مشره سلامونه!
مشره! دا څو میاشتې مو ستا ډیرې خوږې او ګټورې خبرې واوریدې، هره وینا دې زموږ د زخم پټۍ وه، ستا په هره وینا او ژمنه کې راته رښتینولي ښکاري، ځکه ستا په تدبیر باور لرو، موږ باور لرو چې ته هیڅ داسې ژمنه نه کوې، چې پوره کول یې درته ستونزمن وي.
مشره! منم چې ډیرې بوختیاوې به لرې، خو که لږ وخت زما دې لیک ته ورکړې، احسان به دې کړی وي.
مشره! د وروستیو پریکړو او حالاتو په اړه مو له نورو ډیر څه اوریدلي، له اجرایوي نیولې تر ایتلافي پورې خبرې ښکته او پورته کیږي، موږ باور لرو او خدای دې وکړي چې دا ټولې دروغ وي، مشره دا څو میاشتې موږ ستاسې په اړه ډیر څه واوریدل، خو موږ په خپله ټاکنه له ځانه ډير باور درلود، ستا په اړه ټولې منفي خبرې دروغ وختې او زموږ باور یې زموږ په ټاکنه نور هم ډير کړ. مشره! موږ ستاسې د خبرو معتادین یو، موږ چې په اونۍ کې یو ځل ستاسې وینا وا نه ورو، هډوکي مو درد کوي، خوب نه راځي او فکرونه مو خراب وي، زه ډاډه یم چې د وروستیو پریکړو په اړه به هم ډير ژر راڅرګند شې، هم به مو باور لوړ کړې او هم به مو عادت پوره کړې.
خو مشره یوه ګیله لرم او دا یوازې زما ګیله نه ده، بلکې د لکونو هغو افغانانو، چې ستا د منشور لپاره کار کول یې پر ځان فرض او قرض ګاڼه، مشره دا څو میاشتې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دې افغانانو تا لپاره او ستا د منشور لپاره نه ستړې کیدونکې منډې تړې وکړې، چا ورته دندې پریښودې، په چا دندې پریښودل شوې، خو هیڅ چا د نهیلیتوب احساس نه کاوه، هر یو کوښښ کاوه چې ځان له خپل بل ملګري ډیر اغیزمن وښایي، دا منډې د کوم منصب او امتیاز لپاره نه وې، دا ستا هغو ژمنو او پلانونو ته د عمل جا مو اغوستلو لپاره وې چې ددې زخمي زخمي هیواد د زخمونو دوا ده، دې ځوانانو کې ډیری داسې دي چې نه یې تاسې لا له نیږدې لیدلي یاست او نه ستاسې د کمپاین ټیم له کوم شخص سره اړیکه لري، بس لکه خدای خدمتګاران هر څوک لګیا دي خپل کار کوي، نه مزد غواړي او نه امتیاز.
مشره! موږ ټول پوهیږو چې زموږ شک او اندیښنه نا سم دي، موږ له خلکو ډول ډول خبرې اورو، موږ ته خلک ډول ډول پیغورونه راکوي، مشره! خلک موږ ته وایي چې ستاسې مشر ستاسې رایې او ستاسې منډې د مصلحت خوراک کړې، موږ ته پیغور راکوی چې ستاسې مشر هغه څه وکړه، چې تاسې یې په نه کولو په خپل مشر مغروره او باوري وئ، مشره موږ خپلې هیلې له لاسه نه دي ورکړي، ما مخکې وویل چې موږ ته ډير څه وویل شول، خو ناسم ثابت شول، خو مشره زموږ ګیله داده، چې ولې موږ ته زموږ د کور خبرې بل څوک وکړي؟ ولې موږ ته خلک پیغورونه راکړي؟ ولې زموږ خپل مشر موږ له حالاتو نه خبروي؟ نور په ټولې سپین سترګۍ زموږ په سترګو راننوځي، خو موږ چوپه خوله یو، ځکه موږ لا ستا له خولې څه نه دي اوریدلي.
مشره! که رښتیا دې دا هرڅه چې موږ یې اورو، منلي وي، نو ایا د منلو پر وخت یې لږ هم درته ددې میلونونو خلکو څیرې مخ ته در نه غلې؟ یو ځل دې هم داسې فکر ونه کړ چې زه ددې خلکو ورستی امید او هیله یم؟ هغه د قانون ماتیدنه خو پریږده په هغې خو ډیر ښه پوهیږې، ایا تا زما په ملاتړ کې څه کمې ولید؟ موږ خو تر خپلو وینو هم در تیر و، ایا زما د وینې رنګ دې خوښ نه شو؟ او که زما د مینې خوند درته پیکه ښکاره شو؟ هغه د ګلالي ماشوم په ګولیو سورۍ سینه دې مخ ته ونه دریده؟ که هغه غوڅې شوې ګوتې درته ټوکې ښکاره شوې؟ مشره ملي وحدت او ملي ګټې ساتل پر موږ ټولو فرض دي، خود ملي ګټو په څادر کې د خاینونو پوښل بیا ستره بزدلي او د ملت د ارادې تر پښو کول دي.
مشره! بیا وایم، چې زه ډاډه یم چې زما دا ټولې اندیښنې او شکونه ناسم دي، موږ د وروستي ځل لپاره هم په خپله ټاکنه کې غلطیدای نه شو، موږ ملت ډیر زوریدلي یو، موږ ته ژر ګیله راځي او ژر تیر وځو، خلک راته په لارو او کو څو کې پیغورونه راکوي، موږ د ویلو هیڅ هم نه لرو.
مشره بیا هم درته وایم، چې موږ ستا د خبرو معتادین یو، زموږ هډوکي درد کوي، خوبونه او فکرونه مو خراب شوي، مشره هیله کوم چې موږ ته دحالاتو تشریح وکړې، موږ ته د رقیب د پیغور ځواب پیدا کړې.
درنښت
ګران حبیب الله شنواری صاحب او د تاند ټولو لوستونکو او کارکوونکو ته د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوم.
دماښام د روژه ماتی نه لږ وروسته می ستا لیکنه ولوسته. دهری کرښی په بدرګه می د اوښکو څاڅکی وبهیدل،ځکه په لیک کی دهیواد دملیونوخلکو دزړه دردونه،هیلی او غوښتنی نغښتی وی. تا دهری ګیلی سره په ډیرو مناسبو ټکیو هرڅه لکه دلمر روښانه کړی وه. ما په لیک کی دخپل زړه خبری واوریدی، وامی اوریدی خو په ښکلی او ساده بیان شوی نثر کی،هغه چه ما غوښتی بیان یی کړم نو تاسی په پاسته،روان اواو دمرغلروپه شان پییل شوی امیل کی روښانه کړی وی.
ماته هم دهیواد د نورو انسانانو په شان ګیله ودریده چه ولی زمونږ کډی د تورو بالاګانو په کلیو کی اړول شوی دی؟ داکومه ټکه ده چه زمونږ په سر لویدلی چه په خپل وطن او کور کلی کی پردی یو؟
او دحمزه بابا دا شعر چه وایی:
ټولو وه کتلی په کاږه تظر زما په لور یو می تور نصیب ده چه زما طبع خپه نکړه
نوزه هم دهغه نوی ټوکیدلی هیلو دغوټی کیدو په هکله څه شانی په شک اوشوبه کی لویدلی یم ،نو هغه وخت چه ستا لیک ته په رښتینی توګه څه واضح ځواب وویل شی،نو هله به زما او زما په شان د نورو هیوادوالو تندی ماتی شی.
دمیړنیو شملی دی ټیټی مه شی.
ګرانه شینوا ری صاحب سلامونه اودرنا وې مې ومنی. زه داشرف غنې سره هیڅ تړاو نه لرم خو ! همدردې ور سره لرم. افغا نیستان او افغانان په هرڅه کې ونوروته محتاج دې ! تا سې څه فکرکوې چې پر اشرف غنې به څونده فشا رونه وې. په دینې کتا بونو کې مقوله ده : لان الضرورات تبیح المحضورات. دډیر ضرورت په وخت کې کیدای شې چې مسلمان ته حپلې بولې چښل روا شې !!! . او غنې دداسې بد معاشانو او دبهرنیانو دلاس پوڅو سره مخ دی لکه دډبل عبدالامریکا وحشې ټیم چې هغوی ته ګران هیواد هیڅ اهمیت نه لرې. نو اشرف مه ملا متوی اومعذور یې وګڼی.
دلوی او سر لوړی افغا نیستان دجوړیدو په هیله
اما سیاست یوه ثابت قانون نه دی. په سیاست کی تغییرات راتلای شی. ځینی وختونه به خپلی ګټی ساتی او کله به هم یو څه نورو ته ورکوی. دسیاست اساسی هدف واک ته رسیدل دی. که یوګروپ یاټیم تر نورو ډیر قوی، منظم ، بادسپلینه او د ښی برنامی درلودونکی وی او ولس ته دمنلو وړ اوپر خپلو اهداف کلک ولاړ وی ، کولای شی خپل اساسی هدف ته ورسیږی. دخپلی خوښی حکومت جوړ اودخپلو پلانونو په تطبیق کولو شروع وکړی او د خپل ولس رضایت تر لاسه کړی.
ځینی ګوندونه یا انتخاباتی ټیمونه دومره قوی نه وی نو دوی غواړی له نورو سره قدرت یا واک کی شریک شی او خپلی نسبی غوښتنی عملی کړی.
اما هغوی چی د حکومت واکی یی په لاس کی دی ، هیڅکله په خپله خوښه نه حاظریږی خپل واک نورو ته تسلیم کړی. دوی مختلفی بانی لټوی، د جعل ، تقلب اتهامونه په نورو واردوی او خپل سیاسی واک عمر ته دوام ورکوی.
د طالبانو غلط سیاست زمونږ په ولس اوږد مهاله تاثیر لری. هغوی له یوی خوا پښتانه نه پریږدی چی په دولت کی کار وکړی ، له بلی خوا په داسی مهمو او حساسو فیصلو کی چی د ملت سرنوشت پری ټاکل کیږی ، مخنیوی کوی. د ښوونځیو سوځول ، ورانول او بندول په اوږد مهاله کی د مسلکی کادرونو د کمبود سبب کیږی. د دوامداری جګړی له امله انسانان وژل کیږی ، مهاجرت ته اړ کیږی او په روانی لحاظ ځانونه مصوون نه احساسوی . د وطندوستی روحیه ضعیفه کیږی او پرځای یی د بی تفاوتی روحیه قوی کیږی. د انسانانو دوامداره وژل په اوږدمهاله کی د بشری نیرو کمبود سبب کیږی او په مقابل کی د نورو قومونو د نفوس د ډیریدو سبب کیږی.
یو انسان که هرڅومره هوښیار او قوی هم وی ، د مسلکی او پوهو عالمانو مشورو ته ضرورت لری . کوم تصامیم چی په مشوری او سیاسی لرلید سره سرته رسیږی ، په هغوکی اشتباه هم لږ وی.
د نړیوالو دوستانو درلودل هم د یو ملت په سرنوشت کی مهم رول لری. د طالبانو او ښاغلی کرزی د پالیسیو په نتیجه کی اوس افغانان لږ دوستان لری . د طالبانو رژیم یواځی دریو هیوادونو په رسمیت وپیژند. ځکه دوی یو فعال او مسلکی وزیر د خارجی سیاست د پرمخ بیولو لپاره نه درلود.
د ښاغلی کرزی ټول د باندینیو چارو وزیران دنظار شورا له ډلی وو او هغوی له دی مهم او حیاتی وزارت نه تر آخری درجی استفاده وکړه . دوی خپل سفیران او ديپلوماتان مقرر کړل چی ټول د دوی ډلی ته وفادار ه دی ا و په منظمه توګه له خپلو بهرنیو سیالانو سره په تماس کی دی او خپل نظریات او سیاست ورسره شریکوی. معاش او امتیازات د افغانستان مظلوم ملت له بودجی نه اخلی او کار او تعهد له خپلی ډلی سره لری.
د ملی شورا غړی هم د خپلو سیمو متناسبه نمایندګی نه کوی . مثلا د غزنی ولایت له 14 ولسوالیو نه یو پښتون وکیل پارلمان کی نشته او د هغوی نمایندګی ټول زمونږ د هزاره قوم وکیلان کوی . چی هغوی هریو خپل قوم او نظریاتو ته متعهد دی. همداسی په کندوز، بغلان ،لوګر ، میدان وردګ او نور ولایتونو کی وګوری. البته کوم نمایندګان چی له پښتنی سیمو نه په ولسی جرګه کی ناست دی په استثنی د یوڅو اتلانو نورو ټولو دسکوت اوبسوادی ریکارډ قایم کړی دی.
د ولایتونو په سطحه ډیر والیان او د اردو او امنیتی ارګانونو قوماندان هم د ښاغلی کرزی د ناسمی مصلحتی پالیسی په نیتجه کی پسیف اوغیر فعال کسان دی چی خپلو خلکو او ولس ته یی هیڅ خدمت نه دی کړی. ښاغلی انورخان جګدلک او د غزنی والی موسی خان اکبرزاده او ګل آغا شیرزی یی ښه مثالونه دی . په مقابل کی د بل لوری قوماندانان او والیان ډیر اکتیف او له موقع نه یی نهایی ګټه اخیستی ده ، چی د کابل امنیه قوماندان ظاهر ظاهر او د بلخ والی استاد عطا یی ښه مثالونه دی
پداسی شرایطو کی له خپل دروند او قدرمن مشر نه ډیره ګیله هم نه ده پکار. ښه به دا وی چی اوس هم د هغه کلک ملاتړ وشی او دخپلواهدافو دتحقق په لارکی په ټول توان سره د هغه مرسته وکړو. زمونږ مشر د پوهی او وړتیا له لوری د مخالف لوری له سیاسی مشرانو سره په هیڅ حساب هم د مقایسی وړ نه دی یواځینی امتیاز چی دوی یی لری دوی له خپلو سیاسی مشرانو سره په هر حالت کی ولاړ دی . ما تر اوسه د هغوی انتقاد او ګیله هم نه ده لیدلی که مشران یی په سمه روان دی او که ناسمه ، دوی ورسره ولاړ دی. راځی مونږ به یی په سمو او ولس ته په مفیدو کارو کی د خپل مشر ملا تړ وکړو.
دير محترم اوعزتمند داكتر صاحب اشرف غني
جه سري تنك شي اوبيا به جنك شي. .
زه هم غوارم جه دحثيب الله جان شنواري ليكنه كا ملاء تأيد اوبه احتجاجي او ديري مايو سأنه توكه يو خه درته أضافه كرم هغه داجه.
ته بوهيزي اوكه نه ايا داخلي او خارجي وضع كنترول ته اوستا تيم به لاس كي لري اوكه نه سخته ما يو سأنه كيله مي دا ده هغه جا جه دغه توطئه جه عبدالله ستا به مقابل كي جوره كري وه دا دعبدالله شخصي ابتكار نه وه بلكه دا دهغه جا كار وو جه هم ءي طوطيه جوره كره أوهم ءي ميان جيكيزي وكره او كوم هدف ءي جه درلوده عملي كرو اوس هم سر وخت دي فكر وكره ،فكر وكره ،بياهم فكر وكره مونز بأندي دير ظلم شوي د دي ظالمانه ،ظالمانو مخه بايد ونيول شي كه دروغ وايم همدا اوس وكوره جه ستا او ستا دسيال له خلي مونز خه نه دي اوريدلي مكر دده تيم خه زهرانكيزه تبليغ او بروباكند نه كوي جه مونز تول ءي خفه كري يوه دشمنان سخت درته به كمين كيدي او دخلكواعتبار دلاسه ورنه كري
به درناوي
جنرال حبيب الله جلالزوي