي
په یوه مطلق جابر -ظالم خود خواه بی کفایته انسان دومره تبصری کول دوخت ضیاع او ده ته جرات ورکول دی ددغسی انسان جازه په چوکونو کی په میاشتو میاشو زاړول اواخری اندازه رنج او درد او غضاب ورکول دی .
دا پورته لیکنی نه مطلب معلم خطا ده دمزار شریف والی دولایت بله ورولی .