څپې چې به له سمندر غاړو سره ولګیدې او غږ به یې لوړ شو، حفیظ به لاسونه پر غوږو کیښودل.
ګلپنار ورته وکتل. بیرته یې دوربین ته سترګې ونیولې . په ترکي یې څه وویل او اه یې وکړ. حفیظ یې لاس وروخوځاوه:
- څه خبره ده
ګلپنار دوربین د ده سترګو ته ونیو:
- ګوره هاغه لرې په هوا کې مرغان سره راغونډ شوي
- نو هیله شته چې پيدا به شي
ګلپنار د دوربین تسمې ته ټکان ورکړ:
- ژغورونکي نه ښکاري که راپیدا شي د دې مرغانو خواته یې باید ولیږو.
حفیظ د لاسونو ګوتې سره وروستې او دواړه موټه یې له خولې سره داسې ونیول لکه د چا چې یخ کیږي او لاسونو ته ورپو کوي، خو د ده یخ نه کیده دی د کورنۍ دریو غړیو ته انتظار وو چې پیدا شي، هغوی وړمه ورځ د ترکیې له همدې سمندر غاړې په وړې بیړۍ کې د یونان لور ته اوښتي وو او حال یې نه وو راغلی.
حفیظ ورو تر ژبې لاندې په پښتو وویل:
- خدای خو شته
- څه دې ویل
- توبه، څه نه
ګلپنار دوربین له سترګو لرې کړ او ورته ویې ویل:
- تر ماښامه لا امید شته خدای مهربانه دی
د لمر یوه څنډه ښکاریده نور په وریځو کې پوښلی و. ګلپنار پر یوه کاڼي کښیناست. حفیظ ورته وویل:
- نور یې نه څارې
ګلپنار له خپلې غاړې د دوربین تسمه راوایسته. د دوربین ښیښه یې بنده کړه:
- ژغورونکو ته باید انتظار شو
- تر کله امید شته
- تر لمر لویدو بیا تیاره کیږي او موجونه لوړیږي
د حفیظ سترګې لمر ته وبرښیدې. لاسونه یې دعا ته پورته کړل. اوږده دعا یې وکړه بیا یې دعا ته نیولي لاسونه سره لرې ونیول د لاسونو تر منځ یې د لمر سترګه ډوبه شوه.
پای

پسرلی صاحب! الله تعالی دې توفيق درکړي، ډېره ښکلې کيسه ده، خو پدې وختونو کې ډېر کم ښکارئ پسرلی صاحب!