د لاهور په هوټلونو کې عیاشۍ او فحاشۍ

تاند – د پاکستان مشهوره ورځپاڼه /ډیلي پاکستان/ وایي چې د لاهور د داتا دربار د سیمې هوټلونه د فحاشۍ، عریانۍ، شرابو او نشه ییزو توکو په اډو بدل شوي دي.

دغه ورځپاڼه د ۲۰۱۷ د فبرورۍ د ۷مې په یوه لیکنه کې چې په وېب سایټ یې خپره شوې لیکي چې د داتا دربار سیمې په هوټلونو کې دعوتونه جوړېږي چې بیا ټوله شپه په کې شراب څښل کیږي، منشیات یا نشه ییز توکي څکل کیږي او جسم فروشۍ په کې ښې په درز کې روانې وې.

ډيلي پاکستان ليکي چې په دغه کار کې د پاکستان پولیس هم ملوث دي.

ورځپاڼه وایي چې، نجونې راځي او بیا د ساعت، دوه ساعتونو او ټولې شپې په مخه په کرایه نیول کیږي او دا لوبه ګرده شپه روانه وي. دغه ورځپاڼه لیکي چې د هوټلونو استازي د نجونو نمبرونه او عکسونه له ځانونو سره لري او مشتریانو ته یې ښیي، د هر چا چې هره نجلۍ خوښه شي هغه ورته راغواړي.

ډيلي پاکستان ورځپاڼه په دې لړ کې د څو هوټلونو نومونه هم اخلي او لیکي چې الرحمن هوټل، ګلف هوټل، دربار ویو هوټل، هجویري هوټل، مدني هوټل، شاهد هوټل، غازي هوټل، نیوداتا هوټل، وادوهوټل، شیش محل هوټل، الجهادي هوټل، اصل سستا هوټل، نیو شاه جمال هوټل، حبیب هوټل او داتا ګنج بخش هوټل بېخي په عام ډول نجونې د فحاشۍ لپاره عرضه کوي.

دغه ورځپاڼه لیکي چې هوټلونه د نجونو له جوړو /مېړونو/ څخه له زرو روپیو نه نیولې تر درې زرو روپیو پورې کمېشن اخلي او نور نو د مشتري او د نجلۍ تر منځ معامله وي چې په هر څو سره جوړ شي.

ورځپاڼه لیکي چې پولیس هم په دې لوبه کې نېغ په نېغه ښکېل دي او کمېشن ترلاسه کوي، او له همدې امله د فحاشۍ لپاره سره یوځای شوي هلک او نجلۍ د کورنۍ په نامه ثبتوي.

پاکستاني رسنۍ له دغه مشهور ښارلاهور څخه دا خبرونه په داسې حال کې خپروي چې ویل کیږي د دغه هېواد دیني عالمان د خپل هېواد له استخباراتي ادارو سره په همکارۍ کې له نژدې څلورو لسیزو راهیسې افغان افراطیان تمویل او تجهیزوي او د افغانانو وژلو او په افغانستان کې د ښوونځیو او نورو عامه تاسیساتو ویجاړولو ته شکاري او د هغوی دغه ورانکاري فعالیتونه د جهاد په نامه توجیه کوي.

7 thoughts on “ډيلي پاکستان ورځپاڼه: د لاهورهوټلونه د جسم فروشۍ او فحاشۍ اډې دي”
  1. د هیواد ویجاړونکی که هر څوک وي او له دغو پلیتو امر اخلي د همدغو فحاشو ارموني دي

  2. البته دا هوټلونه به ثروتمندو او مړو خلکو لپاره وي، د لاهور « هیرا منډوي» په سیمه کې د فحاشي ترټولو مشهور مرکز دی چې تقریبا په ټوله نړۍ کې ساری نه لري.

  3. مننه د تاند ویس سایټ همکارانو!
    داسي موضوعات به د افغان جهادیانو غوږونه ور خلاص کړي تر څو د پاکستان د ګوډاګي توب څخه ځان خلاص کړي او د پاکستان اصلیت وپیژنې. البته هغه غولول شوي جهادیان چي په افغان وژنه کي مستقیم د پاکستان دستورونه اخلي پداسی حال کښي چي ددوی حال همدا فحشا او لنډغري ده.

  4. دا حقیقت دی او ما پخپله یوه شپه پکی کړی ده او یقین وکړی چه د هو ټل کوټی ته شپږ انجونی راوستی او د خدای د ویری ما هیڅ ونکړل او الله مو دی ساتی او سهر د هو ټل مالک وویل چه په تاسی کی می ‌‌‌‌‌‌ډیر تاوان وکړ نو ما وویل چه ولی هغه وویل چه دلته هر اطاق واله یو جینی کرایه کوی او مونږ ته پکی زر یونیم زر کلداری کمیشن راکوی نو ما ورته وویل چه دا روپی خو حرامی دی نو هغه وویل خان بهای تم تم کس زمانی می هو

  5. کورونه مو ودان ښه معلومات مو راټول کړي ، پريږده دا ځيني ځيني ډير پاکستان په غلامۍ وياړ کوي چې، پته ورته ولګيږي.

ځواب ورکول Pardis zazai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *