اقتصاد د ژوند دوهم نوم دی. کومه ټولنه چې اقتصاد نه لري، لومړی خو ژوند نه لري. که ژوند ولري، آزادي نه لري. که آزادي ولري، عزت او آبرومندي نه لري. که عزت ولري، نو لږ تر لږه، ښه ورځ، او هوساینه نه لري.

نننۍ نړۍ پر اقتصاد را څرخي. په یوه هېواد کې د یوه بل هېواد یو سرتېری هم نه وي، خو د هغه هېواد سرمایه ټوله د بل هېواد وي، او د هغه هېواد وګړي داسې حیثیت لري، لکه د بل ملک په کارخانه کې چې مزدوران وي.

دې ته اقتصادي استعمار وایي.

کوم ملتونه چې خپلې عیني ګټې او تاوانونه سنجوي، او ځوانان او رأیه اچوونکي یې د خپلې رفاه او اقتصادي پرمختګ د معیارونو پر اساس سیاسي لارې انتخابوي، هلته اقتصادي ذهنیت پر نورو ذهنیتونو لاسبری وي.

په ځینو ټولنو کې بیا د دغه اقتصادي ذهنیت پر ځای نور ذهنیتونه حاکم وي.

مثلاٌ، ځوانانو ته د امپراطوریو د جوړولو، افراطي زهد، نړیوالیزم او نور ډول ډول آرماني ذهنیتونه ورکړل شوی وي.

د یوه فقیر هېواد خلکو ته د خلافت خوب ور لیدل شوی وي، او خلک یې د یوه داسې ارمان لپاره ژوند کوي، چې عملا یې د تحقق لپاره هیڅه هم نه لري.

دې ته بیا ایډیالوژیک ذهنیت وایي.

په دې ټولنو کې، چې یو لوی مقرر منبر ته وخېژي، نو خلکو ته د محسوسو مسایلو پر ځای، غیرمحسوس، معنوي او نه لمس کېدونکي شعارونه مخې مخې ته کوي. په دغسې ټولنو کې فرقوي اختلافات، کرکې، نفاق، او وهم پرستۍ په اوج کې وي.

علت یې دا وي چې اهداف او وسایل په ټکر کې وي. لاره یې د بې آبۍ نیولې وي، او ترانې د آب او عزت غږوي. یو یې بل ته وایي چې ته تېروتلی یې، بل یې بل ته، او په حقیقت کې دواړه تېروتلي وي.

یوه ورځ یوه ژڼي پر فیس بوک سلام را کړ. ما وېل وعلیک. وېلې، ستا نظریات مې خوښېږي، خو که وخت لرې، زه هم یوه خبره درته کوم. ما وېل مهرباني. وېلې موږ تاسې مسلمان یو، او د اسلام له نظره، د خلافت قیام واجب دی.

ما وېل ښه نو بیا. وېلې نوبیا دا چې د عثماني خلافت د سقوط نه وروسته، مسلمانان خلافت نه لري، نو خلافت باید را ژوندی شي.

زه ورسېدم چې سړي خو له ملي ګټو د انکار لپاره زبردسته لاره موندلې. موږ د ملت له تصوره د تېښتې لپاره کله تر ملت وړې مسألې، لکه قومیت، فرقه بازۍ، او تنظیمیتوب کاروو، او کله بیا تر ملت لوړې مسألې، لکه خلافت، کمیونیزم، د لینن کبیر افکار او پان اخوانیزم کاروو.

ما وېل ځوانه، کرار کښېنه. عثماني خلافت خلافت نه، بلکې یو فاسد شاهي نظام و، چې نیمه نړۍ مسلمانان یې په غربت، تخلف، بې سوادۍ، او سیاسي بې شعورۍ کې وساتل. عرب یې محروم کړل، ځکه چې د خلاف د دعوې ډار یې ورسره و. ترکان یې په صوفیت اخته کړل، چې له ژوندیو مسألو یې مخ ور واړوي، او خپله خلیفه ګان به له رومي او اروپایي نجونو سره په شرابو کې لمبېدل.

د تېرو دېرشو کلونو په دوران کې د پاکستان آی ایس آی په پښتنو، په تېره، په افغانانو کې، پرلپسې د ورته خیالي ذهنیت په خپرولو پانګونه وکړه، او هدف یې دا و چې افغانان د خپل هېواد له منابعو؛ اوبو، کانونو، کرهنې، ځنګلونو، سیندونو، او نورو سرچینو څخه له ګټې اخیستني ایسار او په نورو شیانو اخته کړي.

د سولې په لویه جرګه کې زموږ ځینو جهادي مشرانو هم خبرې وکړې، او تر څنګ یې محمودخان شېراڼي هم خبرې وکړې. زموږ د مشرانو خبرو هیڅ کشش نه درلود. ځکه چې خبرې یې پر ځمکه نه لګېدې. هوایي وې، فلسفي، ذهني، او خیالي وې. د محمود خان خبرو ډېر کشش درلود، ځکه چې واقعي مسایل یې یادول. اوبه، هوا، سیندونه، جغرافیه، تاریخ یې یادول.

ایډیالوژیک خلک تل دغسې وي. خلکو ته عملي، او محسوس مسایل مخې ته نه ږدي، بلکې په غیر حسي،  او غیرملموسو ارزښتونو د خلکو وخت ور تېروي. علت یې دا دی چې د انسان وفاداري په دوه ډوله ارزښتونو ترلاسه کېدای شي.

یو ډول یې معنوي مسایل دي. عزت، آبرو، غیرت، خپلواکي، ناموس، دین او…

او بل ډول یې مادي مسایل دي، لکه بند، څړک، خوراک، کور، کالي، ژو-چاپېریال، طبیعي سرچینې، ځنګلونه، کرهنه، اوبه، او…

لومړی ډول مسایل د اندازه ګېرۍ وړ نه دي. څومره عزت؟ کوم عزت؟ کوم غیرت؟ کومه خپلواکي؟ په څومره اندازه؟ ته خپلواکي څه ته وایې، زه یې څه شي ته وایم؟ ته دینداري څه شي ته وایې، بل یې څه شي ته وایي؟ څوک اصلي دیندار دی، څوک منافق دی؟

ځکه نو، له یو چا سره د هغو پر سر محاسبه ګرانه ده. غلام به وي، او نارې به وهي چې زه د آزادۍ او خپلواکۍ په جګړه اخته یم. سپیناوی به یې ورسره مشکله وي.

دوهم ډول مسایل اندازه کېږي. څو بندونه دې جوړ کړي؟ د غنمو تولید له څو څو ته ختلی؟ سړي سر عواید څومره لوړ تللي؟ ناخالص ملي تولیدات څومره زیات شوي؟

دا ډول مسایل یې د لمس وړ دي. نتیجه یې نغده ده.

دواړه ضرور دي، خو لومړی ډول مسایل پر دوهمې ډلې وسایلو متکي دي. عزت، خپلواکي، دیانت، ځان بسیاینه ټوله په مادي مسایلو پورې اړه لري. چې خوراک دې نه وي، مېلمه پالنه به څنګه کوې؟ چې ډوډۍ دې نه وي، خیرات به څنګه ورکوې؟ چې محتاج وې، غیرت له دې څنګه ساتې؟

له همدې امله، د وږیو ملتونو لپاره اساسي منطق دوهم دی، چې د لومړي ډول ارزښتونو لاسته راوړنې ته لاره برابروي.

متأسفانه، زموږ مشرانو په تېرو دېرشو کلونو کې یواځې لومړۍ ډله وسایل عنوان کړل. دا کار داسې و، لکه یو څوک چې دېوال نه جوړوي، خو د دېوال په رنګ بحث کوي. عزت سهي، غیرت سهي، خو لوڅ سړی به څه عزت او غیرت وساتي؟

چې د چا خویندې پر نواپاس، او لواړګی پښې یبلې اوړي، او د لارې قبایلي ځوانان لږه د قصابې د سپیو سترګې پسې اړوي، هغه سړی د کوم غیرت کیسه کوي؟

موږ تېر دېرش کاله، په سیاست کې د داسې یو چا سترګې په لاره و، چې له ذهني ارزښتونو څخه سیاسي منطق عیني او محسوسو، ملموسو ارزښتونو ته واړوي، خو دې کار ته هر څوک جوړ نه و.

علت یې دا ده چې عزت، ناموس، غیرت کومې طرحې یا پلان ته ضرورت نه لري. کوم ظرفیت، کدر، تخصص ته ضرورت نه لري. لوستی او نالوستی یې یو ډول یادوي، خو بند جوړول، څړک جوړول، د بازار زېربنا جوړول، اقتصادي طرحه، د زراعت پروژه ډیزاینول بیا د ملایانو او ادیبانو کار نه دی.

دا کار، چې د معنوي ارزښتونو اساس هم دی، هندسي، مدیریتي، او نورو تخصصي مهارتونو ته ضرورت لري، چې زموږ د تېرو دریو لسیزو مشرانو نه درلود.

موږ په دې باور یو چې هدف او منزل بیا هم، لومړی ډوله مسایل دي، خو لاره یې خامخا پر دوهم ډوله وسایلو او مسایلو ده.

هدف دیانت او د دین قیام دی، وسیله یې نظام، او د نظام له لارې اقتصادي او مادي قوت دی.

هدف عزت او آبرومندي ده، وسیله یې له احتیاجه وتل، او پر کاله خوندي کېدل دي.

هدف خپلواکي ده، وسیله یې اقتصادي ځانبسیاینه، او خودکفایي ده.

ډېر کله وسایل د ډېر اهمیت او یا ګرانوالي له امله خپله په دوهمي یا فرعي هدف بدلېږي. موږ په تېر دېرش کاله کې د دې دوهمي هدف، یا اقتصادي ځانبسیاینې خبره ځکه نشوای کولای چې یو خو د نورو په ګیره کې و، او دا د هغوی د اجنډا خلاف کار و، او دوهمه دا چې موږ خپله د دې دعوې لپاره ظرفیتونه نه درلودل. د اوسني نظام په لومړیو کې د غزني د مخابراتو رئیس یو جهادي قوماندان و، چې کله موبایل تلیفون راغی، نو د یوه بل نمبر د ډایل کولو لپاره به یې له بل چا مرسته غوښته.

ایله دوولس کاله وروسته پر افغانستان یوه دوره داسې راغلې چې موږ د دې فرعي هدف، او دې ارزښتمنې وسیلې ترلاسه کولو په اړه خبرې کولای شو. له یوې خوا په لسګونه زره ځوانانو د خپل شعور سترګې پرانیستلې، نړۍ یې ولیده، تعلیم او تحصیل یې وکړ، او د رسنیو له لارې له نړۍ او ارزښتونو خبر شول، او له بل پلوه، ځینو تخصصي کدرونو ته د دې فرصت لاس ته ورغی چې د رامنځته شوي ظرفیت پر اساس او مټ حساب وکړي، او د افغانستان لپاره، د یوه نوي عیني او ملموس منطق پر اساس، پر نویو ادبیاتو، یو نوی لرلید وړاندې کړي.

د دې مشرانو سرغنه ډاکټر اشرف غنی احمدزی و. د دې لرلید نورې نمونې حنیف اتمر، محمد آصف رحیمي، عمر زاخېلوال، معصوم ستانکزی، امیرزی سنګین، او نورې عملي او کدري سټې دي، چې غواړي افغانستان د دې نوي منطق پر اساس سیال او سوکال کړي.

راځئ چې د دې مشرانو په مټ، د نوي افغانستان خوب ته تعبیر ورکړو.

مجيد قرار

13 thoughts on “ډاکټر غني، د فکري بدلون سرلاری ـ مجید قرار”
  1. پښتانه باید د خپل ریښتیني زعامت او د پاشلي نظام د ترلاسه کولو، جوړولو او لدې مصیبته د خلاصون سنجیده او محاسبه شده لاره غوره کړي.
    له بده مرغه چې سیاست کوډې او تعویذ ندی چې ملا ته رجوع وشي، او نه هم د ټوپک د شپیلۍ په زور دی چې د قوماندانانو خولې ته کینو.
    سیاست د فکر او عقل خبره ده، هغه څوک چې د فکر او عقل خاوند وي زموږ رهبر دی. څوک چې عقل ولري، هرومرو به د عزت، آزادۍ، نړیوال سیاست، او نورو ټولو اړخونو ښه او کره فورموله برابره او عملي کړي.
    هر څه لږ وخت ته اړتیا لري

  2. سلام او احترام قرار صیب

    ډیر په زړه پوری مطلب مو لیکلی او خدای دی توفیق در کړی چی نور هم دغسی مطالب ولیکی او ټول وطنوال تری نه ګټه پورته کړی

  3. قرار صاحب همدق تاسو چی څه لیکلی دی همدا خو د افغان ملت د حزب احداف دی چی ۴۷ کاله کیږی مبارزه ورته کوی بیا ولی د دی حزب ترشا نه دریږی که خبره د ملت وی هیواد وی تاسو لږ د احدی ملی مسلی کتاب هم اوږوری بیا قضاوت وکړی
    چی احدی کوم نظر لری د دی هیواد دپاره اوکه داسی نه ده خبره د خلیلزاد او سی ای ي ده چی خلیلزاد ته یی وظیفه ورکړی ده بیا د ۱۰ کلو دپاره راباندی د کرزی پشان تش په نوم یو پښتون کینه وی او دپښتنو به قتلان روان وی او د دی دپاره یی دوستم لمړی معوین نیولی دی او د س ای ي او کی جی بی مزدوران یی ترشا ولاړ دی لکه خلیلزاد جلالی اتمر دوستم اوداسی نور

  4. د طلوع تلویزیون نظر می د ښاغلی داکتر عبدالله عبدالله په باب ولوست داچی نظرسنجی به څومره حقیقت ته نژدی وی هغه بیله خبره ده.
    په هر حال د ټولټاکنو د سرته رسولو لپاره ډیر کارونه مخکی دی. د پښتنو د ډیرو کاندیدانو اوږد لست هم له ښاغلی عبدالله عبدالله سره ډیره مرسته کوی . د طالبانواو پاکستان سیاست هم د ایران له رسمی موقف سره مطابقت لری چی د دوی ټولو تیت او پرک سیاستونه بیا په افغانستان کی د یوداسی حکومت جوړولو سره مرسته کوی چی د پښتنو او ټول افغانستان په تاوان ختمیږی. زمونږ ځوانانو هم لا تر اوسه د خپل هیواد ملی ګټی او خیر لا نه دی تحلیل کړی. جګړه ، نا امنی ، بیسوادی ، زمونږ کلیوال عنعنات او رواجونه ټول کیدای شی چی د پښتنو او په مجموع کی د افغانستان د نورو قومونو ګډی ګټی په خطر کی واچوی . که همداسی لوبی روانی وی لری به نه وی چی د هغوسیاستوالو خوبونه رښتیا شی چی علنی او په ډاګه د هیواد د ویش اوتجزیی لپاره یی وینی او په خوله یی اظهاروی ، د دی تولو عواقبو مسوولیت به د هغو په غاړه وی چی د خپلی لویی غوښتنی نه تیریږی او د پردیو په اشاره یی ځانونه داسی یو با مسوولیته او حساس مقام ته کاندید کړی چی دوی یی متاسفانه لیاقت او توانمندی نه لری.
    د داسی مهمی او با مسوولیته دندی له عهدی یواځی داکتر اشرف غنی احمدزی وتلی شی خو پدی شرط چی زمونږ نور ښاغلی مشران هم له خپلی کاندیداوری نه تیر او د يومتحد اوسر فراز افغانستان لپاره په مشترکه توګه کار وکړی. د ښوونځی د دریم ټولګی کتاب کیسه چی خپلو زامنو ته یی یوه ګیډۍ لښتی ورکړی چی ماتی یی کړی ، خو هیچا ماتی نشوی کړی . او بیا کله چی یوه یوه یی کړی هغه سپینږی او ناتوانه سړی هم ماتی کړی مونږ ته په اوسنیو شرایطو کی ښه مثال کیدای شی .

  5. افسوس ستا غوندی د یو شخص په دی به بنسټه او بی هوده خبرو، تاسو اوس اسلامی ستر خلافت ته سپکاوی هم شروع کړ، ای بی بی دینه ،ای د سیکولرانو غلامه ،، افسوس ، افسوس، کاش تاسو غوندی خلک د افغان په نوم پښتو ژبه خبری ونه کړی، پښتو به نوره سپکه نشی، ستر اسلامی تاریخ ته د خپلو بادرانو خوشحالولو لپاره څومره بی منطبقه کار کوی، کاش تاسو د کوم کمونیستی یا سوسیالتی ټولنی څخه وای، مونږ به ډیر نه خفه کیدلو

  6. Dear Shughla Jalali,
    Please read the whole article and don’t just stick to a few sentences. I think with your low level of understanding you reflect your IQ very badly. Qarar Sahib is not insulting Islam, he is propagating a way which can lead to Muslims(afghans) being more self sufficient and economically independent. Economic independence, respect of law and equality amongst citizens is the way forward and is part of Dr Ghani’s thinking. In contrast,living in a fool paradise of wanting to establish a Khilafat without having the proper means for it is not going to help us. Please wake up from your silly dream and try to change the course of history. The formula which has been applied and proposed by the likes of you has not yielded anything but disgrace to the Ummah. For the last 700 years our Umma is in decline which is due to lack of accountability, retrospect and modernization of our thoughts. It is the task of the new generation to change these ways of thoughts and apply it to the real world. We don’t need poets or great orators. We need leaders who can come up with simple and workable measures which brings about real change in our lives and guide us to economic independence and thus dignity, respect and real freedom. We don’t want fake freedom in which we claim to be free but in reality we are getting orders from punjabis.

  7. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د رواني ناروغيو په علومو کې داسې ويل کېږي، چې کله کله يو انسان داسې سر بادی شي، چې يوه خيالي مفکوره او يا هم په خيالونو کې جوړه شوې پېښه جوړه شي او يا کومه اداره ورته حقيقي ښکاري، ځکه نو د دې اړتيا نه پيدا کېږي، چې يوڅوک ورسره حتمي د بحث اړخ شي، نو که سربادي درته وويل، چې هغه دی موږګ، نو ته به يې د خوشالولو لپاره هرو مرو وايی، چې هغه لويه (مږه) ښيي! نو په دې ډول له هر سربادي سره ښې اړيکې جوړولی شي او بيا يې د درملنې چارې چې دوی ورته پسيکوتېراپي وايي سنجولی شې!
    دا يوه ريښتيا خبره ده، چې د يوې ټولنې د خوځښت لپاره ادراي سيستم ته اړتيا ده، چې د ټولنې د ادارې اساسي روکنونه ايډيالوژي، اقتصاد او نظام دی! د ايډيالوژي لپاره به يا ماتېرياليستيک دياليکنيک کاروې او يا به ايدياليستيک مقرارات مراعاتوې، خو له نېکه مرغه چې موږ مسلمانان يو مګر نه بوسرمانان! د خپلې روحي او رواني ودې لپاره د پاک الله نه پر موږ د اسلام مقدس دين رانازل شوی او پر موږ افغانانو يې هم پېرزوينه شوې ده، نو زموږ د ژوند دروزنې مشال د اسلام مقدس دين دی، نو موږ په افغاني هويت، ذهنيت او ملت کې په اسلامي مقرارتو ژوندکوو! ځکه آیت هم شته، چې وايي: موږ تاسو د بېلابېلو قومونو په بڼه هست کړي ياست، چې له يو او بل سره پېژندګلوي وکړی! نو د دغه آيت چې ما يې ژباړه وليکله په رڼا کې کولی شو ووايو، چې هر اسلامي مملکت کولی شي د خپلو ملي ارزښتونو په شاليد کې خپل مملکت جوړ او اداره کړي! نو د پان اسلاميزم تيوري صرف د اسلام د امت پر کچه پاتې کېږي!
    د ټولنې بل اړخ اقتصادي جوړښت دی، يعنې يوه ټولنه په کوم ډول اقتصادي سيستم کې خپله وده کولی شي، چې په دې کې يو د رقابت آزاد بازار دی، بل دولتي پلان شوی ټولنیز اقتصادي پلان دی، خو له بده مرغه په ډېرو وروسته پاتيو ملکونو کې د اقتصادي انارشي سيستم چلېږي، چې نه د ماليې سم سيستم لري او نه هم د بانکداري، د زکاته او عشر خبرې خو پرېږده! چې ښه بېلګه يې په افغانستان کې ده، ځکه افغانستان اصلآ هغومره توليد نه لري، چې اقتصادي سيستم يې ياد شي، ځکه افغانستان ته صرف پيسي له بهرنيو ملکونو راځي، چې په افغانستان کې وېشل کېږي!
    افغانستان يو زراعتي مملکت دی، ځکه تر ۸۵ سلنه خلک يې په بزګري، مالداري او کوکنارو په کښت آخته دي، چې د اپينو توليد د اسلام مقدس دين له مقراراتو څخه په زغرده سرغړونه ده! خو بيا هم دا بېل بحث دی، خو پوښتنه دا ده، چې کله موږ يو ښاغلی د اقتصادي پروګرامونو سرلاری ګڼو، نو بيا ولې په وروستيو ۱۲ يا ۱۳ کلونو کې د دغه سترو اقتصادي مفکرينو په مټه او د امريکا په ۱،۶ تريليونه ډالره ليا هم د افغانستان د اقتصاد لپاره توليدي پروګرامونه جوړ نه شول! نو يو شمېر به وايي، چې په افغانستان کې طالبان او يا ګلبدينيان څوک په کراره نه پرېږدي! خو زما بيا پوښتنه دا ده، چې ولې په افغانستان کې په زرهاو چارواکي پرته له پوښتنې په لکاوو ډالره حيف او ميل کوي! په خپلو نومونو شهرکونه جوړوي، د ملت او دولت ځمکې غصپوي! نو بيا موږ په وروستيو ۱۲ کلونو کې د کومو اقتصادي سرلارو خبرې کوو!
    بايد ياده شي، چې زموږ د نننۍ ادارې د اقتصادي سرلارو له برکته دغه در په در مملکت راپاتې دی، چې دوی خپلې چړچې پکې وکړې، خو ملت پکې وغو… شو، نو تاسو بيا هم د اقتصادي سرلارو ناندره راپوته کړي ده! که په افغانستان کې د زراعت په برخه کې کوم عامالمنفعه پروژه پلې شوي وي، نو يآده يې کړی! زما ي، دوست هم په هلمند کې د انارو باغونه لري، مګر د هغه د باغونو عايد ستاسو په اقتصاپوهانو يا د متفکرينو په سرلارانو پورې هېڅ اړه نه لري! ځکه دغه د همغه دوست ځمکه ده او زړه يې هر څه چې پکي کري او پخپله يې رېبي! خو له دغه دولته يې صرف امنيت غوښتی دی، اما له بده مرغه دوی حتی په دې هم نه دي وانېدلي! نو په اقتصادي پروکرامونو به څه پوه شي. دغه د هلمند او يا نورو سيمو کې بزګري د طالب په موده کې هم وه، خو هغه مهال خو لږ امنيت بهتره وو!!
    د نظام خبره راغله، چې مقننه، قضايه، اجرائيه ډلو ټپلو جوړ شوی سيستم دی، خو په افغانستان کې اسلامې دوې فقهې (حنفي او جعفريه) رسمي شرعي يادې شوې، چې فکري دواليزم يې رامنځ ته کړی او اساسي قانون هم ځينې داسې د بحث ټکي لري، چې بايد له سره غور پرې وشي، خو بدمرغي دا ده، چې افغانستان يو مصرفونکی مملکت دی، ځکه توليد يې په نشت کې حساب دی، نو زموږ نظام هم د نورو په لاس کې دی، که د امريکا پيسې نه وي، نو دغه اجير منصبداران، عسکر، مامورين او معلمين به څه کوي!
    درنو افغانانو! موږ يو ټولنيز تحول ته او ذهني نوښت اړتيا لرو! ځکه د ټولنې لويه برخه شتمني او مرستې په نظامي عملياتو لګېږي او يا يې يو شمېر په چل ول نورو ملکونو ته انتقالوي، نو ښه به دا وي، چې په سيمه کې له ګاونډيو سره او په نړيوالتوب کې له ځبرځواکونو سره د تفاهم لاره وسنجوو، ځکه افغانستان نن سبا ډېر قوي او مضبوت جيوپوليتيک موقعيت لري، نو خپل هېواد د پرمختګ لپاره بايد داسې امکانات رامنځ ته کړو، چې افغانستان يوه څانګپوهه اداره ولري! او افغانستان له پروني، او ننيو زورواکانو او جنګي جنايتکارانو پاک کړو، مګر نه دا چې تر څنګ يې ودرېږږ!
    دغه جنايتکاران يآ زورواکان هم د امريکا په مټ او د روسيې په مرستو پر موږ تپل شوي دي، ځکه موږ نه شو کولی، چې يوه سالمه ټولنيزه اداره رامنځ ته کړو، چې اساسي علت يې په سفسټو کې ډوبېدل او د ولس په هېلو او ارمانونو پښه اېښودل دي، ځکه کرزي ته همدغه ملت خپله وچه رايه ورکړه، مګر کرزي هغه څه په افغانستان کې وکړل، چې هېڅ بااحساسه او باوجدانه انسان به يې و نه مني! او متفکرينو هم له داسې چا سره لاس يو کړ، چې د افغانستان د ټولو علماوو، روڼاندو او په افغانستان مينو خلکو اميدونه يې له خاورو سره خاورې کړل! زه بيا وايم، چې افغاني سفسټه پالو کولی شوی، چې امريکا او لوېديزوال قانع کړي، چې يو بيتالافغاني پلاتفورم رامنځ ته کړي او د شخړې ټول اړخونه سره کېنوي او يوه سمه اداره د افغانستان لپاره رامنځ ته کړي!
    معه سلاموکم الاهلولمسلمين او الاخوتالافغانيون
    http://www.youtube.com/watch?v=2twF-DofuDw
    ملا ميوند آخوند

  8. د مجيد قرار دا ليكنه د نورو په شان ديره د مفهومه دكه ليكنه ده، او هغه چي بيا ددي ليكني سره د نظر اختلاف لري د هغو لپاره دا وايم چي اوس تقريبا هر سوك پوهيژي چي حقيقت سه دي، او د نيوكي نه بهتره داده چي باندارونه غيبتونه او استراحتونه پريژدو، خپل نظرونه د زان سره وساتو، په عمل كي يو سه ددي مظلوم ملت لپاره وكرو، زكه چي زموژ اوسني نسل د انتقاد او استراحت لپاره نه بلكه و نوي نسل ته د معياري ژوندد برابرولو لپاره دي. خداي پاك دا موقع موژ ته راكري او كه مو اينده نسل د اوسنيو ستونزو نه وساتلي نو دا به مو د دنيا افتخار او د اخرت توشه وي،، اوس خبري نه چليژي، يوازي تصميم او عمل بايد ترسره شي،

  9. قرار صاحب په لاسونو دی برکت شه، ډیری ښی لیکنی کوی، الله دی وکړی چی دا ورونه په دی پوه شی او ډاکټر صاحب اشرف غنی ته خپلی رایی وکاروی. ډاکټر صاحب د افغانستان د ښه راتلونکی لپاره یو ډیر ستر چانس دی، که مو له لاسه وکړ بیا به ډیر پښیمانه یو خو بیا به پښیمانی کومه ګټه نه کوی، همدا اوس وخت شته چی ډاکټر صاحب په خپلو رایو ولسمشر و ټاکو.‌

  10. Shaghelai Halim Popal sahib!
    Ahadi ba nazar lari kho amal ne lari. Tol wakht ye de piraano pe mooridei teyr kerh. De Ahadi saib ne she maloom di aw ne bad. No pe dasey kandid ba melat tsenga takya wekhri.
    Pe usaneio sherayeto key de Dr Ashraf tsekha bel she intelkhaab ne shta, ke tsok de melat khair ghwarhi.

  11. خبره دا ده چه زه نه غوارم دچا نوم واخلم خو دمونز افغانانو غمیزه داده چه هر وخت دبادار نظام ستایو دی ته نه گورو چه ددی نظام دافغانی کیدو امکانات شته او که نه؟ افغانانو ته ددوی دقتصادی بنیاد ابتدایی نظام ضرورت دی پدی خیال خوبیدل چه جاپان چیری ده ؟ جرمن چیری ده ؟ داخیال پلو ده۰ زمونز سیاسی او اقتصادی پوهان او مفکرین کرار ناست دی . داسی شکاری لکه چه هغوی بی اندازی زیات له امله چپ ناست او ستومانه شوی وی او مونز له خیره سره دهغوی صفتونه کوو . دخپلو وطنوالو نه هیله مند یم دهغه چا صفت او عزت دی وکی چه دخدمت مصدر گرزیدلی وی او که دچا تر اوسه کومه کار نامه نه وی شهادتنامی دی مبارکی وی خولس کاله بعد به مالومیزی چه دآفرین دی او که نه؟؟؟؟وسلام

  12. ماته خو داسی معلومیږی چی د ډیرو کاندیدانو موضوع ډیرو قصابانو مثال ته پاته ده او غوا به حتما مرداریږی.
    که داسی وی نو ډیری تبصری مه لیکی او تاندوالو ته هم ډیر درد سر مه پیدا کوی . مونږ د پردیو صفت او غوړه مالی او دخپلو پښو وهلو ته ښه تیار یو. له ملا صاحبانو رانیولی تر حکمتیاره او بیا له کرزی تر سدوزی تولو د پښتنو وژلو او ورکولو پسی را اخیستی ده . که کوم څوک رښتیا ووایی او د خدای او رسول لار چاته وښیی نو بیا سمدستی د پنجابیانو توره زنګ وهلی ټاپه لکه د کمونست ، لاییک ، سیکولر ، ملحد او کافر پری ووهل شی .
    د پښتنو نورو مخالفینو او یا نورو قومونو د کور ودان وی دوی خو دومره په زغرده بد نه راپسی وایی. دوی پوهیږی چی مونږ خپله یو دبل وژلو اوسپکولو ته بس یو نورو ته حاجت هم نشته . یا الله مونږ ټولو ته صراط المستقیم هدایت وکړه او په مونږ کی اتفاق او یوالی راوله آمین

ځواب ورکول حلیم پوپل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *