تاند- په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وايي، پر پاکستان او طالبانو به فشارونه زیات کړي.
جنرال نیکلسن، چې د افغانستان د کابینې له یو شمېر غړیو سره نن /دوشنبه/ کندهار ته تللی، وویل، پر پاکستان او طالبانو به فشارونه سبب شي چې په افغانستان کې سولې او پخلاینې ته لار هواره شي.
ده کندهار ته د تګ هدف د امنیتي وضعیت ارزونه وبلله، ویې ویل، د طالبانو د کوټې شورا اکثره غړي د کندهار او شاوخوا ولایتونو دي او د دغو ولایتونو خلک د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبولی شي.
نیکلسن د کندهار له دیني عالمانو هم وغوښتل چې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.
ډګرجنرال نیکلسن وویل چې د افغانستان د سولې د هڅو په لړ کې به یې پام دې ته وي چې له یوې خوا پاکستان ترفشار لاندې وساتل شي او له بلې خوا طالبان له سیاسي او ټولنیز پلوه ترفشار لاندې راشي.
امریکا سږ کال پاکستان ته نژدې ۲ ملیارد ډالره پوځي مرسته وځنډوله او په یو شمېر نړیوالو مالي موسسو کې یې هم پاکستان ته د پور او نورو مالي مرستو ورکړه سخته کړې ده.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم له نیکلسن سره په سفر کې د افغانستان د ملي امنیت ريیس معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د قومونو او سرحدونو چارو وزیر ګل اغا شېرزی او د ۵ هیوادونو (سویډن، کاناډا، هند، استرالیا او امریکا) سفیران ملګري ول.
د کندهار والي د ټاپي پروژه د کندهاري ځوانانو لپاره مهمه وبلله، ویې ویل چې دا پروژه به ډېرو ته د کار زمینه برابره کړي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د کندهار د پولیسو تشکیل لږ وباله، ویې ویل چې که د پولیسو شمېر زیات شي د امنیت ساحې به لا ډېرې پراخې شي.
ده په کندهار کې د پولیسو د روزنې لپاره د یوې مجهزې اکاډیمۍ د جوړېدا غوښتنه هم وکړه.
د قومونو او سرحدونو وزیر ګل اغا شېرزي د یوې طرحې یادونه وکړه چې د ده په وینا ولسمشر ته یې وړاندې کړې او د عملي کېدو په صورت کې به د سولې له رامنځته کېدو سره لویه مرسته وکړي.
ده د خپلې طرحې جزییات څرګند نه کړل.
اونډراااااااااااا
د والی په دفتر کی ناست، د سفیرانو او د کابینی د وزیرانو سره یو ځای ناست، لا هم یی شاته امریکایی کوماندو برچپک ولاړ دی چه ګواکی همدغه کړی به څوک حمله پر وکړی. داوړی به ونه شنل سی